• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جان بولټن: کانګرس باید د اوکراین ملاتړ وکړي که نه روسیه به جګړه وګټي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن په کانګرس غږ کړی، چې "ژر تر ژره" د اوکراین لپاره اضافي مرستې تصویب کړي. نوموړي خبرداری ورکړ، چې که چېرې امریکا اقدام ونه کړي روسیه به له اوکراین څخه جګړه وګټي.

د کانګرس ډېری جمهوري غوښتونکي غړي د اوکراین سره د اضافي مرستو مخالف دي.

دوی وايي؛ په داسې حال کې چې د بایډن حکومت د کډوالو پرمخ د امریکا د پولو د تړلو په برخه کې اقدام نه کوي، دوی ولې باید اوکراین سره اضافي مرستې تصویب کړي؟

بولټن د یکشنبې په ورځ یو امریکايي راډیویي پروګرام کې وویل: "که موږ له اوکراینیانو سره مرسته ونه کړو؛ نو روسیه به دا جګړه وګټي".

هغه زیاته کړه چې: "زه فکر کوم چې موږ لا ډېر څه کولی شو".

نوموړي وویل، چې کانګرس باید پر بایډن فشار راوړي چې د اوکراین سره د داسې یوې ستراتیژۍ په جوړولو کې مرسته وکړي چې څنګه دغه جګړه ګټلی شي.‌

د هغه په وینا؛ یوازې د روسیې له خوا د اوکراین د نیولو مخنیوی کافي نه دی.‌

پولټن زیاته کړه، چې اوکراینیان دا اندېښنه لري چې ښایي دوی د امریکا ځینې مرستې له لاسه ورکړي او ټینګار یې وکړې، چې اوکراین سره باید هغه مرسته وشي چې دوی ورته اړتیا لري.‌

د ملي امنیت پخواني سلاکار زیاته کړه، چې متحده ایالات باید په دې اړه اندېښمنه وي، چې روسیه هڅه کوي په احتمالي مذاکراتو کې برلاسه وي، په داسې حال کې چې روسیې عسکر په جګړه کې برلاسي نه دي.‌

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د سترې محکمې مشر:‌ اسلامي هېوادونه د غزې د وضعیت په اړه چپه خوله پاتې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د دې ډلې د سترې محکمې مشر او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په اسلامي هېوادونو نیوکه کړې، چې په غزه کې په روان وضعیت چوپه خوله پاتې دي.‌

نوموړي د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې له استازو سره په کتنه کې ويلي، چې په غزه کې د مسلمانانو اوسنی حالت ډېر خواشینوونکی دی او د غزې اوسېدونکي په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي.

حقاني د اسلامي‌ هېوادونو پر مشرانو نیوکه کړې، چې نه یوازې د غزې د خلکو ملاتړ یې نه دی کړی؛ بلکې په دې اړه بیخي چوپ پاتې دي.

هغه زیاته کړې:‌ “کفري نړۍ د غاصبو اسراییلو د وحشتونو ملاتړ کړی او هر ډول همکاري ورسره کوي”.

حقاني ټینګار کړی، چې په ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه پر عالمانو لازمه ده چې د نړۍ په هر ګوډ کې د “مظلومو” مسلمانانو لاس نیوی وکړي.

دا چې د غزې، فلسطین او یو شمېر نورو هېوادونو له خلکو سره طالبانو څه مرسته کړې او که نه په اړه نوموړي څه نه دي ویلي.

د پاریس پولیسو هغه کس نیولی چې ویل کیږي یو الماني سیلانی یې وژلی او ۲ نور یې ټپیان کړي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د اسوشییټیډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو هغه سړی نیولی چې د شنبې په شپه یې په پاریس کې پر سیلانیانو برید کړي، یو المانی سیلاني یې په چاقو وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه ۲۵ کلن فرانسوي چې اوس د پولیسو په بند کې دی؛ تر دې وړاندې د یو تاوتریخجن جرم د پلانولو له امله څلور کاله بندي شوی وو.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین ویلي، چې دغه کس له نیول کېدو وروسته په افغانستان او فلسطین کې د مسلمانانو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ادعا یې وکړه، چې فرانسه هم په دې وژنو کې شریکه ده.‌ نوموړي ويلي، چې بریدګر ظاهراً د «الله اکبر» ناره هم پورته کړې وه.

