اروپايي اتحاديې د افغانستان لپاره ۱۴۳ ميلونه یورو نوې مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې رفایلا ایودیس په کابل کې د افغانانو سره په بېلا- بیلو برخو کې دغه مرسته اعلان کړه او ويلي یې دي، چې دا یې د ژمنو دوام دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې رفایلا ایودیس په کابل کې د افغانانو سره په بېلا- بیلو برخو کې دغه مرسته اعلان کړه او ويلي یې دي، چې دا یې د ژمنو دوام دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره رفایلا ایودیس د کابل څخه پر خپله ايکس پاڼه په يوې ويډيوي پيغام کې ويلي، چې دا ۱۴۳ ميلونه یورو نوې بوديجه ده، چې د اروپايي اتحاديې د ۶۰ ميلونو يورو سربيره به له افغانستان سره کيږي.
اروپايي اتحاديې يوه میاشت مخکې د افغانستان لپاه ۶۰ میليونو یورو مرسته اعلان کړې وه.
ايوديس ويلي، چې نوې بوديجه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستي، خصوصي سکتور د پياوړتيا، روغتيا او په هرات کې د زلزله خپلو کورنيو د لاس نیوي په خاطر شوې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې شارژادفيره نن تورخم ته هم تللې وه او هلته یې د افغان کډوالو او بشري مرسته کوونکو ادارو د فعاليتنونو څخه ليدنه هم کړې ده.
هغې پر خپل ايکس پاڼه تصويرونه هم خپاره کړي، چې په تورخم کې د افغان کډوالو، يونيسيار او نورو مرسته کوونکو ادارو کارونه ارزيابي کوي.

د ایران د بهرنۍ پانګونې ټولنې مشر اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې ډېری غوښتونکي افغانان دي. دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د افغانستان د پانګونې د پروژو ارزښت شاوخوا دوه میلیونه ډالره دی.
د بهرنۍ پانګونې د ټولنې مشر حسین سلیمي د ایران د کار ادارې (ایلنا) خبري اژانس ته وویل، چې افغانان غواړي په کوچنیو پروژو کې پانګونه وکړي، په داسې حال کې چې د چین او ترکیې په څېر هېوادونه غواړي چې د څه باندې ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت په پروژو کې پانګونه وکړي.
دغه ايراني چارواكي وايي، سږ كال په ايران كې د بهرنۍ پانګونې لپاره د صادر شويو جوازونو ارزښت څلور ملياردو ډالرو ته رسېږي او دغه جوازونه د افغانستان، تركيې، چين، عراق او د منځنۍ اسيا او اروپا هېوادونو پانګوالو ته صادر شوي دي.
حسین سلیمي همدا راز وویل، اسلامي خونې پرېکړه کړې، چې په هېواد کې د فعالو شرکتونو درجه بندي او له یو بل سره همکاري وکړي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان سوداګرو او پانګوالو په ګډون د ژوند له بېلابېلو څانګو څخه ګڼ شمېر افغانان ایران ته کډوال شو.
په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د استوګنې له اسنادو پرته د مهاجرینو په خپله خوښه او جبري وتلو بهیر تېز شوی دی.

د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تېره شپه یې د غزې په تړانګه کې په خپلو بریدونو کې د حماس ډلې ۲۰۰ مرکزونه په نښه کړل.
په بیان کې ویل شوي، چې اسراییلي پوځیانو د غزې تړانګې په شمال کې د بیت حانون په یوه ښوونځي کې د حماس تونلونه کشف او ویجاړ کړي دي.
د دغه رپوټ له مخې؛ د اسراییل پوځ هم د دغه ښونځي په احاطه کې د دوو تونلونو د ننوتلو او یو شمېر وسلو په موندلو بریالی شوی دی.
اسرایيلي رسنیو په غزه کې د دغه هېواد د پوځي عملیاتو د پراخېدو خبر ورکړی.

