یو ځل بیا، په داسې حال کې چې طالبان هره ورځ د دې هېواد د هر فرد، په ځانګړي توګه د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، په هر ولایت کې شکنجې شته، خلیلزاد عملاً پر دې ټولو واقعیتونو سترګې پټې کړې دي. هغه د قربانیانو او غیر طالب قوتونو د غږ سره د همغږۍ پر ځای، هڅه کوي د یوه داسې رژیم سره همکاري وکړي او هره ورځ مرسته ورسره کوي چې ملي او نړیوال مشروعیت نه لري.
د خلیلزاد دا هڅه ډېره روښانه ده چې غواړي، هغه تړون چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شو، په حقیقت کې یوه بریا وښيي او دې تړون چې افغانستان ته یې باید سوله راوستې وای، هېواد یې د سقوط پر لور سوق کړ او له نړیوالې انزوا سره یې مخ کړ.
تر دې هم بدتر دا چې هغه اوس په غیر رسمي توګه د طالبانو د مدافع او لابیګر په توګه عملاً کار کوي؛ د پټو غونډو او خبرو اترو له لارې د هغوی رژیم ته مشروعیت ورکوي او په شخصي کچه هېوادونه او پانګه وال د طالبانو سره تعامل ته هڅوي. پر ځای د دې چې د خپلې ناکامۍ نه زده کړه وکړي، داسې ښکاري چې هغه هوډ کړیچې دا ناکامي توجیه کړي او دا نوره کومه ډيپلوماسي هم نه ده، بلکې د غرور په جامه کې تعامل دی.
بل دا چېخلیلزاد لا هم فکر کوي،کابل مېشتي طالبان چې په ځانګړې توګه حقاني شبکه پکې راځي، د «ښو طالبانو» په ډله کې راولي او اصلي ستونزه د کندهار مشران ګڼي،هغه فکر کوي، چې حقاني شبکه اصلاحات هم راوستلی شي. دا باور د خلیلزاد نږدې ملګري او ځینو رسنیو له خوا پیاوړی کېږي، خو د افغانانو لپاره دا هېڅ فرق نه لري او طالب یو وجود ګڼي. ظالم، ظالم دی، که پر کابل وي که پر کندهار.
که خلیلزاد واقعاً د افغانستان پر راتلونکيباور لري، نو باید خپل نفوذ او لاسرسی نه د طالبانو د ملاتړ لپاره یا د انرژۍ بازار ته د بیا راستنېدو لپاره، بلکې د یوه ملي او ټولګډونه بهیر د رامنځته کولو لپاره وکاروي، هغه بهیر چې طالبان او غیر طالبان د حقونو، استازیتوب او نړیوال اعتبار په چوکاټ کې یو ځای کړي.
افغانستان پټو غونډو، شخصي تړونونو یا سمبولیک نمایشونو ته اړتیا نه لري. زموږ هېواد صداقت ته اړتیا لري او هغو مشرانو ته اړتیا لري چې دا جرات ولري چې ووایي: «موږ تېروتنه وکړه او باید ښه کار وکړو.»
د دې خاورې بیا رغونه ناکام تړنونونه او زړې نل لیکې نه شي کولای. افغانستان هغه وخت بیا جوړېږي چې نارینه او ښځې، طالبان او غیر طالبان یو ځای او په شفافه توګه کار وکړي ترڅو هغه پخواني ټپونه ترمیم او ورغول شي. ځکه تاریخ به دا په حافظه کې ونه ساتي، چې څوک پر حق وو، دا به په یاد ولري، چې چا د بدلون او جوړولو جرات درلود.