• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

عبدالحکیم شرعي د غصب ځمکو د اختصاصي محکمې احکام نه مني

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل د طالبانو تر واک لاندې ادارو سندونه ترلاسه کړي دي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په خوست کې د چمي په نامه یو مارکېټ راګرځولی دی. د چمي مارکېټ څښتن وویل، چې عبدالحکیم شرعي د طالبانو د مشر ملاهبت الله ددفتر او د ځمکو د غصب اختصاصي محکمې احکام نه مني.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي نه د ځمکو او مارکېټونو د څښتنانو شکایتونه په دې وروستیو کې ډېر شوي دي.

سره له دې چې د طالبانو دغه وزیر، چې ملاهبت الله ته نږدې ګڼل کیږي، د ځمکو د غصب په تړاو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي، خو یو شمېر سوداګر او د ځمکو او مارکېټونو څښتنان پر نوموړي تور لګوي، چې د غصب شویو ځمکو د استرداد په نامه باج اخېستنې او شخصي عوایدو ته لاره برابروي.

په دې وروستیو کې د خوست د چمي مارکیټ څښتن هم له ورته یوې قضیې سره مخ دی او سره له دې، چې د مارکیټ د ځمکې اسناد په لاس کې لري، مارکېټ یې ګرځول شوی او د هټیو کرایه یې د عبدالحکیم شرعي له خوا جوړ شوي بانکي اکاونټ ته تحویلیږي.

100%

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو سندونو کې ښکاري، چې په ۱۴۰۲ کال کې د شرعي په امر، د چمي مارکیټ ټولو هټیوالو ته لارښوونه شوې، چې د هټیو کرایه او «پیشکي» دې د مارکیټ څښتن ته نه ور کوي او مشخص شوي اکاونټ ته دې لېږدول کیږي.

د خوست ښاروالي د طالبانو قضايي ارګانونو ته د مارکیټ د قانوني وضعیت په اړه مکتوب استولی او هغه یې تایید کړی دی.

100%

د ترلاسه شویو سندونو له مخې، د چمي مارکیټ څښتن د جمهوریت له پیل څخه د طالبانو په روانه واکمنۍ کې په منظم ډول ښاروالۍ ته مالیه تحویل کړې ده او ددې سندونه له بانک څخه نیولې تر ښاروالي پورې موجود دي.

د چمي مارکیټ څښتن وايي، چې د مارګیټ ځمکه یې پلار پېرلې وه او ټول سندونه یې په ښاروالۍ کې موجود دي او څو ځله دا ټول سندونه له سره کتل شوي او کومه قانوني ستونزه نه لري خو عبدالحکیم شرعي د طالبانو د نورو ادارو پلټنې نه مني.

100%

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له دې چلند سره د خوست د چمي مارکیټ څښتن اړ شوی، چې په کندهار کې د ملاهبت الله دفتر ته شکایت وکړي او هغوی یې عریضه احکام کړې او د غصب شویو ځمکو د استرداد اختصاصي محکمې ته یې راجع کړې ده.

د طالبانو د غصب شویو ځمکو د استرداد اختصاصي محکمې رییس دا عریضه د مهر ترڅنګ لاسلیک کړې او د ځمکو د غصب کمیسون ته یې لیکلي، «دا عریضه د ملاهبت الله د حکم له مخې د ارتباط په توګه درته راجع شوه او د حکم له مخې ورسره چلند وکړئ».

د مارکیټ دڅښتن په وینا، ده له دغو سندونو سره د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي دفتر ته مراجعه وکړه، خو د نوموړی سکرتر ورته وویل، چې شرعي نه غواړي په دې اړه اجرات وکړي او ددې موضوع په اړه د هیڅ ادارې عریضې نه منل کیږي.

100%

د سندونو له مخې، د یاد مارکیټ څښتن اړ شوی، چې بیرته د طالبانو د غصب شویو ځمکو د استرداد د مرکزي زون اختصاصي محکمې رییس قاضي محمد انور مدثر ته ورشي. یادې محکمې د عبدالحکیم شرعي په مشری د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسون ته احکام لیکلي او غوښتنه یې کړې، چې «د خوست ښار د چمي مارکیټ څښتن د مرکزي زون اختصاصي محکمې ته عارض شوی او شکایت لري او عریضه پاڼه یې تاسې ته راجع شوه چې اصولي او قانوني چلند ورسره وشي او ستونزه یې حل شي».

خو د طالبانو د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب کمېسون رییس عبدالحکیم شرعي دفتر د اختصاصي محکمې د رییس قاضي انور مدثر غوښتنه رد کړې او د چمي مارکیټ څښتن ته یې ویلي چې که بیاځلي شکایت وکړي نو زندان ته به یې واچوي.

د خوست د چمي مارکیټ څښتن جمیل افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی نه پوهیږي، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي قانوني سند لرونکی مارکیټ راګرځوي او بیا د خپل امیر ملاهبت الله او د خپلو محاکمو عرایض نه مني نو بیا چاته د خپل حق غوښتلو لپاره مراجعه وکړي.