د ترکیې ولسمشر وویل، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید پر غزې د اسراییل د بریدونو په خاطر د "جنګي مجرم" په توګه محاکمه شي. رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې وویل: "غزه د فلسطین خاوره ده او تل به د فلسطینیانو ملکیت وي".
په همدې حال کې جرمني له غزې څخه خوندي سیمو ته د خلکو د تګ د احتمال غوښتنه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې اسراییل باید نه یوازې د غزې خلکو ته خوندي سیمو ته د تګ لارښوونه وکړي، بلکې هغوی ته دې امکانات هم برابر کړي.
هغه زیاته کړه، چې اسراییل باید د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي او بشري قوانین مراعات کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم اردوغان پر غزې د برید له امله نتنیاهو د غزې د خلکو د قاتل په توګه یاد کړی و.

ایسنا خبري اژانس په یوه راپور کې د کرمانشاه ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د رییس په حواله ویلي، چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې افغان کډوال له اوسېدو او کار کولو څخه منع شوي دي.
حمزه سلیماني ویلي، چې د ملي امنیت د عالي شورا له لارښوونې سره سم د روان کال له پیل راهیسې په کرمانشاه کې د «غیر قانوني اتباعو د پېژندلو، نیولو او شړلو» د پلان اته مرحلې عملي شوي دي.
نوموړي د هغو ۱۵ نورو ولایتونو نومونه وانه خیستل چې د افغان اتباعو شتون پکې منع دی؛ خو سیمه ییزو رسنیو د ختیځ اذربایجان، لویدیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لورستان، چهارمحل او باختري، ګیلان، مازندران، سیستان و بلوچستان، هرمزګان او همدان نومونه یاد کړي دي.
په وروستیو اونیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه او ویډیوګانې خپرې شوې، په میبود کې د یوه ۱۷ کلن هلک له وژل کېدو وروسته څو کسانو په ښار کې د افغانانو پر کورونو برید وکړ او د هغوی کورونو ته یې اور واچاوه.
د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دې وروستیو کې ویلي وو، چې د طالبانو په مشرۍ له حکومت څخه یې غوښتي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
وحيدي په ايران کې د مېشتو افغانانو شمېر شاوخوا پنځه ميليونه اټکل کړى دى.
هغه وویل چې "قانوني کډوالو ته به د پېژندنې په موخه یو ځانګړی کوډ ورکړل شي؛ خو د پېژندپاڼې حیثیت نه لري".

هم مهاله په هرات کې د هزاره ګانو د هدفي وژنو پر ضد لاریونونه روان دي، د طالبانو والي د دغه ولایت مشرانو او مخورو شیعه ګانو ته ویلي، چې د دوی په نظام کې هېڅ ډول تعصب او تبعیض نه شته.
خو نور محمد اسلام جار په عربي ژبه په یوه کتاب کې شیعه ګان د «تکفیري فرقې» او «د تاریخ په اوږدو کې د کفارو ملګري» بللي دي.
که څه هم پر شیعه ګانو په تېره بیا پر هزاره ګانو بریدونه د داعش په څېر افراطي ډلو ته منسوبېږي؛ خو د طالب چارواکو دا ډول څرګندونې هم څه نه وې نه دي.
د لیندۍ په ۱۱ مه، د طالبانو والي د شیعه او هزاره مشرانو سره ژمنه وکړه چې دا ډله به "د ټولو افغانانو ساتنه کوي".
هغه دا تاوتریخوالی د "دښمنانو د وېشلو" پایله وبلله.

