د امریکا پخوانی سفیر کیوبا ته په جاسوسۍ تورن شوی دی

د متحده ایالاتو یو پخوانی ډېپلومات د کیوبا د حکومت لپاره په څلوېښت کلنې جاسوسۍ تورن شوی دی.

د متحده ایالاتو یو پخوانی ډېپلومات د کیوبا د حکومت لپاره په څلوېښت کلنې جاسوسۍ تورن شوی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي، چې دوی ۷۳ کلن ویکتور مانویل روچا له ۱۹۸۱ کال راهیسې د کیوبا استخباراتو سره د اجنټ په توګه پر کار کولو تورن کړی دی.
نوموړي په همدغه کال د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړې وه.
روچا چې له ۲۰۰م کال څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې په بولیویا کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه د دندې د ترسره کولو ترڅنګ په ډېرو نورو دولتي دندو کې هم کار کړي، په دې تورن دی چې محرم اسنادو او د بهرني سیاست په اړه معلومات یې له کیوبا سره شریک کړي.
د لوی څارنوال میرک ګارلینډ په وینا؛ د روچا ماموریت د متحده ایالاتو په حکومت کې د یو بهرني جاسوس د ځای پر ځای کېدو تر ټولو د لوړې سطحې او اوږدې مودې قضیه ده.
روچا په خټه کیوبایې دی او په ۱۹۷۸ کال کې د امریکا دایمي اقامت یا ګرین کارټ ترلاسه کړی و.


د بشري حقونو د څار ادارې له سپوږمکۍ څخه د اخیستل شویو تصویرونو له ارزونې وروسته په یو راپور کې ویلي، چې په غزه کې باغونه، ګلخانې او زراعتي ځمکې د اسريیلي ځواکونو د ځمکني یرغل له پیل راهیسې له خاورو سره خاورې شوي او دغه چارې د خوراکي توکو د جدي کمښت په اړه اندېښنې راپورته کړي.
د بشري حقونو د څار د راپور له مخې؛ اسراییلي پوځ ویلي، چې په دې وروستیو اونیو کې یې د بیت حانون په سیمه کې چې د یوې ناڅرګندې کرنیزې سیمې په ګډون د تونلونو او نورو پوځي اهدافو د پاکولو لپاره پوځي عملیات کړي دي.
د جګړې قوانین په ملکي وګړو یا ملکي سیمو بریدونه منع کړي، بې توپیره بریدونه او هغه بریدونه چې ملکي وګړو ته زیان رسوي نامناسب بلل شوي دي.
د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دوامداره پاملرنه وکړي.
د غزې په شمال ختیځ کې او د بیت حانون په شمال کې هغه سیمې چې یو وخت شنې کرنیزې ځمکې وې، اوس وچې او ویجاړې شوې دي.
دغه زراعتي ځمکې او باغونه په لومړي ځل د اکټوبر په وروستیو کې د اسراییل د ځمکني برید وروسته زیانمنې شوې وې.
په دغو سیمو کې بلډوزرونو نوې لارې جوړې کړې، چې د اسراییل پوځي موټر سیمې ته لاسرسی پېدا کړي.
خو د نومبر میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې اسراییلي ځواکونو دغه سیمه ونیوله، د سپوږمکۍ د تصویرنو له مخې داسې ښکاري چې په سیمه کې شته کروندې او ګلخانې په سیستماتیک ډول ویجاړ شوي او اوس هلته یوازې شګې او خاورې لیدل کیږي.
بزګرانو په دې سیمه کې د لیمو، کچالو، او یو شمېر نورو میوو په ګډون رنګارنګ فصلونه کرلي وو، چې د ځینو میوو ونو د ثمر ورکولو لپاره کلونه وخت نیولی و او د فلسطین د خلکو د خوړو توکو سرچینه وه. ځینې کروندې او باغونه په یوه ورځ کې ویجاړ کړل شوي دي.
له سپوږمکۍ په لوړ کیفیت اخیستل شوي انځورونه ښیې، چې د کروندو او باغونو د ویجاړولو لپاره بلدوزرونه کارول شوي.
په پخوانیو کروندو او باغونو کې د بلدوزرونو د ګرځېدو نښې او د کروندو په شاوخوا کې د خاورو ډېرۍ لیدل کیږي. اسرايیل په وار - وار په غزه کې د سیمو د ویجاړولو لپاره زغروال بلدوزرونه کارولي دي.
په غزه کې د خوړو د خوندیتوب سیسټمونو له منځه تللو سره د خوړو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د اسراییل د محاصرې له امله په غزه کې مېشت دوه میلیونه فلسطینیان د لوږې، د خوړو د خوندیتوب د نه شتون او د خوراکي توکو د سرچینو له لاسه ورکولو سره مخامخ دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اعلان کړی، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې ۶۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. دغې کمېټې ویلي دي، چې په غزه کې خبریالان له ډېرو خطرونو سره مخامخ دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوشنبې په ورځ ( لیندۍ۱۳ مه ) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې په غزه کې خبریالان له ویجاړونکو هوايي بریدونو، د اړیکو له ګډوډۍ، د سرچینو له کمښت او د برېښنا له پرې کېدو سره مخامخ دي.
دغې کمېټې ویلي، چې په وژل شویو خبریالانو کې ۵۴ فلسطیني، څلور اسراییلي او درې لبناني خبریالان شامل دي.
د دغې کمېټې د موندنو له مخې؛ د حماس او اسراییل ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې د ډسمبر تر څلورمې نېټې پورې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د خبریالانو د ملاتړ کمېټې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې موده کې درې خبریالان ورک شوي او ۱۹ نور خبریالان نیول شوي دي.
دا کمېټه د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ورکېدو، نیول کېدو، ټپي کېدو یا ګواښونو په اړه بېلابېل راپورونه څېړي.
دغې کمېټې ليکلي، چې د فلسطيني خبريالانو ټولنې د قوس په ۱۲ مه نېټه تاييد کړه، چې د قدس ټلوېزيون يو خبريال د غزې په تړانګه کې د اسراييل په بمبارۍ کې وژل شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې رفایلا ایودیس په کابل کې د افغانانو سره په بېلا- بیلو برخو کې دغه مرسته اعلان کړه او ويلي یې دي، چې دا یې د ژمنو دوام دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره رفایلا ایودیس د کابل څخه پر خپله ايکس پاڼه په يوې ويډيوي پيغام کې ويلي، چې دا ۱۴۳ ميلونه یورو نوې بوديجه ده، چې د اروپايي اتحاديې د ۶۰ ميلونو يورو سربيره به له افغانستان سره کيږي.
اروپايي اتحاديې يوه میاشت مخکې د افغانستان لپاه ۶۰ میليونو یورو مرسته اعلان کړې وه.
ايوديس ويلي، چې نوې بوديجه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستي، خصوصي سکتور د پياوړتيا، روغتيا او په هرات کې د زلزله خپلو کورنيو د لاس نیوي په خاطر شوې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره نن تورخم ته هم تللې وه او هلته یې د افغان کډوالو او بشري مرسته کوونکو ادارو د فعاليتنونو څخه ليدنه هم کړې ده.
هغې پر خپل ايکس پاڼه تصويرونه هم خپاره کړي، چې په تورخم کې د افغان کډوالو، يونيسيار او نورو مرسته کوونکو ادارو کارونه ارزيابي کوي.

