له پاکستان څخه د افغانستان پر لوري هوایي او ځمکنی برید یوازې یو سیمهیز سیاسي عمل نه دی، بلکې دا د نړۍوال قانون، د هېوادونو د حاکمیت او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض دی.
د حاکمیت اصل او د نړۍوال قانون بنسټ
په نړۍوالو اړیکو کې تر ټولو مهم اصل د دولتونو حاکمیت (Sovereignty) دی. دا اصل د دې معنا لري چې هر هېواد او په هېواد کې حاکمه ډله یا نظام د خپلې خاورې، هوا او سیاسي پرېکړو په اړه بشپړ واک لري. د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې په څلورمې فقره کې راغلي:
«ټول هېوادونه باید د بل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر ضد له هر ډول زور کارولو ډډه وکړي.»
پاکستان د افغانستان د هوايي حریم نقض کړی، نو په دې توګه یې د دې بنسټیز اصل څخه ښکاره سرغړونه کړې ده. د بل هېواد پر خاوره یا فضا برید د یو هېواد د حاکمیت او سیاسي استقلال سپکاوی ګڼل کېږي.
د شیکاګو کنوانسیون او د هوايي فضا حاکمیت
د ۱۹۴۴م کال د شیکاګو نړۍوال کنوانسیون (Chicago Convention on International Civil Aviation) په لومړۍ ماده کې صراحتاً راغلي:
«هر دولت د خپل خاورې پورته په هوايي فضا کې بشپړ او ځانګړی حاکمیت لري.»
نو که پاکستان د افغانستان په هوايي فضا کې بې اجازې عملیات کوي، دا د دې تړون ښکاره نقض دی. د ملګرو ملتونو د قانون له مخې، هېڅ هېواد د بل هېواد په فضا کې بې اجازې عملیات نه شي کولای، حتا که د ترهګرۍ ادعا هم مطرح کړي، باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي.
د زور کارولو بندیز او د ځاندفاع استثنا
د ملګرو ملتونو د منشور د ۲مې مادې له مخې، د زور کارول یوازې په دوو حالاتو کې جواز لري:
۱. که د ملګرو ملتونو امنیت شورا اجازه ورکړي.
۲. که یو هېواد د ځان دفاع په حالت کې وي.
پاکستان نه د امنیت شورا اجازه لري او نه یې د ځان د دفاع قانوني دلیل وړاندې کړی دی. د «ترهګرو د ځپلو» په نوم د بل هېواد پر خاوره برید د نړۍوال قانون له مخې د ځاندفاع په تعریف کې نه راځي، بلکې دا تجاوز (Aggression) بلل کېږي، یو جرم چې نړۍواله محکمه یې د محاکمې وړ بولي.