د دیوبند عالمانو له استعمار سره د مخالفت لپاره له نوي علم او تمدن سره مخالفت وکړ. مثلا په دیوبند کې یې د جغرافیا د تدریس اجازه ورنکړه، ځکه جغرافیا ورته له استعمار سره راوړل شوې دنیایي پوهه ښکارېده.
دیوبندي عالمانو په خپلو فتواګانو کې ډېر ځله د نوي تمدن وسایل حرام وګرځول. مثلا له عکس اخیستلو، لوډسپیکر، عصريدواګانو یا راډیو سره مخالفت.
که څه هم د وخت په تېرېدو سره چې به خلک له نویو وسایلو سره په پراخه پیمانه عادت شول او د دوی فتواګانو ته به یې ونه کتل، دوی به خپله فتوا بدله کړه، مګر مسلمانه ټولنه ورسره شا ته پاتې شوه.
دې ته ورته حالت په عثماني قلمرو کې هم و. هلته کابو درې پېړۍ له نوي بانکي سیستم سره مخالفت وشو او دغه راز د مطبعې فعالیت ډېره اوږده موده ناروا بلل کېده چې په نتیجه کې عثمانیان په علم او ساینس او اقتصاد کې له خپلو اروپایي رقیبانو ډېر شاته پاته شول.
د هند او پاکستان له بېلېدو وروسته دیوبندي مدرسو په پاکستان کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه خو څرنګه چې شمېر یې کم و نو خاص اجتماعي او سیاسی اغیز یې نه درلود خو د جنرال ضیا الحق له واکمنېدو وروسته دغو مدرسو ته د دولت په کچه توجه زیاته شوه.
جنرال ضیاالحق، چې ملکي حکومت ړنګ کړی او ملکي صدراعظم، ذوالفقار علي بوټو یې اعدام کړی و، په خلکو کې نفوذ ته سخته اړتیا احساسوله. ده د نفوذ لپاره په دیانت باندې زیات تظاهر وکړ.
د جنرال ضیا الحق حکومت مدرسې د ذکات په مرسته، چې اجباري یې ګرځولی و، حمایه کړې او په دې ډول په ډېره لنډه موده کې د زرګونو نویو دیوبندي مدرسو جوړولو ته زمینه برابره شوه.
د نولس سوه اتیایمو کلونو په موده کې عربو هم د ایران له نفوذ سره د مقابلې لپاره په پاکستان کې دیوبندي مدرسو ته ډېرې نغدي مرستې واستولې.
د ځینو احصاییو مطابق فعلا په پاکستان کې شاوخوا څلوېښت زره لویې او وړې مدرسې فعالیت کوي.
که څه هم د پاکستان حکومت کوښښ کړی دی چې د مدرسو په نصاب کې یو څه تغییرات راولي او نویو اړتیاوو ته په پام سره ځينې نور علوم په نصاب کې شامل کړي خو دغو هڅو یې ظاهرا ډېره نتیجه نه ده ورکړې او علت یې دا دی چې اوسنی علم بې حده وسیع او پېچلی دی.
اوس که په درسي نصاب کې ډېر علوم شامل شي، یو هم په کافي اندازه نه زده کېږي. په تېرو زمانو کې چې علوم ساده او محدود وو، نو دا ممکنه وه چې یو څوک هم طبیب اوسي، هم فیلسوف او هم مثلا دیني عالم، ځکه د علومو لمن خورا تنګه وه.
طالبان اوس غواړي چې په افغانستان کې د دیوبندي نصاب تجربه ، البته په لا لویه پیمانه تکرار کړي خو دې ته نه ګوري چې دغه فارغان به سبا څه کار کوي؟
پاکستان چې تر افغانستان په مراتبو پیاوړي اقتصاد، ګڼ نفوس او خورا زیاته زراعتي ځمکه لري، د عشر او ذکات له لارې مدرسې چلولی او د مدرسو فارغانو ته په خپله ساحه کې څه نا څه کار پیدا کولی شي مګر د افغانستان د زرګونو مدرسو اکثره فارغان به یوازې له حکومته کار غواړي.
د افغانستان طالبان ظاهرا د اروپا د منځنیو پیړیو د کلیسا د واکمنو په څېر په دې فکر کې دي چې له مدرسو څخه د خپل مشروعیت د ترلاسه کولو او د خپلو نظریاتو د منلو لپاره استفاده وکړي خو لکه څنګه چې تاریخ ښیي له علم څخه سیاسي او ایدیولوژیکه استفاده ناکامه وي.