د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت څپ څپانده دی

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل شپږ میاشتني راپور کې لیکلي، چې د افغانستان د ټول نفوس له درېیو څخه دوه برخې یې د کمزوري اقتصاد له امله بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.