• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې ولسمشر: نتنیاهو باید د جنګي مجرم په توګه محاکمه شي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر وویل، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید پر غزې د اسراییل د بریدونو په خاطر د "جنګي مجرم" په توګه محاکمه شي. رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې وویل: "غزه د فلسطین خاوره ده او تل به د فلسطینیانو ملکیت وي".

په همدې حال کې جرمني له غزې څخه خوندي سیمو ته د خلکو د تګ د احتمال غوښتنه کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې اسراییل باید نه یوازې د غزې خلکو ته خوندي سیمو ته د تګ لارښوونه وکړي، بلکې هغوی ته دې امکانات هم برابر کړي.

هغه زیاته کړه، چې اسراییل باید د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي او بشري قوانین مراعات کړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم اردوغان پر غزې د برید له امله نتنیاهو د غزې د خلکو د قاتل په توګه یاد کړی و.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

۵

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د ۱۶ ولایتونو نومونه په ډاګه شول چې پکې د افغانانو پر کار او اوسېدو بندیز لګېدلی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۰

ایسنا خبري اژانس په یوه راپور کې د کرمانشاه ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د رییس په حواله ویلي، چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې افغان کډوال له اوسېدو او کار کولو څخه منع شوي دي.

حمزه سلیماني ویلي، چې د ملي امنیت د عالي شورا له لارښوونې سره سم د روان کال له پیل راهیسې په کرمانشاه کې د «غیر قانوني اتباعو د پېژندلو، نیولو او شړلو» د پلان اته مرحلې عملي شوي دي.

نوموړي د هغو ۱۵ نورو ولایتونو نومونه وانه خیستل چې د افغان اتباعو شتون پکې منع دی؛ خو سیمه ییزو رسنیو د ختیځ اذربایجان، لویدیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لورستان، چهارمحل او باختري، ګیلان، مازندران، سیستان و بلوچستان، هرمزګان او همدان نومونه یاد کړي دي.

په وروستیو اونیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه او ویډیوګانې خپرې شوې، په میبود کې د یوه ۱۷ کلن هلک له وژل کېدو وروسته څو کسانو په ښار کې د افغانانو پر کورونو برید وکړ او د هغوی کورونو ته یې اور واچاوه.

د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دې وروستیو کې ویلي وو، چې د طالبانو په مشرۍ له حکومت څخه یې غوښتي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

وحيدي په ايران کې د مېشتو افغانانو شمېر شاوخوا پنځه ميليونه اټکل کړى دى.

هغه وویل چې "قانوني کډوالو ته به د پېژندنې په موخه یو ځانګړی کوډ ورکړل شي؛ خو د پېژندپاڼې حیثیت نه لري".

د طالبانو دفاع وزیر د اسلامي نړۍ علماو ته: فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزیر د اسلامي نړۍ له عالمانو سره د لیدنې پرمهال ویلي، څه ډول چې طالبان د نړۍ د سترو قدرتونو په مقابل کې بریالي شول، فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي. ملا یقعوب وویل، د فلسطين مساله نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی.

د طالبانو د دفاع وزارت نن دوشنبه د ( لیندۍ ۱۳ مه ) پر اېکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې تېره ورځ ماښام د اسلامي نړۍ علماو لوړ پوړي پلاوي د طالبانو دفاع له وزیر سره لیدلي دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې په لیدنه کې ملا یعقوب د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې له شک پرته، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
د طالبانو دفاع وزیر پر غزې د اسراییلو بمباري وحشیانه وبلله.

د اسلامي نړۍ علمانو پلاوي په استازیتوب علي محمد "قره داغي"خبرې وکړې.

د اسلامي نړي علماو پلاوي د طالبانو له یو شمېر نورو چیکپوړو چارواکو سره هم ناستې درلودې.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته سرچینې وايي؛ د اسلامي نړۍ د علماو پلاوي له طالب مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم او ښځو ته د کار اجازه ورکړي؛ ترڅو د اسلامي نړۍ د علماو غاړه خلاصه وي.

دغه سرچینه زیاتوي؛ طالب چارواکو دغه پلاوي ته مثبت او قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.

طالبان که څه هم د دغو ناستو په اړه د دې ډلې په خوښه څرګندونې په خبرپاڼو کې راخلي؛ خو تراوسه پورې د اسلامي نړۍ د علماو له دغو څرکندونو یادونه نه ده کړې.