د شیعه ګانو د رد په اړه د کتاب لیکوال
نور احمد اسلام جار په ۱۴۰۰ کال د ثور په میاشت کې په عربي ژبه یو کتاب لیکلی، چې عنوان یې «معتمد ماترید من معتقد ماترید» دی. د یو فصل یوه برخه شیعه ګانو ته وقف شوې ده.
د دې کتاب د لیکوال نظر د شیعه ګانو پر وړاندې دښمني د هغوی له دین څخه منکرېدل ښودلې ده.
د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس د دوشنبې په ورځ «لیندۍ ۱۳ مه» د افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې «معتمد ماترید من معتقد ماترید» په هرات کې د طالبانو د والي نور احمد اسلام جار له خوا لیکل شوی دی.
د دې کتاب په ۱۷۴ مخ کې ښاغلي اسلام جار «شیعه مذهب» د «قبري فرقې او تکفیریه» په توګه معرفي کړی، چې د ده په وینا؛ «د عبدالله ابن سبا یهودي» له خوا تاسیس شوی دی.
د لیکوال له نظره "په امامت باور" چې د شیعه مذهب له پنځو اصولو څخه دی، د ختم نبوت، توحید، او حتا د قران په تحریف باور لري.
اټکل کېږي، چې په نړۍ کې د دغه اسلام د پیروانو شمېر له ۱۵۴ میلیونو څخه تر ۲۰۰ میلیونو پورې دی.
دوی په عراق، ایران، بحرین، اذربایجان او یمن کې اکثریت لري.
په افغانستان کې د شیعه ګانو د پام وړ نفوس هم ژوند کوي.
په افغانستان کې د داعش د بریدونو له زیاتېدو وروسته، دغه مذهبي توکمیزه ډله په پرله پسې ډول له خونړیو بریدونو سره مخ ده.
په هرات کې د طالبانو والي چې ځان د "حدیث شیخ" او "د حدیثو ښوونکی" بولي، په خپل کتاب کې شیعه ګان "صحابه کرامو ته په سپکاوي" تورن کړي دي.
هغه په دې باور دی، چې شیعه د تاریخ په اوږدو کې "د مسلمانانو په منځ کې د کفارو د لاسونو وسیلې دي".
دا لا څرګنده نه ده، چې دغه کتاب تر کومه حده د شیعه ګانو په اړه د طالبانو د نورو چارواکو نظر څرګندوي؛ خو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې "دا کتاب د طالبانو په ځینو ښوونځیو کې تدریسيږي".
په هرات ولایت کې چې له ایران سره ګډه پوله لري، د شیعه ګانو او هزاره ګانو لوی نفوس ژوند کوي.
له طالبانو سره له مذهبي او سیاسي اختلافاتو سره - سره د ایران اسلامي جمهوریت له دغې سني اسلامي ډلې سره ښې اړیکې لري.
د شیعه ګانو په اړه تکفیری نظر
په هرات کې د طالبانو والي په خپل کتاب کې شیعه ګان "کافر" بللي او د اسلام د پیغمبر اصحابو ته په سپکاوي تورنوي.
په همدې حال کې هغه لیکلي: "د ټولو شیعه ګانو په تکفیر کې باید احتیاط وشي، ځکه چې ممکن د دوی په منځ کې داسې خلک وي چې د ناپوهۍ له امله په دې مذهب ایمان او باور پیدا کړی وي".
د افغانستان او پاکستان په څېر هېوادونو کې سني افراطي ډلو په وار - وار شیعه ګان "مشرک او ملحد" بللي او د هغوی پر عبادت ځایونو یې بریدونه کړي دي.
که څه هم په هرات کې د طالبانو والي په دې کتاب کې د شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه دی ښودلی؛ خو هغه له هغو افراطي ډلو سره موافق دی، چې په پاکستان او افغانستان کې شیعه ګان د کافر په نوم وژني.
په تېرو دوو ورځو کې هرات ښار د دوو دیني عالمانو او څلورو شیعه هزاره ښځو د وژنې له امله د هزاره ګانو د مظاهرو شاهد و.
له دې پېښې وروسته د جمعې په ورځ د لیندۍ د میاشتې په لسمه نېټه د هرات اوسېدونکو د جبریل په سیمه کې د وژل شویو کسانو د جسدونو په لېږدولو سره د هزاره ګانو او شیعه ګانو د وژلو پر ضد لاریون وکړ.
په تېرو میاشتو کې هرات د شیعه دیني عالمانو د یو لړ وژنو شاهد و، چې تر ډېره "ناپېژاندو وسله والو" ته منسوب وو.
په هرات کې د شیعه دیني عالمانو د وژنو له لړۍ وروسته ګڼو کسانو د داعش تر څنګ پر طالبانو هم تور پورې کړی دی.
منتقدین وايي، چې د هزاره او شیعه ګانو په وړاندې د تبعیض په برخه کې د طالبانو ۲۳ کلن ریکارډ ته په پام سره، دا ډله په هرات کې د شیعه دیني عالمانو د وژنو د لړۍ مسووله کېدی شي.
طالبان تورن دي، چې د ۱۳۷۷ کال د اسد په میاشت کې مزارشریف ښار ته له ننوتلو وروسته په مزارشریف کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو په پراخه کچه قتل عام کړی.
دغه ډله په ۱۳۷۹ کال کې په یکاولنګ کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو په ډله ییزه وژنه هم تورنه ده.
