• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر طالبانو د نن شپې درېیم برید؛ازادۍ جبهې په درېیم برید کې درې طالبان وژلي او دوه ټپیان دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خواله رسنۍ (اېکس) کې په یو لیکلي پیغام کې ویلي، چې نن دوشنبه یې په خپل درېیم برید کې په پلازمنې کابل کې د طالبانو د استخباراتو درې غړي وژلي او دوه نور ټپیان دي.

دغه برید چې د شپې ۰۸:۳۰ بجې د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ د طالبانو د استخباراتو په لوجستیک ریاست شوی، د جبهې په وینا دوه طالبان پکې زخمیان شوي هم دي.

تر دې وړاندې نن د شپې په دوو نورو بریدونو د جبهې له خوا د شپږ طالبانو د وژل کیدو او درېیو نورو د زخمې کېدو خبر ورکړل شوی و.

دغه بریدونه د کابل په څلورمه او نهه حوزه کې شوي وو.‌

طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهې په کابل کې د څلورو طالبانو د وژلو او د یو بل د ټپي کېدو ادعا کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې په کابل کې یې په یو بل برید کې څلور طالب وسلوال وژل او یو بل یې ټپي کړی دی. دغې جبهې پر خپلې اېکس پاڼې د دغه خبر تایید کړی دی.

په پیغام کې ویل شوي، چې نن دوشنبه ماخوستن مهال یې د پلازمنې کابل په څلورمه حوزه کې د طالبانو د تالاشۍ پر یوې پوسته برید کړی او څلور طالب وسلوال یې وژلي دي.

دغه برید چې د جبهې په وینا؛ د ماخوستن نېږدې اووه بجې د سلیم کاروان څلور لارې ته څېرمه ترسره شوی دی، یو طالب جنګیالی پکې زخمي شوی هم دی.

تر دې وړاندې یادې جبهې ویلي وو، چې د دوشنبې په ورځ یې په نهمه حوزه کې د طالبانو د تالاشۍ پر پوستې برید کې دوه طالب وسلوال وژلي او دوه نور یې زخمیان کړي دي.

طالبانو لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ایران په تېرو ۱۰ ورځو کې شاوخوا ۲۵ زره افغان کډوال له هېواده ایستلي دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) خبر ورکړ، چې په تېرو لسو ورځو کې ۲۴۸۸۴ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

د راپورونو له مخې؛ د روان کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د لېږل شويو کډوالو شمېر شاوخوا ۳۲۸ زرو تنو ته رسېږي.

د ایران د خراسان رضوي سرحدي قوماندان مجید شجاع په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د بهرنیو هېوادونو اتباع باید د رسمي او قانوني دروازو له لارې ایران ته داخل شي که نه نو له جدي غبرګون سره به مخامخ شي.

په دې وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته لېږلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

چینايي سوداګر په کندهار کې د سوداګريزو اړیکو د پراختیا په نوم له طالبانو سره اړیکې جوړوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۱ GMT+۰

له کندهاره یو شمېر سوداګر وايي، چې یو شمېر چینايي سوداګر له کندهاري سوداګرو سره د اړیکو په نوم په کندهار کې په کانونو او له کندهاري طالبانو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي.

نن دوشنه ( د لیندۍ ۶مه) يو شمېر چینايي سوداګر د کندهار له سوداګرو سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.

دغه ليدنه د کندهار په سوداګرۍ او پانګونې خونه کې تر سره شوې.

په ليدنه کې چنيايي سوداګرو ويلي؛ پلان لري چې د کندهار انار د چين هېواد ته صادر کړي.

ددوی په خبره؛ غواړي پلټنه وکړي، چې افغانستان د چين کومو توکو ته اړتيا لري؛ تر څو د صادراتو او وارداتو لړۍ پيل کړي.

د کندهار يو سوداګر چې نه غواړې نوم یې واخیستل شي؛ کندهار ته د چینایانو تګ ته په اشارې وايي؛ دوی اکثره وخت د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په نوم د کانونو پلټنې کوي او يا هم د واکمنو طالبانو سره خپلې اړيکې جوړوي.

د دغه سوداګر په خبره؛ له چين هېواد څخه چې هره ډله د سوداګريزو اړيکو د پراختیا او يا هم پانګونې په نوم کندهار ته راغلي، تر تګ وروسته پسې ورکه شوې او بيا یې هېڅ درک نه دی معلوم شوی.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونۍ خونې مشر حاجي محمد صديق مومند د چينایي سوداګرو سره په کتنه کې ويلي؛ په کندهار کې د تازه مېوو حاصلات زيات دي او پيل به یې د انارو د صادراتو وکړي.

مومند د چینایي سوداګرو د ورتګ اصلي موخه روښانه نه کړه؛ خو وایي چې سیمه امن شوې او د نړۍوالو سوداګرو پاملرنه ورته ډېره شوې ده.

مومند په دې کتنه کې له چنایي سوداګرو غوښتنه وکړه، چې افغان سوداګرو ته دې چين ته د تګ زمينه برابره کړي څو دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې زياتې شي.

اوس مهال په سويلي حوزه کې د تازه مېوو د حاصلاتو وخت دی؛ خو يو شمېر سوداګر او باغ لرونکي په کور دننه او بهر د حاصلاتو لپاره د بازار د نشتوالي سره مخ دي.

