• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ايراني رسنۍ: په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۲ GMT+۰

د ایران رسنۍ د خراسان سرحدي قوماندان له قوله وايي، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان، يې افغانستان ته استولي دي. ویل کیږي دا هغه کډوال و چې په ايران کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته اوسېدل.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د دغه هیواد د خراسان ولایت سرحدي قوماندان له قوله لیکلي دي چې، په ایران کې د اوسیدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرونکي ۱۶ زره افغان کډوال یې د تایبا سرحد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران خراسان ولایت سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «په ایران کې د بهرنیو هیوادونو د بې اسناده اتباعو سره د چلند په موخه په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان پیژندل شوي او د تایبا بندر له لارې مو بېرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي»

نوموړی زیاتوي یاد افغان کډوال یې د خراسان سرحدي ځواکونو له لوري د افغانستان استازو ته سپارلي دي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۲۸ زره افغان کډوال چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسېدل بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

۵

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

•
•
•

نور کیسې

نن د جاپاني الاصله افغان بشرپاله تیتسو ناکامورا د وژنې څلور کاله پوره شول

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۶ GMT+۰

جاپاني الاصله افغان بشرپال تیتسو ناکامورا څلور کاله مخکې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په همدې ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) د ناپیژنده کسانو له خوا ووژل شو. ډاکټر ناکامورا د افغانانو له خوا د ابادۍ اتل بلل کېده.

په کاکا مراد مشهور جاپاني الاصله افغان ناکامورا شاوخوا شل کاله د هیواد په ختیځ بیا په ځانګړي توګه ننګرهار ولایت کې ډیر رغنیز کارونه ترسره کړي دي.

د نوموړي وژنه په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مل وه او تراوسه پورې هم د هغه کړنې په هیواد کې یادیږي.

ناکامورا په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱۷۰۰څاګانو کېندلې او د سلګونه جریبه ځمکو د خړوبولو لپاره یې په کمبیري دښته کې د مروارید کانال هم بشپړ کړی و.

د یادونې ده چې د ډاکټر تیتسو ناکامورا له وژل کیدو وروسته د هغه په نوم یو څلی په ننګرهار او یو واټ په خوست ولایت کې ونومول شول.

جاپان له افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته کوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۱ GMT+۰

په کابل کې د جاپان سفارت د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۳مه ) د افغانستان لپاره د ۵۸،۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ. په کابل کې د جاپان سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې، دا مرسته به د افغانانو د عزتمند او پر ځان بسیا ژوند په دوام او ښه والي کې مرسته وکړي.

په کابل کې د جاپان سفارت زیاتوي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني نادولتي موسسو له لارې افغانانو ته ورسوي.

د سفارت د معلوماتو له مخې د دغو ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسي له افغانانو سره د دغه هیواد د ټولو مرستو کچه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

جاپان له افغانستان سره یو له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی چې د تعلیمي بورسونو تر څنګ له افغانستان سره يې د بیارغاوني په برخه کې هم ډیرې مرستې کړې دي.

د هنګاو بشري حقونو سازمان په ایران کې د دریو افغانانو د اعدامولو خبر ورکړ

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۶ GMT+۰

د هنګاو بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د روان کال په نومبر میاشت کې درې افغانان د ایران په بندخونو کې اعدام شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، تېره میاشت د ایران په بندخونو کې د بېلابېلو ملیتونو لږ تر لږه ۱۲۲ بندیان اعدام شوي دي.

د دغه سازمان د معلومات له مخې، د نومبر په میاشت کې لږ تر لږه ۲۳ بلوڅان، ۱۹ کرد بندیان، ۸ ترکي بندیان، ۵ د لُر او بختیار بندیان، ۵ د ګیلک بندیان او درې افغانان د ایران په بندخونو کې اعدام شوي دي.

