د غزې په جنوب کې بریدونو زیاتېدل؛ د اسراییل پوځ د غزې په شمال کې د جبالیا سیمه کلابنده کړې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۴

د اسراییل پوځ د غزې په سویل کې پر اهدافو خپل ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي دي. ويل کيږي، چې په دغو بريدونوکې په لسګونو تنه فلسطيني ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ د غزې تړانګې په شمال کې د جبالیا سیمه کلابنده اعلان کړې ده.

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د جبالیا په سیمه کې یې په عملیاتو کې د حماس وسله والو یو شمېر راکټونه او نورې وسلې نیولې دي.

د اسراییل پوځ وایي؛ په دغه سیمه کې یې د حماس د عامه امنیت مرکز په نښه کړی دی.

د غزې په سوېل کې اوسېدونکو او خبريالانو ويلي، چې د اسراييل په ګڼ مېشته ساحلي سيمه کې د اسراييل په هوايي بريدونو کې هغه سيمې هم شاملې دي، چې اسراييل خلکو ته د پناه ورکولو خبره کړې وه.

اسراییل د نومبر په میاشت کې د غزې د شمال له نیمایي ډېره برخه ونیوله او وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ د یوې اونۍ اوږد اوربند پای ته ورسید، دوی په چټکۍ سره د سویل نیمایي سیمو پورې نفوذ کړی دی.

په همدې حال کې د اسلامي جهاد ډلې چې د حماس متحده ډله ده، ویلي چې د دوی جنګیالي د غزې د جنوبي ښار خان یونس په شمال او ختیځ کې له اسراییلي ځواکونو سره په سختو جګړو بوخت دي.

اسراییل د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ په غزه کې د دوی درې سرتیري وژل شوي دي. د پوځ د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې په غزه کې ۷۸ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

له بلې خوا د غزې په تړانګه د اسراييل د وژونکو بريدونو په اتو اونيو کې د سيمې روغتيايي چارواکو ويلي دي، چې لږ تر لږه ۱۵۸۹۹ فلسطينيان وژل شوي چې ۷۰ سلنه يې ښځې او ماشومان دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