د خوست چمي مارکیټ له زېرزمیني سره څلور منزله دی او زیات شمیر هټۍ لري. ددې مارکیټ د څښتن په وینا، دوه کاله کېږي چې د مارکېټ کرایه د عبدالحکیم شرعي له خوا جوړ شوي بانکي اکاونټ ته تحویلیږي.

100%

د موندنو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په داسې حال کې د غصب شویو ځمکو د استرداد د مرکزي زون اختصاصي محکمې رسمی مکتوبونه نه مني، چې د مرغومي میاشت کې په یو نوي حکم کې هبت الله د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون خلاف شکایتونه محدود کړل.

د طالبانو د مشر د حکم له مخې، دا پرېکړه د صادرېدو له نېټې نافذه ده او خلکو ته سپارښتنه شوې چې د کمېسیون او اړوندو تخنیکي پلاویو د فعالیتونو په اړه خپل ټول شکایتونه یوازې یادې اختصاصي محکمې ته وسپاري.

د معلوماتو له مخې، د دولتي غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په چوکاټ کې فعالیت کوي او دا مهال په کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو کې فعاله ده، چې د دغو ولایتونو او د هغوی د ګاونډیو ولایتونو اړوندو قضيو ته رسېدګي کوي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هم په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د هغه په اړه څوک شکایت ولري، نو د غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون ته دې مراجعه وکړي.

د طالبانو د عدلیې پر وزیر دغه راز تور دی، چې د خپلې کورنۍ غړو ته یې ځمکې د باج په ډول اخېستې او د پکتیا په تیرا کنډو سیمه کې یې د کټوازي یو سوداګریز مارکیټ تړلی او قرارداد یې په غیر قانوني ډول خپلو خپلوانو ته ورکړی دی. یاد مارکیټ څلور کاله وړاندې میرزا کټوازي جوړ کړی و.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي ۱۵ د سوري زړه ناروغان د درملنې لپاره هند ته استوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې دغه ټولنې۱۵ تنه د زړه په سوري اخته کسان، چې درملنه یې په افغانستان کې ممکنه نه وه، د درملنې په موخه هند ته لېږي.

د دغه ټولنې لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې چې نن یکشنبه د سلواغې ۱۹مه خپره شوې ده راغلي، چې په لومړي پړاو کې به درې تنه ناروغان د ازمایښتي بهیر په توګه هند ته واستول شي.

د دغې ټولنې مشرشهاب الدین دلاور وایي،افغاني سره میاشت په کور دننه هم له ۱۱ پرمختللو او مجهزو روغتونونو سره د سوري زړه ناروغانو د درملنې قراردادونه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په کابل کې د زړه د یوه معیاري روغتون د جوړولو چارې تر ډېره بشپړې شوې او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.

د افغاني سرې میاشتې د څرګندونو له مخې، پاتې ۱۲ تنه ناروغان به هم په بېلابېلو پړاوونو کې د معیاري درملنې لپاره هند ته واستول شي.

یونسیار: په پاکستان کې افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي د بنسټيزو حقونو له محدودېدو سره مخ دي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۰ GMT+۰

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) استازې ویلي، چې افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي په دغه هېواد کې له ګڼو ننګونو او د بنسټیزو حقونو له محدودېدو سره مخ دي او د هغوی د خوندیتوب او انساني کرامت ساتنه بېړنۍ اړتیا ده.

په پاکستان کې د یونسیار استازې، فیلیپا کینډلر، دا څرګندونې د لاهور په ښار کې د «اسما جهانګیر» کنفرانس پر مهال وکړې. نوموړې د «بنسټیزو حقونو له زوال او د پولې هاخوا د مقاومت» تر سرلیک لاندې وینا کې، د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو پر وضعیت خبرې وکړې.

د یونسیار د معلوماتو له مخې، فیلیپا ټینګار وکړ چې افغان کډوال په پاکستان کې له حقوقي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې د هغوی د خوندیتوب، قانوني ملاتړ او انساني وقار د تأمین لپاره جدي او عملي ګامونه واخیستل شي.

هغې زیاته کړه، چې یونسیار د خپلو شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، څو د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو غږ نړیوالو ته ورسوي او د هغوی د حقونو د خوندي کېدو لپاره ملاتړ پیاوړی کړي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې اقدامات سخت شوي، په ټولو ښارونو کې پولیس د افغانانو د نیولو لپاره عملیات چټک کړي، افغانان نیول کیږي او جبري افغانستان ته ستانه کړل کیږي. په پلازمینه اسلام اباد کې بیا داسې راپورونو نه هم ترلاسه شوي چې پولیسو د هغه کورونو دروازې ماتې کړي چې شک کېده چې افغانان به پکې میشت وي.

راپورونه وایي چې په جبري ستنو وشویو افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

اوچا: په ۲۰۲۶ کال کې به ۴،۲ میلیونه افغانان د سرپناه بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولري

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو او جبري ستنېدنو د زیاتوالي له امله به په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۴،۲ میلیونه کسان د سرپناه او غیرخوراکي توکو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولري.