درمانین خبریالانو ته ویلي: “دغه کس د نورو کسانو وژلو ته هم چمتو و”.

د تروریزم ضد څارنوالۍ دفتر تایید کړه، چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړي دي.

بریدګر د چاقو سره یوې جرمنۍ جوړې پسې تللی، سړی یې وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په وینا؛ بریدګر چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، په ۲۰۲۰ کال کې له څلورو کلونو زندان وروسته خوشې شوی و؛ خو تر څارنې او رواني درملنې لاندې و.

دغه بریدګر په پاریس کې زېږدلی او تر برید وړاندې یې د پاریس په سویل کې د ایسون په سیمه کې د خپل مور او پلار سره ژوند کاوه.

نوموړي ویلي، چې که پولیسو مداخله نه وی کړی او بریدګې یې نه وی نیولی؛ نورو کسانو به هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وی.

اسراییل د غزې د خان یونس اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې مېنې پرېږدي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ د غزې د دویم لوی ښار خان یونس او د دغه ښار په شاوخوا سیمو کې له سخت بمبار وروسته د سیمې اوسیدونکو ته امر کړی چې خپل کورونه پریږدي.‌ اسراییل د خپلو عملیاتو تمرکز د غزې سویل ته اړولی. دوی ادعا کوي‌ چې د حماس مشران دلته پټ شوي دي.

د اسوشییتید پریس خبري آژانس د رپوت له مخې، په غزه کې میشت فلسطینیان وایي، دوی نو د تګ لپاره کوم ځای نه لري او له اسراییل او مصر سره د غزې ګډه پوله تړل شوې ده.

پر اسراییل د حماس د اووم اکتوبر تر برید وروسته، تل ابیب د غزې په شمال کې میشتو خلکو ته امر کړی و چې د سویل لور ته کډه شي،‌ ځکه چې دوی په شمالي غزه بمبار کوي او د همدې امله د غزې ۲.۳ میلیونه نفوس ډیری برخه اوس په سویل کې میشت شوې.‌

د تخلیې له وروستي امر مخکې، د ملګرو ملتونو څارونکو ویلي وو هغه سیمې چې اسراییل یې د تخليې غوښتنه کوي د غزې څلورمه برخه جوړوي.‌

د یکشنبې په شپه په خان یونس او د سویلي ښار رفح په شاوخوا کې د سختو بمباریو راپورونه ورکړل شوي.‌

همدا راز ویل شوي چې په شمالي سیمو هم بمبار شوی،‌ چې تر دې وړاندې هم په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې سختې ځپل شوې وې.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویلي چې د غزې په سویل کې نږدې یو میلیون بې ځایه شوي کسان د ملګرو ملتونو په ۹۹ مرکزونو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې د ملکي خلکو کړاوونه "د زغملو وړ نه دي."

د بل لنډمهاله اوربند لپاره هیلې په ورکیدو دي. د یوې اونۍ اوربند په لړ کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده د ۲۴۰یرغملو له ډلې لسګونه اسراییلیان او بهرنیان د هغو فلسطینیانو په بدل کې خوشې شول چې د اسراییل په زندانونو کې بندیان وو.

خو اوس اسراییل خپل مذاکره کوونکي بیرته دغه هیواد ته بللي دي.‌

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ماښام ویلي: “موږ به تر هغه جګړې ته دوام ورکړو چې خپلې ټولې موخې ترلاسه کړو او له ځمکنیو عملیاتو پرته د دې موخو ترلاسه کول ناشوني دي."

د اسراییل یوه موخه دا ده چې په غزه کې حماس له واکه لرې کړي.

په ممبۍ کې د افغانستان سرقونسله ذکیه وردګ د قونسلګرۍ ودانۍ «ودونو ته په کرایه ورکوي»

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته په ممبۍ کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې یو شمېر ډېپلوماتیکو سرچینو د ځینو ویډیوګانو په رالېږلو سره ویلي، چې په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی پوړ او انګړ هندیانو ته «د ودونو لپاره په کرایه ورکول کیږي.»

