• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تېر کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې درې لکه ۸۵ زره ۹ سوه ۹۳ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د پاکستاني چاروکواکو په حواله ویلي، چې د روان کال د اګسټ میاشتې راهیسې افغانستان ته درې لکه او ۸۵ زره او ۹ سوه ۹۳ افغان بې اسناده کډوال ستانه شوي دي. خو بل خوا د طالبانو د کډوالو چارو وزارت دغه شمېره له څلورو لکو پورته ښودلې ده.

د پاکستان دولتي راډیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې دغو کډوالو ته په بېلابېلو ولسواليو کې موقتي کمپونه جوړ شوي، چې پکې ورته ټولې لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.

خو افغان کډوال بیا وایي؛ دوه او درې شپې پرې په هغو کمپونو او انتظار ځایونو کې تېرېږي، چې پاکستاني چارواکو په پېښور او لنډي کوتل کې د دوی له پاره جوړ کړي دي.

د دوی په وینا دې کمپونو کې د پاکو اوبو، ډوډۍ او د سفر د چمتو والي په موخه لومړني وسایل نه شته او ورته ورتلونکي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې؛ پرون ۱۱۵۹ کډوال افغانستان ته د تورخم او چمن له لارې بېرته ستانه شوي دي.
پاکستاني چارواکو وار د مخه ویلي وو، چې دوی به په لومړی پړاو کې د یو مېلیون کډوالو څخه زیات بېرته افغانستان ته ستنوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په پاکستان کې پر مېشتو قانوني او غېر قانوني کډوالو غږ کړی، چې هېڅوک نه شي کولی چې په پاکستان کې سیاسي فعالیت وکړي او یا هم په ټاکنو کې له کوم ځانګړي نوماند څخه مالي ملاتړ وکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل شوې

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۸ GMT+۰

په کندهار کې د فوټبال فدراسيون مسولينو د ګروپي سياليو د پيلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دغو سیالیو کې ۱۰ الف لوبډلو برخه اخیستې ده.

د کندهار د فوټبال فدراسيون رسنيز دفتر ويلي، چې دغه سيالۍ د (زمستان) په نوم پيل شوي، چې يوه میاشت به دوام ولري.

ددوی د معلوماتو له مخې؛ چې سيالۍ پر ۲ ګروپونو ويشل شوې دي.

د کندهار د فوټبال فدراسيون په خبره، چې د سیاليو څخه یې هدف په کندهار کې د فوټبال د دوو منتخبو لوبډلو جوړل دي.

دوی وایي؛ تر سياليو وروسته به سم دستي په کندهار کې د فوټبال ولایتي سيالۍ هم پیل کړي.

د يادوني وړ ده، چې دوه اونۍ مخکې په کندهار کې د فوټبال د ولايتي سياليو اتلولي د فراه ولایت ابومسلم فوټبال لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

پښتونخوا کې سږ کال د «ترهګرۍ ۸۰۶ پېښې» شوې

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد اداره خپل کلني راپور کې وايي، چې په دغه صوبه کې پر ۲۰۲۳ کال د «ترهګرۍ» ۸۰۶ پېښې شوې دي. دا اداره وايي، د پښتونخوا تر نورو سیمو ډېرې پېښې په دېره اسماعیل خان کې شوې چې شمېر ۱۳۲ ته رسېږي.

ور پسې په خیبر کې ۱۰۳، پېښور کې ۸۹، شمالي وزیرستان کې ۸۶، سوېلي وزیرستان کې ۵۰ پېښې شوې دي.

روان کال کې د وسلوالو بریدونو په زیاتېدو سره تر ډېره امنیتي ځواکونه په نښه شوي دي.

په دې راپور کې یوازې پر پولیسو بریدونو ته اشاره شوې او پکې راغلي چې سږکال دې پېښو ۲۴۳ کې پولیس په نښه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ترهګرۍ ضد امنیتي ځواکونو ۸۳۷ وسلوال نیولي چې له دې ډلې ۲۴۵ په پېښور، ۵۷ خیبر، ۵۸ کوهاټ او ۳۹ په چارسده کې نیول شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبانو د کډوالو ستنېدو لپاره وخت غوښتی

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۵ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبانو د قانوني کډوالو ستنېدو ته د حالاتو برابرولو لپاره له دغه هېواد وخت غوښتی دی. احمد وحیدي وايي، د کډوالو د نظم د پلان له مخې، قانوني کډوالو ته کارتونه ور کول کېږي او بې اسناده کډوال به و اېستل شي.

ښاغلي وحیدي د چارشنبې په ورځ له مهر خبري اژانس سره مرکه کې زیاته کړې، چې په دغه هېواد کې نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال اوسېږي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې چاپېریال داسې برابر کړي چې افغان کډوال ور سره خپلو مېنوته ستانه شي.

