• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په کندهار کې ۲۸۶ زره کسانو سره د خوړو مرسته شوې، خو اړتیاوې مخ پر زیاتېدو ده

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، چې یوازې په کندهار ولایت کې یې ۲۸۶ زره اړمنو کسانو ته د خوړو مرستې رسولې دي، خو په ټول افغانستان کې د خوړو د سخت ناامنۍ له امله د مرستو اړتیا ورځ تر بلې لوړېږي.

ډبلیو ایف پيپه ایکس د کندهار د لرو پرتو سیمو له ډلې د الیداد کلي یادونه کړې، چېرته چې د ځاځي په ګډون ګڼې کورنۍ د دې ادارې له مرستو برخمنې شوې دي. د ادارې په وینا، دا مرستې د ډېرو کورنیو لپاره د ژوندي پاتې کېدو یوازینۍ هیله ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ اعشاریه ۴ میلیونه کسان له جدي خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ډبلیو ایف پي ټینګار کړی، چې د نړیوالو شریکانو په همکارۍ به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو هغو ټولنو ته رسیدګي وشي چې تر ټولو ډېره اړتیا لري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو په هلمند او کندهار کې د اوبو زېرمه کولو نوي جوړښتونه جوړ کړي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد ادارې (UNODC) د هلمند او کندهار په پخوانیو کوکنارو کرنیزو سیمو کې د اوبو زېرمه کولو شپږ نوې جوړښتونه جوړ کړي، چې سلګونه کورنیو ته اوبه برابروي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې په ایکس لیکلي، چې له دې لارې د ۲۹۸۰ کورنیو لپاره د اوبو برابرول اسانه شوي او شاوخوا ۶۷۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د اوبه خور سیستم ښه شوی دی.

د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد ادارېلیکلي، چې دا پروګرام د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) په ملاتړ له جون ۲۰۲۵څخه پیل شوی دی. د اوبو د زېرمه کولو نوې جوړښتونه په هغو سیمو کې جوړ شوي چې مخکې د اپیم یا کوکنارو د کرنې لپاره مشهورې وې، او اوس د قانوني کرنیزو محصولاتو د کښت لپاره ګټه ور کوي.

ددغه ادارېچارواکي وايي چې د دې پروګرام هدف دا دی چې د کرنې پر بنسټ د خلکو اقتصادي ژوند ښه کړي، د نشه‌یي توکو تولید کم کړي او د اوبو د موثر استعمال لارې چارې رامنځته کړي.

په ننګرهار کې د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د کلیو د بېارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې په ننګرهار ولایت کې د اوبو رسولو دوه شبکې بشپړې شوې او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. همدا راز غزني کې د اوبو رسولو نوې شبکې چارې پېل شوي دي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه ( د سلواغې ۱۹مه) خپره شوې راغلي چې ، دغه شبکه، پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونزو د حل په موخه جوړې شوې دي.

همداراز، په همدې نېټه د غزني ولایت کې هم د اوبو رسولو د یوې نوې شبکې د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.

د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د یادو سیمو د اوسېدونکو لاسرسی د څښاک پاکو اوبو ته ښه شي.

طالبان وایي په فراه کې د نشه يي توکو يوه فابریکه کشف او له منځه وړل شوې

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، په فراه ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بکواه ولسوالۍ په عملیاتو کې د نشه يي توکو يوه فابریکه کشف کړه او د لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکو او تیزابو سره يې وسوځوله.

د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې فابریکه کې ۲۳ کيلوګرامه ژېړ پوډر، ۱۹ کيلوګرامه تور پوډر او ۸۰ لېتره تیزاب موجود وو.

وزارت ویلي، چې دغه هدفمند عملیات د نشه يي توکو د تولید او قاچاق مخنیوي لپاره ترسره شول.

د راپور له مخې، د نشه يي توکو د پروسس او تولید دغه فابریکه د بکواه ولسوالۍ په یو جلا شوي ځای کې موقعیت درلود، او د دوی د سختو عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړل شوې ده.

په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې پر ښځو فشار او د رسنیو محدودیتونه زیات شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د بشري حقونو د څار بنسټ د ۲۰۲۶ کال په خپل نړیوال راپور کې ویلي چې د طالبانو چارواکو په ۲۰۲۵ کال کې پر ښځو او نجونو فشارونه لا پسې سخت کړي او د نوو مقرراتو په لګولو سره یې د رسنیو ازادي نوره هم محدوده کړې ده.

د راپور له مخې، په افغانستان کې بشري بحران د بهرنیو مرستو د کمېدو او له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه، د میلیونونو افغان کډوالو د جبري ستنولو له امله لا پسې خراب شوی دی.

د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې تر اوسه له درې میلیونو زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، طالبان د سختو قوانینو په پلي کولو سره د ښځو د ګرځېدو ازادي او عامه ځایونو ته د هغوی لاسرسی محدود کړی او لا هم له لومړنيۍ دورۍ وروسته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او د ښځو پر کار محدودیتونه عملي کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا کړنې «جنسیتي اپارتاید» بللی دی. په همدې تړاو، د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د جولای په میاشت کې د طالبانو د یو شمېر لوړپوړو مشرانو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې او تعقیب په تور د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

په راپور کې راغلي چې طالبانو پر رسنیو نوي محدودیتونه لګولي، منتقدین یې په خپل‌سري توګه نیولي او د اخلاقي قوانینو د پلي کولو تر نامه لاندې یې پر عامو وګړو فشارونه زیات کړي دي. د دې ادارې په وینا، د بهرنیو مرستو کمېدل او د طالبانو پالیسۍ د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه کمزوري کړي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ارزونې له مخې، په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو ډېر خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي چېښځې او نجونې تر ټولو ډېر زیان ویني.

دې ادارې له حکومتونو غوښتي چې طالبان د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره تر فشار لاندې راولي، له افغان ولس سره بشري مرستې زیاتې کړي او د هغو افغانانو له جبري ستنولو ډډه وکړي چې د ځورونې او ځاني ګواښ له خطر سره مخ دي. همدارنګه یې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره د خپلواکو میکانېزمونو مالي او سیاسي ملاتړ وکړي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه نږدې ۳ زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ - ۸ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۳۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۲۸۹۵ کسان کېږي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د هلمند بهرامچې او د هرات د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۲۳ کورنۍ چې ۲۲۹۳تنه و د تورخم له لارې، ۶۸کورنۍ چې ۳۵۶تنه و د سپین بولدک له لارې،۴۱ کورنۍ چې ۲۲۹تنه وه د بهرامچې له لارې او ۶کورنۍچې ۲۷تنه و د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د کډوالو ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د لاهور په یوه کنفرانس کې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ایستل هغوی د بشري حقونو د سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان باید خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د هغو کسانو له جبري ستنولو ډډه وکړي چې له ګواښ سره مخ دي.