• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان له افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته کوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۱ GMT+۰

په کابل کې د جاپان سفارت د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۳مه ) د افغانستان لپاره د ۵۸،۴ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې اعلان وکړ. په کابل کې د جاپان سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې، دا مرسته به د افغانانو د عزتمند او پر ځان بسیا ژوند په دوام او ښه والي کې مرسته وکړي.

په کابل کې د جاپان سفارت زیاتوي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني نادولتي موسسو له لارې افغانانو ته ورسوي.

د سفارت د معلوماتو له مخې د دغو ۵۸،۴ میلیونه ډالرو مرستې سره یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسي له افغانانو سره د دغه هیواد د ټولو مرستو کچه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

جاپان له افغانستان سره یو له لویو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی چې د تعلیمي بورسونو تر څنګ له افغانستان سره يې د بیارغاوني په برخه کې هم ډیرې مرستې کړې دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵

افغان ایواک: د افغان ځانګړو ویزو د دوسیو ځنډ د امریکا د حکومت «جدي ناکامي» ښیي

•
•
•

نور کیسې

د هنګاو بشري حقونو سازمان په ایران کې د دریو افغانانو د اعدامولو خبر ورکړ

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۶ GMT+۰

د هنګاو بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې د روان کال په نومبر میاشت کې درې افغانان د ایران په بندخونو کې اعدام شوي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، تېره میاشت د ایران په بندخونو کې د بېلابېلو ملیتونو لږ تر لږه ۱۲۲ بندیان اعدام شوي دي.

د دغه سازمان د معلومات له مخې، د نومبر په میاشت کې لږ تر لږه ۲۳ بلوڅان، ۱۹ کرد بندیان، ۸ ترکي بندیان، ۵ د لُر او بختیار بندیان، ۵ د ګیلک بندیان او درې افغانان د ایران په بندخونو کې اعدام شوي دي.

د ایران په بندخونو کې د اعدام شویو درېیو افغانانو د تورونو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د بشري حقونو دغه سازمان د ثبت شویو شمېرو په حواله ویلي، چې د اعدام ډېری هغه بندیان دي، چې د نشه یي توکو په جرمونو تورن دي.

د بشري حقونو د یاد سازمان د راپور له مخې، تېره میاشت په ایران کې په منځنيډول په هرو دوو ورځو کې ۹ بندیان اعدام شوي دي.

د طالبانو لوی درستیز تخار ولایت ته ولاړ

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۰

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت د یکشنبې په ورځ تخار ولایت ته ولاړ او د دغې ډلې د ځواکونو د ستونزو او ننګونو په حلولو یې ټینګار وکړ. د افغانستان د ازادۍ جبهې څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د حذیفه په نوم د طالبانو یو قوماندان یې د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ته پر لاره وژلی.

د طالبانو اړوندو خبري اژانسونو تخار ولایت ته د دغې ډلې د لوی درستیز د سفر په اړه په راپور کې د طالبانو د امنیتي ننګونو په اړه چې فصیح الدین فطرت یې یادونه کړې، معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر خبري آژانس ليکلي دي چې فصيح الدين فطرت د تخار ولايت د طالبانو له والي عبيدالله امين زاده سره خبرې اترې کړې او د دغې ډلې د امنيتي ځواکونو د ستونزو په حلولو يې ټينګار وکړ.

د طالبانو مخالفو ډلو په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر پوستو د بریدونو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې نږدې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو پر ضد د شپږو بریدونو خبر ورکړ.

پر دې سربیره د روان کال د تلې مياشتې په وروستيو کې په تخار ولايت کې يوه چاودنه هم وشوه.

هغه مهال یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه، چې چاودنه د طالبانو د والي دفتر او د دې ډلې د امنیه قوماندانۍ مخې ته شوې ده.

په تخار ولایت کې د طالبانو د لوی درستیز او د دغې ډلې د چارواکو ترمنځ د خبرو جزئیات لا نه دي خپاره شوي.

د طالبانو د پوځ مشر په تېرو ورځو کې کندز، پنجشیر او بغلان ته هم سفرونه کړي دي.

درې امریکايي چارواکي د افغانستان پر مسایلو د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۶ GMT+۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو په لړ کې، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې جګپوړي چارواکي روانه اوونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي چې د افغان کډوالو پر وضعیت او د پاکستان او طالبانو تر منځ پر اړیکو خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه بیان کې ویلي، دا کتنې له امریکا سره د افغانستان د وضعیت په ګډون پر یو لړ پراخو مسایلو د روانو خبرو برخه ده.

د اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیټا والس نویس د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) اسلام اباد ته ځي او له اړوندو چارواکو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به د ډسمبر په اوومه اسلام اباد ته ولاړ شي او ورپسې به د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابت هورسټ هم سفر وکړي.

ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې ټام ویسټ به د افغانستان پر عمومي وضعیت او په ځانګړې توګه د پاکستان او طالبانو تر منځ پر اړیکو تمرکز ولري.

د پاکستاني طالبانو په وړاندې د افغان طالبانو د ګام نه اخیستلو وروسته د پاکستان او دغې ډلې تر منځ کړکېچ زیات شوی دی.

د دغې پاکستانۍ ورځپاڼې په وینا، امریکا د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا له هر ډول زیاتوالي اندېښمنه ده، ځکه چې دا په افغانستان کې د بې ثباتۍ لامل کېدای شي.

د دغو کتنو بله برخه به د افغان کډوالو پر وضعیت راټوله وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله به د زیانمنونکو کډوالو د خوندیتوب او د افغان کډوالو د خوندي ځای پر ځای کېدو د چټکتیا په اړه خبرې وکړي.