طالبان دا مهال له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د ستنېدو سره مخ دي.

پاکستان وايي، تر راتلونکې جنورۍ ټول بې اسناده کډوال باسي او له هغه وروسته اسنادي کډوالو ته هم وخت ټاکي.

طالبانو په کندهار کې يو ځل بيا د نجونو نيمه طبي زدکړې بندې کړې

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د روغتیا وزیر چې د ډاکټرو روغتیاپالو له کمښت شکایت کوي، نن دې ډلې په کندهار کې د طب په برخه کې د نجونو د نیمه زدکړو ټولګي وتړل. ځینې نجونو او د څو انستیتیوتونو مسوولانو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې طالبانو له کوم دلیل پرته دا زدکړې نن بندې کړې.

د کندهار غضنفر دولتي طبي انستیوت زدکوونکې وايي، طالبان له وسلو سره د ښځينه زدکوونکو ټولګيو ته داخل شول او زدکوونکې يې په زور له ټولګيو و اېستلې.

د دوی د معلوماتو له مخې، په دې مرکز کې تر سلو زياتو نجونو په بېلا-بيلو وختونو کې نيمه لوړې زدکړې کولې.

د دې زدکوونکو په خبره، دوی له تېرو دوو میاشتو راهيسې، د نرسنګ او قابلګۍ نوي ټولګي شروع کړي او په بندېدو سره یې دا هيلې هم په اوبو لا هو شوې.

دغه نجوني وایې، د طالبانو له لوري له ټولګيو د نجونو ايستل ځورونکي و او ځینې نجونې له ډېر خپګان بې هوشه شوې.

په کندهار کې دا مهال د غضنفر په نوم يو دولتي، د مامون طاهري، ميرويس نيکه او البلال په نوم درې شخصي انستيتیوتونه فعاليت کوې.

په دې مرکزونو کې د نرسنګ او قابلګۍ په برخه کې تر ۷ سوو زياتې زدکوونکې په زدکړو بوختې وې.

په کندهار کې د نجونو د پوهنتونو بندېدو سره هم مهال د نیمه لوړو زدکړو دغه مرکزونه هم بند شول.

خو په ولایتونو کې ښځینه روغتیاپالو د کمښت له امله درې مياشتې مخکې په کندهار او ځينو نورو سيمو کې د نرسنګ او قابلګۍ نيمه لوړو زدکړو ته بيرته اجازه ورکول شوه.

دا اوسنی ګام په داسې مهال دی چې د روانې اونۍ په لومړیو کې د طالبانو د روغتیا وزیر په افغانستان کې د ډاکټرو له کمښت شکایت وکړ.

قلندر عباد په ارزګان ولایت کې خبري غونډې ته وویل، سره له دې چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دی؛ خو ارزګان، پکتیکا او زابل ډول هغه ولایتونه دي چې د ډاکترو، روغتیاپالو او قابلو شمېر پکې په نشت حساب دی

پاکستان کې پولیسو د ناموسي وژنې په تور د قرباني نجلۍ پلار او درې خپلوان ونیول

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۹ GMT+۰

په پښتونخوا کې پولیس وايي، د هغې نجلۍ پلار، تره، د تره زوی او یو بل خپلوان یې ونیول، چې څو ورځې مخکې د عزت په نوم ووژل شوه. په کوهستان کې دا ۱۸ نجلۍ د خپلوانو په غوښتنه خپل پلار له هغه وروسته ووژله چې خواله رسنیو کې یې له یوې نجلۍ او دوو هلکانو سره ګډ انځور خپور شو.

یو پولیس مشر مسود خان له رویټرز سره خبرو کې د نجلۍ د پلار ارسلان محسېن او د پاتې دریو کسانو نیول او محکمې ته یې ور پېژندلي منلي دي.

دې خپلوانو د هغه هلک د وژلو غوښتنه هم کړې ده چې له نجلۍ سره یې ګډ تصویر خپور شوی دی، خو پولیس وايي دا هلک او دوه نورې نجونې یې خوندي ځای ته رسولې دي.

په پاکستان کې هر کال په سلګونو ښځې د پت په نوم د خپلو خپلوانو له خوا وژل کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، پر ۲۰۲۲ کال هم په دغه هېواد کې د ورته وژنو ۳۸۴ پېښې راپور شوې دي.

د پاکستان قانون جوړوونکي د دا ډول وژنو عاملانو ته سخته سزا غواړي او د انساني حقونو ډلې د ورته جرمونو په مخنیوي کې د حکومت په پاتې راتلو اندېښنه ښيي.