د پېښور محکمې د هغو افغانانو چې ځايي اوسېدونکو سره یې ودونه کړي، د اېستلو خلاف پرېکړه وکړه

د پېښور محکمې پرون (جمعه) د ۱۰۹ تنو افغانانو چې له ځايي اوسېدونکو سره یې ودونه کړي دي، د اېستلو خلاف پرېکړه وکړه. محکمې پرېکړه وکړه، چې دغو کسانو ته دې د پاکستان د تابعیت کارتونه یا پېژندپاڼې ورکړل شي.