د ایران په بندخونو کې د اعدام شویو درېیو افغانانو د تورونو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د بشري حقونو دغه سازمان د ثبت شویو شمېرو په حواله ویلي، چې د اعدام ډېری هغه بندیان دي، چې د نشه یي توکو په جرمونو تورن دي.

د بشري حقونو د یاد سازمان د راپور له مخې، تېره میاشت په ایران کې په منځنيډول په هرو دوو ورځو کې ۹ بندیان اعدام شوي دي.

اسرايیلی پوځ: په غزه کې د حماس پر وړاندې ځمکني عملیات پراخوو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۰ GMT+۰

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، د دغه هېواد پوځ په ټوله غزه کې عملیات کوي او د حماس د ټولو مرکزونو پر ضد ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي. دانیل هاګاری زیاته کړه: «د اسراییل پوځ له ترهګرو سره مخامخ کیږي او هغوی وژني.»

په ورته وخت کې د اسراییل د کورني امنیت ادارې مشر رونن بار هم اعلان کړی چې د دغه هېواد د کابینې موخه نه یوازې په غزه او فلسطیني سیمو کې بلکې په ترکیه او قطر کې هم د حماس او د هغوی د مشرانو له منځه وړل دي.

نوموړي وویل چې کیدای شي دغې موخې ته د رسېدو لپاره څو کاله وخت ونیسي، خو دا کار به ترسره کړي.

ملګرو ملتونو خبر ورکړی دی چې د تلې میاشتې په ۱۵مه نیټه د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د غزې ۷۵ سلنه اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.

له بلې خوا د حماس لوړپوړي وياند له بلجيم او اسپانيې غوښتي دي چې د اسراییل د جنایتونو د معلوماتو لپاره دې له غزې څخه د لیدنې په موخه د يوه اروپايي غورځنګ مشري وکړي.

د حماس ډلې یاد وياند اسامه حمدان اسرایيل د لنډمهال اوربند په سرغړونې تورن کړ او ويې ويل: «همدا اسرایيل و چې د تبادلې او اوربند له تړون څخه يې سرغړونه وکړه او بمباري يې پيل کړه.»

هغه زیاته کړه چې سوېلي غزې ته د اسراییل د ننوتلو او د حماس ډلې د دفاع لپاره د اغېز په اړه خبرې اوس هم د رسنیو بحث دی.

د طالبانو لوی درستیز تخار ولایت ته ولاړ

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۰

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت د یکشنبې په ورځ تخار ولایت ته ولاړ او د دغې ډلې د ځواکونو د ستونزو او ننګونو په حلولو یې ټینګار وکړ. د افغانستان د ازادۍ جبهې څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د حذیفه په نوم د طالبانو یو قوماندان یې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ته پر لاره وژلی.

د طالبانو اړوندو خبري اژانسونو تخار ولایت ته د دغې ډلې د لوی درستیز د سفر په اړه په راپور کې د طالبانو د امنیتي ننګونو په اړه چې فصیح الدین فطرت یې یادونه کړې، معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر خبري آژانس ليکلي دي چې فصيح الدين فطرت د تخار ولايت د طالبانو له والي عبيدالله امين زاده سره خبرې اترې کړې او د دغې ډلې د امنيتي ځواکونو د ستونزو په حلولو يې ټينګار وکړ.

د طالبانو مخالفو ډلو په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو د بریدونو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې نږدې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو پر ضد د شپږو بریدونو خبر ورکړ.

پر دې سربیره د روان کال د تلې مياشتې په وروستيو کې په تخار ولايت کې يوه چاودنه هم وشوه.

هغه مهال یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې چاودنه د طالبانو د والي دفتر او د دې ډلې د امنیه قوماندانۍ مخې ته شوې ده.

په تخار ولایت کې د طالبانو د لوی درستیز او د دغې ډلې د چارواکو ترمنځ د خبرو جزئیات لا نه دي خپاره شوي.

د طالبانو د پوځ مشر په تېرو ورځو کې کندز، پنجشیر او بغلان ته هم سفرونه کړي دي.