ايراني رسنۍ: په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۲ GMT+۰

د ایران رسنۍ د خراسان سرحدي قوماندان له قوله وايي، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان، يې افغانستان ته استولي دي. ویل کیږي دا هغه کډوال و چې په ايران کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته اوسېدل.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د دغه هیواد د خراسان ولایت سرحدي قوماندان له قوله لیکلي دي چې، په ایران کې د اوسیدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرونکي ۱۶ زره افغان کډوال یې د تایبا سرحد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران خراسان ولایت سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «په ایران کې د بهرنیو هیوادونو د بې اسناده اتباعو سره د چلند په موخه په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان پیژندل شوي او د تایبا بندر له لارې مو بېرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي»

نوموړی زیاتوي یاد افغان کډوال یې د خراسان سرحدي ځواکونو له لوري د افغانستان استازو ته سپارلي دي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۲۸ زره افغان کډوال چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسېدل بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

اسرايیلی پوځ: په غزه کې د حماس پر وړاندې ځمکني عملیات پراخوو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۰ GMT+۰

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، د دغه هېواد پوځ په ټوله غزه کې عملیات کوي او د حماس د ټولو مرکزونو پر ضد ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي. دانیل هاګاری زیاته کړه: «د اسراییل پوځ له ترهګرو سره مخامخ کیږي او هغوی وژني.»

په ورته وخت کې د اسراییل د کورني امنیت ادارې مشر رونن بار هم اعلان کړی چې د دغه هېواد د کابینې موخه نه یوازې په غزه او فلسطیني سیمو کې بلکې په ترکیه او قطر کې هم د حماس او د هغوی د مشرانو له منځه وړل دي.

نوموړي وویل چې کیدای شي دغې موخې ته د رسېدو لپاره څو کاله وخت ونیسي، خو دا کار به ترسره کړي.

ملګرو ملتونو خبر ورکړی دی چې د تلې میاشتې په ۱۵مه نیټه د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د غزې ۷۵ سلنه اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.

له بلې خوا د حماس لوړپوړي وياند له بلجيم او اسپانيې غوښتي دي چې د اسراییل د جنایتونو د معلوماتو لپاره دې له غزې څخه د لیدنې په موخه د يوه اروپايي غورځنګ مشري وکړي.

د حماس ډلې یاد وياند اسامه حمدان اسرایيل د لنډمهال اوربند په سرغړونې تورن کړ او ويې ويل: «همدا اسرایيل و چې د تبادلې او اوربند له تړون څخه يې سرغړونه وکړه او بمباري يې پيل کړه.»

هغه زیاته کړه چې سوېلي غزې ته د اسراییل د ننوتلو او د حماس ډلې د دفاع لپاره د اغېز په اړه خبرې اوس هم د رسنیو بحث دی.

داعش په فیلیپین کې د خونړۍ چاودنې مسوولیت منلی دی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۷ GMT+۰

د فیلیپین په سوېل کې د کاتولیکانو د عبادت په مراسمو کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي دي. داعش د دې چاودنې مسوولیت منلی دی. برید د یکشنبې په ورځ د فیلیپین په سوېل کې د پوهنتون په یوه لوبځي کې وشو.

د داعش یوې څانګې چې د دغه هیواد په سوېل کې د مراوی په ښار کې فعاله ده، په ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې غړو یې دغه ځای پر ځای شوی بم چوولی دی.

د فیلیپین ولسمشر فرډینند مارکوس جونیور دغه برید «د بهرنیو ترهګرو تر ټولو احمقانه او وحشیانه عمل» بللی او په کلکه یې غندلی دی.

د فیلیپین د دفاع وزیر ژیلبرټو تیودورو وویل چې په دغه بمي چاودنه کې «د بهرني لاس قوي نښې» څرګندې دي، خو هغه له نورو جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه.

دغه برید وروسته له هغه شوی چې د فیلیپین امنیتي ځواکونو له خوا په مراوی کې د داعش د وفادارو ځواکونو پر وړاندې یو لړ عملیات شوي. د دغه هېواد دفاع وزیر هم ویلي، چې د نن ورځې چاودنه ښايي یو غچ اخیستونکی برید وي.

داعش د ۲۰۱۷ کال په مئ میاشت کې د مراوی ښار د څو میاشتو لپاره ونیو. له هغه وروسته د اسلامپالو وسله والو او فلیپیني ځواکونو ترمنځ په پنځه میاشتنۍ جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون تر ۱۰۰۰ډېر کسان وژل شوي وو.