• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعش په فیلیپین کې د خونړۍ چاودنې مسوولیت منلی دی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۷ GMT+۰

د فیلیپین په سوېل کې د کاتولیکانو د عبادت په مراسمو کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي دي. داعش د دې چاودنې مسوولیت منلی دی. برید د یکشنبې په ورځ د فیلیپین په سوېل کې د پوهنتون په یوه لوبځي کې وشو.

د داعش یوې څانګې چې د دغه هیواد په سوېل کې د مراوی په ښار کې فعاله ده، په ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې غړو یې دغه ځای پر ځای شوی بم چوولی دی.

د فیلیپین ولسمشر فرډینند مارکوس جونیور دغه برید «د بهرنیو ترهګرو تر ټولو احمقانه او وحشیانه عمل» بللی او په کلکه یې غندلی دی.

د فیلیپین د دفاع وزیر ژیلبرټو تیودورو وویل چې په دغه بمي چاودنه کې «د بهرني لاس قوي نښې» څرګندې دي، خو هغه له نورو جزئیاتو ورکولو ډډه وکړه.

دغه برید وروسته له هغه شوی چې د فیلیپین امنیتي ځواکونو له خوا په مراوی کې د داعش د وفادارو ځواکونو پر وړاندې یو لړ عملیات شوي. د دغه هېواد دفاع وزیر هم ویلي، چې د نن ورځې چاودنه ښايي یو غچ اخیستونکی برید وي.

داعش د ۲۰۱۷ کال په مئ میاشت کې د مراوی ښار د څو میاشتو لپاره ونیو. له هغه وروسته د اسلامپالو وسله والو او فلیپیني ځواکونو ترمنځ په پنځه میاشتنۍ جګړه کې د ولسي وګړو په ګډون تر ۱۰۰۰ډېر کسان وژل شوي وو.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

۵

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

•
•
•

نور کیسې

ایران: په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید ډېر شوی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۹ GMT+۰

د ایران د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مشر سکندر مومني په افغانستان کې د مخدره توکو د کښت د کموالي په اړه له راپورونو سره - سره په دغه هېواد کې د نشه یې توکو د تولید د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړی.

مومني ویلي، چې په افغانستان باید د مخدره توکو سره د مبارزې، د روږدي کېدو او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي او د روږدو کسانو د درملنې لپاره یوه هر اړخیزه پالیسي جوړه کړې.

نوموړي ویلي، چې د مخدره توکو د کرکیلې په اړه د طالبانو ادعاوې سمې نه دي او د کرکیلې د کمېدو په اړه کوم شواهد هم نه لیدل کیږي؛ بلکې د هغه څه پر خلاف چې طالبان یې ادعا کوي، د مخدره توکو تولید په افغانستان کې ډېر شوی چې ټولې نړۍ ته یو ګواښ جوړوي.

د ایراني چارواکو په وینا؛ په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید د ډېرېدو له امله په ایران کې د مخدره توکو د نیولو په قضیو کې ۱۱ سلنه ډېروالی راغلی او یوازې سږکال د مخدره توکو د نیولو پر مهال د مخدره توکو سره د مبارزې د ادارې ۱۳ کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

جان بولټن: کانګرس باید د اوکراین ملاتړ وکړي که نه روسیه به جګړه وګټي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په کانګرس غږ کړی، چې "ژر تر ژره" د اوکراین لپاره اضافي مرستې تصویب کړي. نوموړي خبرداری ورکړ، چې که چېرې امریکا اقدام ونه کړي روسیه به له اوکراین څخه جګړه وګټي.

د کانګرس ډېری جمهوري غوښتونکي غړي د اوکراین سره د اضافي مرستو مخالف دي.

دوی وايي؛ په داسې حال کې چې د بایډن حکومت د کډوالو پرمخ د امریکا د پولو د تړلو په برخه کې اقدام نه کوي، دوی ولې باید اوکراین سره اضافي مرستې تصویب کړي؟

بولټن د یکشنبې په ورځ یو امریکايي راډیویي پروګرام کې وویل: "که موږ له اوکراینیانو سره مرسته ونه کړو؛ نو روسیه به دا جګړه وګټي".

هغه زیاته کړه چې: "زه فکر کوم چې موږ لا ډېر څه کولی شو".

نوموړي وویل، چې کانګرس باید پر بایډن فشار راوړي چې د اوکراین سره د داسې یوې ستراتیژۍ په جوړولو کې مرسته وکړي چې څنګه دغه جګړه ګټلی شي.‌

د هغه په وینا؛ یوازې د روسیې له خوا د اوکراین د نیولو مخنیوی کافي نه دی.‌

پولټن زیاته کړه، چې اوکراینیان دا اندېښنه لري چې ښایي دوی د امریکا ځینې مرستې له لاسه ورکړي او ټینګار یې وکړې، چې اوکراین سره باید هغه مرسته وشي چې دوی ورته اړتیا لري.‌

د ملي امنیت پخواني سلاکار زیاته کړه، چې متحده ایالات باید په دې اړه اندېښمنه وي، چې روسیه هڅه کوي په احتمالي مذاکراتو کې برلاسه وي، په داسې حال کې چې روسیې عسکر په جګړه کې برلاسي نه دي.‌

د طالبانو د سترې محکمې مشر:‌ اسلامي هېوادونه د غزې د وضعیت په اړه چپه خوله پاتې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د دې ډلې د سترې محکمې مشر او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په اسلامي هېوادونو نیوکه کړې، چې په غزه کې په روان وضعیت چوپه خوله پاتې دي.‌

نوموړي د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې له استازو سره په کتنه کې ويلي، چې په غزه کې د مسلمانانو اوسنی حالت ډېر خواشینوونکی دی او د غزې اوسېدونکي په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي.