په دې کتنه کې سوداګرو هيله مندي ښودلې، چې که چېرې زمينه برابره شي د تازه مېوو حاصلات به یې د چين په بازار کې په ښه قيمت وپلورل شي.

د یادونې وړه ده، چې په روان ۲۰۲۳ عيسوي کال کې کندهار ته دا د چینايي سوداګرو درېيمه ډله ده، چې دې ولایت ته سفر کوي.

د هرات امنیتي کنفرانس کې د افغانستان ملي سرود نه دی غږول شوی او په لوحه کې پښتو نه وه

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۲ GMT+۰

د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس چې د دویم ځل له پاره له افغانستانه بهر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې روان دی؛ پکې د افغانستان ملي سرود نه دی غږول شوی او په عمومي لوحه کې پښتو نه وه لیکل شوې. په دغه کنفرانس کې یوازې په فارسي او پښتو وطني سندرې غږول شوي دي.

د هرات امنیتي کنفرانس د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا جوړ شوی دی.

د هرات په امنیتي کنفرانس کې د ملي سرود نه غږول او په لوحه کې د پښتو نه شتون له امله دغه ناسته د یو شمېر افغانانو له خوا له ګڼو غبرګونونه سره مخ شوې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو فعال د دې چارې په غبرګون کې لیکلي: «دا ناسته د سیاسي خبرو اترو لپاره جوړه شوې وه، که یو کنسرت دی چې سندرې په کې خپریږي؟».

یو بل فعال لیکلي: « ایا افغانستان ملي سرود لري کنه؟».

یو شمېر افغانانو بیا نیوکې کړي، چې طالبان د افغانستان ملي سرود نه مني او د هرات امنیتي کنفرانس جوړونکي هم د هېواد ملي سرود ته احترام نه لري او پر ځای یې سندرې غږوي.

د طالبانو بیا ځلي واک ته له رسېدو سره دغې ډلې په افغانستان کې اساسي قانون لغوه کړ او ملي بېرغ پر ځای یې د خپلې ډلې بېرغ پورته کړ، د دې ترڅنګ یې ملي سرود هم منع اعلان کړ.

د هرات په امنیتي کنفرانس کې ګڼ شمېر د طالبانو ضد سیاسونو او د نورو هېوادونو یو شمېر سیاسي فعالینو کډون کړی دی.

د پاکستان پوځ:‌ په بنو کې پر پوځ شوی برید افغان ځانمرګي کړی دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ ويلي، چې د خېبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پوځ په یوه کاروان د موټر سایکل برید د یوه افغان ځانمرګي له خوا شوی دی. د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې دغه برید کې دوه ملکیان وژل شوي، اووه ملکیان او درې پوځیان ژوبل شوي دي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې "یو موټرسایکل سپور ځانمرګي بریدګر د کاروان سره نېږدې ځان ته چاودنه ورکړه" او زیاته یې کړه، چې د برید وروسته په سیمه کې د نورو بریدګرو د موندنې په موخه عملیات پیل شوي‌ دي.‌

په اعلامیه کې ادعا شوې، چې دغه افغان بریدګر د پاکستان د دولت مخالفې وسله والې ډلې حافظ ګل بهادر سره تړاو درلود، چې د افغانستان د واکمن طالبانو نېږدې متحد بلل کیږي.

پاکستان ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک او نورې اورپکې ډلې چې په افغانستان کې له پټنځایونو څخه فعالیت کوي، په افغانستان کې دوه کاله وړاندې واک ته د طالبانو له راتلو وروسته یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

پاکستاني پوځ ادعا کوي، چې افغان اورپکو سږ کال د پاکستاني طالبانو تحریک په همکارۍ کې لږ تر لږه ۱۶ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو له امله دغه هېواد د شاوخوا ۱،۷ میلیونه بې اسنادو افغانان کډوالو د ایستلو چارې پیل کړي، چې تر اوسه ۴۰۰ زره افغان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.‌

پاکستان وايي، چې د طالبانو حکومت د پولې پورې غاړې ته د ترهګرۍ په مخنیوي کې نه یوازې چې پاتې راغلي بلکې وسله والو سره مرسته هم کوي.

دغه هېواد په رسمي توګه له طالبانو غوښتي چې په افغانستان که د دوی په وینا مېشت ۶۰۰۰ د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي پاکستان ته وسپاري.

طالبانو د پاکستان یا بل هېواد پر وړاندې د دې ډلو د غړو او یا د افغانستان د خاورې د کارېدلو تورونه رد کړي دي.‌

د ملګرو ملتونو وروستیو راپورونو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د زرګونو غړو او نورو ترهګرو ډلو شتون مستند کړی؛ هغه څه چې د طالبانو ادعاوو سره په ټکر کې دي.‌

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور په موده که پاکستان پر دې تورن و، چې له افغان طالبانو ملاتو کوي او په خپله خاوره کې یې امن پټن ځایونه ورته ورکړي دي.

د شنونکو په اند د طالبانو سره د امریکا، ناټو او پخواني جمهوریت مبارزه د پاکستان د نه همکارۍ له امله بریالۍ نه شوه.