تر هغه وروسته چې پاکستان د څه باندې ۱.۷ میلیونه بې اسنادو کډوالو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه، تر اوسه یې څه باندې ۴۰۰ زره افغانان اېستلي دي.

د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د هغو افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي لپاره یوه حل لاره ومومي چې په افغانستان کې یې د امریکا له حکومت سره کار کاوه او ټاکل شوې چې دغه کډوال امریکا ته ولیږدول شي.

د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو پر ایستلو د شويو اعتراضاتو اورېدل پیل کړل

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۸ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې تېره ورځ له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره د چمتو شوي غوښتنلیک او په دې اړه دلایل واورېدل او دا چاره لا هم دوام لري.

دغه غوښتنلیک د نومبر په میاشت کې د بشري حقونو د فعالانو، وکیلانو او ځینو سیاستوالو له خوا تر هغه وروسته لاسلیک شو، چې د پاکستان حکومت د اکټوبر په درېیمه پرېکړه وکړه، چې ټول بې اسناده افغان کډوال باید له پاکستان ووځي.‌

وروسته له هغه چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې وروستۍ موده "د نومبر میاشت لومړۍ نیټه" پای ته ورسېده، پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د نیولو، بندي کولو او په زوره افغانستان ته د لیږدولو بهیر پیل کړ.

د بشري حقونو ادارو په وار - وار په پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د افغان کډوالو د نیولو،‌ په زوره افغانستان ته د دوی د لیږلو او دوی سره ناوړه چلند پای ته ورسوي.

له پاکستانه د افغان کډوالو شړل د دې لامل شول، چې پاکستاني فعالان خپل دغه غوښتنلیک سترې محکمې ته وسپاري او له محکمې وغواړي چې د حکومت دا پرېکړه دې لغوه کړي.

دوی د حکومت دغه پرېکړه په پاکستان کې د مېشتو شاوخوا ۴.۴ میلیونو افغانانو کډوالو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه بللې او له محکمې یې غوښتي چې دا پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون خلاف وبولي.‌

د جمعې د ورځې په غوڼډه کې محکمې په غوښتنلیک کې ذکر شوي دلایل واورېدل او له حکومته یې وغوښتل چې په دې اړه د محکمې پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د محکمې غوڼډه تر راتلونکې اونۍ پورې وځڼډول شوه.‌

په همدې حال کې قاضي عایشه ملک وايي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو د حقونو د ساتنې کنوانسیون لاسلیک کړی دی او مجبوره دی چې دې کنوانسیون کې ذکر شوي موارد پلي کړي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د پرېکړې د پایلې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې تر اوسه ۳۷۴ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.‌

د سولې او ولسواکۍ نهضت: په افغانستان کې ټولګډونه حکومت نه بلکې ټولګډونه پروسې ته اړتیا ده

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۵۰ GMT+۰

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ نهضت د ( افغانستان؛د نړۍوالې او سیمه ییزې سیالۍ اغېزې،خنډونه او د حل لارې) تر سرلیک لاندې یو علمي ان لاین کنفرانس جوړ کړ، چې له افغانستان او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه پکې لسګونو سیاستوالو برخه اخیستې وه.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان پر روان وضعیت، راتلونکو کړکېچونو او حل لارو خبرې وکړې.

د کنفرانس په پیل کې د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د نهضت دوراني مشر او د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل وویل؛ اړتیا ده، چې د افغانستان په تېرو، اوسنیو او راتلونکو کړکېچونو بحث وشي او د پخوانیو ناکامو تجربو د تکرار مخه ونیول شي.

نوموړي وویل، چې افغانان د جګړو قربانیان دي او هڅه باید وشي، چې د مذاکراتو له لارې ټول مسایل حل شي.

میاخېل زیاته کړه، چې ښايي په افغانستان کې نړۍ خپلو اهدافو ته رسېدلې وي؛ خو د افغانستان خلک لا هم خپلو اساسي اهدافو ته نه دي رسېدلي او افغانستان په یوه بحراني حالت کې دی.

هغه وویل: “په افغانستان کې پخواني او اوسني ټول سیاستوال ناکام شوي، طالبانو له خپلې لومړۍ دورې تجربه نه ده اخیستې او خپلې ناکامې تېروتنې لا هم تکراروي، چې دا د افغانستان او د خلکو په زیان دي”.

د میاخېل په خبره، چې پخوانیو مجاهدینو هم له خپلو ناکامو تجربو ګټه نه وه اخیستې او په بیا ځل تکرار سره یې افغانستان له اوسني حالت سره مخ کړ.

په یاد کنفرانس کې ډاکتر منیر احمد د افغانستان د اوسني وضعیت، د ګاونډیو هېوادونو پر ګټو او راتلونکي ځانګړی بحث وکړ او ویې ویل، چې که له افغانستان او سیمې سره دا ډول ناپامه چلند کیږي، راتلونکې پایلې به یې نادرستې او له بحران څخه خالي نه وي.

په غونډه کې د یو شمېر سیاسي احزابو د مشرانو سربېره پخوانیو ډېپلوماتانو، د پخواني جمهوري دولت یو شمېر چارواکو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال بیا د کنفرانس ګډونوالو ته د افغانستان د راتلونکي ویرجن کړکېچ خبرداری ورکړ او د افغانستان په اړه یې د یوې نړۍوالې اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، چې په اوس وخت کې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدل ستونزمن شوي؛ ځکه د سیمې هېوادونه د افغانستان په روان حالت کې خپلې ځانګړې غوښتنې او علاقې لري، چې له امله یې سیمه ییزه اجماع نه شي رامنځته کېدلی.

په ورته وخت کې په ویانا کې هم د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو غونډه شوې ده.