په ویډیوګانو کې ښودل کیږي، چې د قونسلګرۍ انګړ او د لومړي پوړ په تالار کې د یوې هندۍ جوړې واده روان دی او د ودانۍ ټولې خواوې په ګلانو پوښل شوې دي.

په دغه ویډیو کې د ډېپلوماټ نمبر پلیټ یو تور موټر هم ښکاري، چې په ممبيي کې د افغانستان د قونسلګرۍ اړوند دی، همدا راز د ممبيي د قونسلګرۍ ودانۍ مخې ته مشهوره د اوبو فواره هم پکې ښودل کیږي، چې د واده میلمانه ترې ګېرچاپېره ولاړ دي.

په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ موټر چې ډېپلوماتیک نمبر پلیټ هم لري
100%
په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ موټر چې ډېپلوماتیک نمبر پلیټ هم لري

د ممبۍ په قونسلګرۍ کې یوې معتبرې ډېپلوماټیکې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې له تېر یو نیم کال راهیسې په ممبۍ کې د افغانستان سر قونسله ذکیه وردګ په خپل سر د قونسلګرۍ ودانۍ په کرایه ورکوي او د کرایې پېسې د نوموړې شخصي جیب ته ځي.

دغه سرچینه وايي، چې په یوه ډېپلوماټیک مرکز کې د دا ډول محفلونو پر جوړولو د ممبۍ پولیسو هم شکایت کړی و او د افغانستان له قونسلګرۍ څخه یې غوښتي وو، چې د قونسلګرۍ په ودانۍ کې دې ودونو ته اجازه نه ورکوي.

سرچینه زیاتوي؛ وروسته د سرقونسلې ذکیه ودرګ له خوا له پولیسو سره په شخصي ډول خبرې وشوې او د دواړو لورو تر منځ تفاهم وشو.

یوې بلې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له تېر یو نیم کال راهیسې د افغانستان د قونسلګرۍ په ودانۍ کې شپږ ودونه شوي دي.

سرچینې زیاته کړه: “ له لومړي واده څخه ۳۰۰ زره، له دویم څخه ۳۲۰ زره، له درېیم څخه ۳۰۰ زره، له څلورم څخه ۳۱۵ زره، له پنځم څخه ۳۰۰ زره او له شپږم څخه ۲۸۰ زره هندي کلدارې اخیستل شوي دي”.

دغې سرچینې ویلي، چې یادې پېسې په ممبۍ کې د افغانستان سرقونسلې ذکیه وردګ اخیستي او ځینې نږدې همکارانو ته یې هم پکې برخه ورکړې ده.

د واده شاه پر اس سپور د واده ځای(د ممبۍ قونسلګرۍ) ته راځي
100%
د واده شاه پر اس سپور د واده ځای(د ممبۍ قونسلګرۍ) ته راځي

په ممبۍ کې یوه افغان سوداګر حاجي نقیب کټوازي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې له ډېر وخت راهیسې دوی خبر دي، چې په سر قونسله ذکیه وردګ د قونسلګرۍ ودانۍ ودونو ته په کرایه ورکوي او پېسې یې شخصي جیب ته ځي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې کار سره د افغانستان نوم او اعتبار ته لا زیان رسیږي او ذکیه وردګ له یوې ډېپلوماتیکې ودانۍ څخه چې د افغانستان استازیتوب کوي د ودونو د یوه هوټل په توګه کار اخلي.

هغه وویل: “ افغانستان اوس بې دولته دی، ګني دا ډول کار چا کولی شو؟ د خفګان ځای خو دا دی، چې یوازې د یو څو روپو په خاطر د افغانستان په قونسلګرۍ کې دې واده روان وي، ګډاګانې وي او پردي خلک پکې ګرځي راګرځي، دا د افغانستان ډېپلوماتیک حیثیت ته زیات رسوي”.