د ایران د بهرنۍ پانګونې ټولنې مشر اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې ډېری غوښتونکي افغانان دي. دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د افغانستان د پانګونې د پروژو ارزښت شاوخوا دوه میلیونه ډالره دی.
د بهرنۍ پانګونې د ټولنې مشر حسین سلیمي د ایران د کار ادارې (ایلنا) خبري اژانس ته وویل، چې افغانان غواړي په کوچنیو پروژو کې پانګونه وکړي، په داسې حال کې چې د چین او ترکیې په څېر هېوادونه غواړي چې د څه باندې ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په پروژو کې پانګونه وکړي.
دغه ايراني چارواكي وايي، سږ كال په ايران كې د بهرنۍ پانګونې لپاره د صادر شويو جوازونو ارزښت څلور ملياردو ډالرو ته رسېږي او دغه جوازونه د افغانستان، تركيې، چين، عراق او د منځنۍ اسيا او اروپا هېوادونو پانګوالو ته صادر شوي دي.
حسین سلیمي همدا راز وویل، اسلامي خونې پرېکړه کړې، چې په هېواد کې د فعالو شرکتونو درجه بندي او له یو بل سره همکاري وکړي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان سوداګرو او پانګوالو په ګډون د ژوند له بېلابېلو څانګو څخه ګڼ شمېر افغانان ایران ته کډوال شو.
په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د استوګنې له اسنادو پرته د مهاجرینو په خپله خوښه او جبري وتلو بهیر تېز شوی دی.

د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تېره شپه یې د غزې په تړانګه کې په خپلو بریدونو کې د حماس ډلې ۲۰۰ مرکزونه په نښه کړل.
په بیان کې ویل شوي، چې اسراییلي پوځیانو د غزې تړانګې په شمال کې د بیت حانون په یوه ښوونځي کې د حماس تونلونه کشف او ویجاړ کړي دي.
د دغه رپوټ له مخې؛ د اسراییل پوځ هم د دغه ښونځي په احاطه کې د دوو تونلونو د ننوتلو او یو شمېر وسلو په موندلو بریالی شوی دی.
اسرایيلي رسنیو په غزه کې د دغه هېواد د پوځي عملیاتو د پراخېدو خبر ورکړی.