د اسماعیل خان د څرګندونو په اړه د ایران سفیر وايي، تهران بهرني ویاند ته اړتیا نه لري
په کابل کې د ایران سفیر کاظمي قمي د هرات د امنیتي غونډې د ځینو برخوالو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې ایران بهرني ویاند ته اړتیا نه لري. تسنیم خبري اژانس لیکلي، داسې ښکاري چې د دغو خبرو مخاطب اسماعیل خان دی چې د دوشنبې په ورځ یې ویلي وو چې «طالبانو ایران او نړۍ ستړې کړې ده.»
اسماعیل خان، د طالبانو پر ضد یو له نفوذي څېرو څخه دی، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو پسېد ایران په مشهد کې اوسېږي.
نوموړي تېره اونۍ له همدې ښار څخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته د هرات د امنيتي خبرو په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه سفر وکړ.
دغه پخواني جهادي مشر د دوشنبې په ورځ د هرات د امنیتي غونډې په دویمه ورځ وویل چې نړۍ د طالبانو تګلارې او د افغانستان وضعیت ته په کتو سره دا جرات نه کوي چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي ځکه چې دا کار به جدي پایلې ولري.
دغه افغان سیاسي شخصیت ټینګار وکړ، چې اویایمې لسیزې د طالبانو د لومړي دورې په څېر به دا ځل هم «مقاومت، استبداد له منځه یوسي.»