د کټوازي په خبره، چې په دغه کار کې له ذکیه وردګ سره د هغې نږدې همکاران یو ځای دي او یو شمېر نور ترې خفه دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په ممبۍ کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سرقونسلې ذکیه وردګ نظر هم را واخلو خو له بار – بار اړیکو نیولو سره افغانستان انټرنشنل – پښتو د نوموړې د نظر پر اخیستو ونه توانېد.

همدا راز مو د هند د بهرنیو چارو وزرات ته د یوه ایمیل په استولو سره دغه موضوع پوښتلې؛ خو افغانستان انټرنشنل تر اوسه کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.

له دې وړاندې په هند کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سفیر پخواني سفیر فرید ماموندزي له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې د ممبۍ جنرال قونسله ذکیه وردګ، په حیدر اباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل او همداراز د سوداګرۍ برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.

یو شمېر هندي رسنیو هم راپور ورکړی و، چې طالبانو په هند کې د افغانستان ډېپلوماتیک ماموریت تر لاسه کړی او د مهال د طالبانو په استازیتوب ذکیه وردګ او سید محمد ابراهیم خېل په هند کې د طالبانو د ډېپلوماتیکو چاور نااعلان شوي استازي دی.

خو درې ورځې وړاندې په دې اړه په ممبۍ کې د افغانستان سر قونسلې ذکیه وردګ او په حیدر اباد سرقونسل سید محمد ابراهیم په ګډه د دغه ننګوونکي وضعیت د هواري لپاره د دوی پر هڅو رڼا واچوله.

دوی وویل: «موږ د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره په دوامداره توګه په تماس کې یو او هڅه کوو، چې اوسنی ستونزمن حالت ته د رسېدو لپاره چې د ډېپلوماتانو او رسمي کارکوونکو له کمښت سره مخ یوو د حل لار پېدا کړو».

سره له دې چې هند په کابل کې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو تېر کال یې په کابل کې خپل سفارت د بشري مرستو لکه؛ خوراکي توکو او درملو د رسولو لپاره پرانیست خو لا تر اوسه یې د افغان اتباعو لپاره د وېزو په ګډون قونسلي خدمات په پراخه کچه ځنډولي دي.

ذکیه وردګ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۹مه) له وایون سره په مرکه کې ویلي، چې د فعالیتونو موخه یې لومړی په هند کې د مېشتو افغانانو ملاتړ او دویم په روانه شرایطو کې د افغانستان د خلکو په ګټه کار کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي د سې شنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: «په ممبۍ او حیدراباد کې زموږ قونسلګرۍ فعالیت کوي او د بهرنیو چارو له وزارت سره په تماس کې دي».

هغه وویل، چې په ډیلي کې افغان سفارت چې تېره اونۍ تړل شوی و، په راتلونکو څو ورځو کې به بېرته پرانیستل شي.

د ایران د فرهنګيانو همغږۍ شورا د افغان کډوالو پر کورونو بريد ناانساني چاره وبلله

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د ایران د فرهنګي ډلو د همغږۍ شورا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د کورنو سوځول یو ناانساني برید بللی دی. دغي شورا د ټولو بهرنيو اتباعو لپاره د انساني ژوند او حق د برابرېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د فرهنګي ټولنو د همږغۍ شورا د یکشنبې په ورځ ه خپل ټیليګرام چینل کې په يوه خبرپاڼه ليکې دي، د توکم پالنې اور چې د هیواد دننه او بهر لمن ورته وهل کيږي خلک غوسه کړي او د افغان مهاجرينو پر کورنو د بريد لامل شو.

دغې شورا د افغان مهاجرینو پر استوګنځیو برید غندلی او د ټولو کډوالو ماشومانو لپاره يې د وړیا زدکړې پر حق هم ټینګار کړی دی.

وروسته له هغه، چې په یزد ښار کې یوه لوړ پوړي ایراني امنیتي چارواکي وویل، چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان وژونکی بهرنی وګړی دی، قهرجنو خلکو په دغه ښار کې د افغان مهاجرینو پر کورونو بریدونه وکړل.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلیو ویډیوو کې هم لیدل کیږي، چې د افغانانو یو شمېر کورونه سوځول شوي دي.