اوچا په خپله تازه خبرپاڼه کې ویلي، چې بشري مرستندویان پلان لري په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۸۸۱ زره زیانمنو کسانو ته د بیړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو مرستې ورسوي، خو د دې لپاره شاوخوا ۱۶۰،۳ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده.

د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې روانه څو اړخیزه بشري کړکېچ، چې د طبیعي افتونو، اقتصادي فشارونو، ټولنیزو نابرابریو او سیاسي عواملو له امله لا ژور شوی، د خلکو زیانمن‌والی زیات کړی او د سرپناه اړتیا یې لوړه کړې ده.

اوچا ټینګار کړی چې ښځېبې سرپرسته کورنۍ، بې‌ځایه شوي او ستانه شوي کډوال تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ دي.

اوچا زیاته کړې، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له سېلابونو او سختو بارانونو څخه تر ۱۵ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي، چې ۹۰ سلنه یې لا هم په خېمو یا زیانمنو کورونو کې ژوند کوي. همداراز، تر څلورو میلیونو ډېر کسان هېواد ته راستانه شوي، چې نږدې څلورمه برخه یې لا هم سرپناه خپله تر ټولو ستره اړتیا بولي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، سره له دې چې په وروستیو دوو کلونو کې غیررسمي مېشت‌ځایونه کم شوي، خو لا هم شاوخوا ۳۹۰ زره کورنۍ په نږدې ۹۰۰ غیررسمي مېشت‌ځایونو کې اوسیږي.

اوچا خبرداری ورکړی، که لازمې مالي سرچینې برابرې نه شي، سلګونه زره افغانان به په راتلونکي ژمي کې له جدي بشري ګواښونو سره مخ شي.

یوناما افغانستان کې د بشري حقونو راپورونو او اسنادو ته په انلاین بڼه عامه لاس رسی ورکړی

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو، د ملکي وګړو د تلفاتو او د طالب چارواکو د پرېکړو د اغېزو په اړه یو لړ راپورونه او اسناد د خپل «اسنادي کتابتون» له لارې عامه لاسرسي ته وړاندې کړي دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، دغه اسناد د ۲۰۲۵ کال څخه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر میاشتې پورې د دې ادارې په اسنادي ارشیف کې ځای پر ځای شوي.

دغه راپورونه د ۲۰۲۵ کال په بېلابېلو پړاوونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزوي او د ملکي وګړو تلفات، پر رسنیو لګول شوي محدودیتونه، د مخابراتي اړیکو پرې کېدل او د دغو پرېکړو پر افغانانو اغېزې تر بحث لاندې نیسي.

په دغو اسنادو کې هغه راپورونه هم شامل دي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت تازه معلومات تر سرلیکونو لاندې چمتو شوي دي. دا راپورونه د یوناما د بشري حقونو د څانګې له لوري د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له مخې برابر شوي دي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپورونه د افغانستان د وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت د هغې د اغېزو په اړه، د امنیت شورا ته د ځانګړي استازي د معلوماتي ناستو اسناد، او د بشري حقونو نړیوالې ورځې او د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې اعلامیې هم په دې ټولګه کې ځای لري.

د دغو اسنادو له ډلې، یو راپور د طالبانو له لوري د مخابراتي اړیکو د بندېدو پر مهال د افغانانو د تجربو او پر ورځني ژوند د دې پرېکړو د اغېزو ارزونه کوي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو د لسګونو وګړو د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

یوناما ویلي،دغو اسنادو ته د عامه لاسرسي موخه د روڼتیا زیاتول، معلوماتو ته د خلکو لاسرسی اسانه کول او په افغانستان کې د بشري حقونو او د خلکو د ژوند د شرایطو په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.

یوناما د خپل کتابتون د کاروونکو لپاره د لټون او فلټر کولو امکانات وړاندې کړي دي.

د لټون لپاره باید موضوع ورکړل، او د هغه کال مشخص شي.

د دې امکاناتو په کارولو سره، کاروونکي کولی شي په چټکۍ سره هغه اسناد پیدا کړي چې غواړي او د اړتیا پر اساس یې مطالعه یا ډاونلوډ کړي.

ملګري ملتونه: په کندهار کې ۲۸۶ زره کسانو سره د خوړو مرسته شوې، خو اړتیاوې مخ پر زیاتېدو ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، چې یوازې په کندهار ولایت کې یې ۲۸۶ زره اړمنو کسانو ته د خوړو مرستې رسولې دي، خو په ټول افغانستان کې د خوړو د سخت ناامنۍ له امله د مرستو اړتیا ورځ تر بلې لوړېږي.

ډبلیو ایف پيپه ایکس د کندهار د لرو پرتو سیمو له ډلې د الیداد کلي یادونه کړې، چېرته چې د ځاځي په ګډون ګڼې کورنۍ د دې ادارې له مرستو برخمنې شوې دي. د ادارې په وینا، دا مرستې د ډېرو کورنیو لپاره د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ هیله ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ اعشاریه ۴ میلیونه کسان له جدي خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ډبلیو ایف پي ټینګار کړی، چې د نړیوالو شریکانو په همکارۍ به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو هغو ټولنو ته رسیدګي وشي چې تر ټولو ډېره اړتیا لري.