حقاني د اسلامي‌ هېوادونو پر مشرانو نیوکه کړې، چې نه یوازې د غزې د خلکو ملاتړ یې نه دی کړی؛ بلکې په دې اړه بیخي چوپ پاتې دي.

هغه زیاته کړې:‌ “کفري نړۍ د غاصبو اسراییلو د وحشتونو ملاتړ کړی او هر ډول همکاري ورسره کوي”.

حقاني ټینګار کړی، چې په ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه پر عالمانو لازمه ده چې د نړۍ په هر ګوډ کې د “مظلومو” مسلمانانو لاس نیوی وکړي.

دا چې د غزې، فلسطین او یو شمېر نورو هېوادونو له خلکو سره طالبانو څه مرسته کړې او که نه په اړه نوموړي څه نه دي ویلي.

د پاریس پولیسو هغه کس نیولی چې ویل کیږي یو الماني سیلانی یې وژلی او ۲ نور یې ټپیان کړي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د اسوشییټیډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو هغه سړی نیولی چې د شنبې په شپه یې په پاریس کې پر سیلانیانو برید کړي، یو المانی سیلاني یې په چاقو وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه ۲۵ کلن فرانسوي چې اوس د پولیسو په بند کې دی؛ تر دې وړاندې د یو تاوتریخجن جرم د پلانولو له امله څلور کاله بندي شوی وو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین ویلي، چې دغه کس له نیول کېدو وروسته په افغانستان او فلسطین کې د مسلمانانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ادعا یې وکړه، چې فرانسه هم په دې وژنو کې شریکه ده.‌ نوموړي ويلي، چې بریدګر ظاهراً د «الله اکبر» ناره هم پورته کړې وه.

درمانین خبریالانو ته ویلي: “دغه کس د نورو کسانو وژلو ته هم چمتو و”.

د تروریزم ضد څارنوالۍ دفتر تایید کړه، چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړي دي.

بریدګر د چاقو سره یوې جرمنۍ جوړې پسې تللی، سړی یې وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په وینا؛ بریدګر چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، په ۲۰۲۰ کال کې له څلورو کلونو زندان وروسته خوشې شوی و؛ خو تر څارنې او رواني درملنې لاندې و.

دغه بریدګر په پاریس کې زېږدلی او تر برید وړاندې یې د پاریس په سویل کې د ایسون په سیمه کې د خپل مور او پلار سره ژوند کاوه.

نوموړي ویلي، چې که پولیسو مداخله نه وی کړی او بریدګې یې نه وی نیولی؛ نورو کسانو به هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وی.

اسراییل د غزې د خان یونس اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې مېنې پرېږدي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ د غزې د دویم لوی ښار خان یونس او د دغه ښار په شاوخوا سیمو کې له سخت بمبار وروسته د سیمې اوسیدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه پریږدي.‌ اسراییل د خپلو عملیاتو تمرکز د غزې سویل ته اړولی. دوی ادعا کوي‌ چې د حماس مشران دلته پټ شوي دي.

د اسوشییتید پریس خبري آژانس د رپوت له مخې، په غزه کې میشت فلسطینیان وایي، دوی نو د تګ لپاره کوم ځای نه لري او له اسراییل او مصر سره د غزې ګډه پوله تړل شوې ده.

پر اسراییل د حماس د اووم اکتوبر تر برید وروسته، تل ابیب د غزې په شمال کې میشتو خلکو ته امر کړی و چې د سویل لور ته کډه شي،‌ ځکه چې دوی په شمالي غزه بمبار کوي او د همدې امله د غزې ۲.۳ میلیونه نفوس ډیری برخه اوس په سویل کې میشت شوې.‌

د تخلیې له وروستي امر مخکې، د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي وو هغه سیمې چې اسراییل یې د تخليې غوښتنه کوي د غزې څلورمه برخه جوړوي.‌

د یکشنبې په شپه په خان یونس او د سویلي ښار رفح په شاوخوا کې د سختو بمباریو راپورونه ورکړل شوي.‌

همدا راز ویل شوي چې په شمالي سیمو هم بمبار شوی،‌ چې تر دې وړاندې هم په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې سختې ځپل شوې وې.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویلي چې د غزې په سویل کې نږدې یو میلیون بې ځایه شوي کسان د ملګرو ملتونو په ۹۹ مرکزونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې د ملکي خلکو کړاوونه "د زغملو وړ نه دي."

د بل لنډمهاله اوربند لپاره هیلې په ورکیدو دي. د یوې اونۍ اوربند په لړ کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده د ۲۴۰یرغملو له ډلې لسګونه اسراییلیان او بهرنیان د هغو فلسطینیانو په بدل کې خوشې شول چې د اسراییل په زندانونو کې بندیان وو.

خو اوس اسراییل خپل مذاکره کوونکي بیرته دغه هیواد ته بللي دي.‌

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ماښام ویلي: “موږ به تر هغه جګړې ته دوام ورکړو چې خپلې ټولې موخې ترلاسه کړو او له ځمکنیو عملیاتو پرته د دې موخو ترلاسه کول ناشوني دي."

د اسراییل یوه موخه دا ده چې په غزه کې حماس له واکه لرې کړي.