• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د فرهنګيانو همغږۍ شورا د افغان کډوالو پر کورونو بريد ناانساني چاره وبلله

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د ایران د فرهنګي ډلو د همغږۍ شورا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د کورنو سوځول یو ناانساني برید بللی دی. دغي شورا د ټولو بهرنيو اتباعو لپاره د انساني ژوند او حق د برابرېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د فرهنګي ټولنو د همږغۍ شورا د یکشنبې په ورځ ه خپل ټیليګرام چینل کې په يوه خبرپاڼه ليکې دي، د توکم پالنې اور چې د هیواد دننه او بهر لمن ورته وهل کيږي خلک غوسه کړي او د افغان مهاجرينو پر کورنو د بريد لامل شو.

دغې شورا د افغان مهاجرینو پر استوګنځیو برید غندلی او د ټولو کډوالو ماشومانو لپاره يې د وړیا زدکړې پر حق هم ټینګار کړی دی.

وروسته له هغه، چې په یزد ښار کې یوه لوړ پوړي ایراني امنیتي چارواکي وویل، چې د یوه ۱۷ کلن ایراني ځوان وژونکی بهرنی وګړی دی، قهرجنو خلکو په دغه ښار کې د افغان مهاجرینو پر کورونو بریدونه وکړل.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلیو ویډیوو کې هم لیدل کیږي، چې د افغانانو یو شمېر کورونه سوځول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: کندهار کې د ملا فاضل د لسګونو دوکانونو د جوړېدو چارې درول شوې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۰

په کندهار کې سرچينو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، د دغه ښار په اوومه ناحیه کې پر دولتي ځمکه د ملا فاضل اخوند د دوکانونو د جوړېدو چارې درول شوې دي. د طالبانو د دفاع وزارت مرستيال ملا فاضل اخوند منډیګک ماڼۍ ته څېرمه د خپلې مدرسې مخ او څنګ ته تر ۵۰ زيات دوکانونه جوړوي.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته د دې دوکانونو رسېدلي انځورونه هم ښيي چې کار یې د چت پټولو پر مهال ځنډول شوی دی.

د ملا فاضل دغه مدرسه او دوکانونه د کندهار ښار په ۷ حوزه کې د زاړه ښار د تاريخي منډيګک کلاڅنګ تهپراته دي.

د سرچینو په وینا، په مدرسه کې طالبان زدکړې کوي، خود کندهار لپاره د طالبانو د ښاروال په سپارتنه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر د دوکانونو جوړولو کار درول شوی دی.

د طالبانو په واکمنېدو پسې ملا فاضل چې منډیګک ته څېرمه پر دې مدرسه کار پیل کړ، هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور رياست ويلي، چې د تاريخي کلا ځینې برخې غصب شوې او یوه برخه یې په مدرسه ګډه شوې ده.

خو ملا فاضل چې د طالبانو یو ځواکمن قومندان دی دا مدرسه جوړه کړه او له تېرو دوو کلونو فعاله ده، چې د زون په کچه پکې نژدې ۸ سوه شاګردان پر ديني زدکړو بوخت دې.

د طالبانو د غصب شويو ځمکو د خلاصون کميسون تر اوسه ددې تاريخې ځمکې د خلاصون او ددغو دوکانونو د نړېدو اړوند کوم اقدام ندی کړی.

دغه کمېسون لس ورځې مخکې، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې له دولتي ځمکو د خلاصون په هدف کوچيان له سيمي ايستل، چې ان پر کوچيانو يې ‌ډزي هم کړې او يو کس یې پکې وژلی هم و.

علي وزیر: پر ډیورنډ کرښه ازغن تار د هر پښتون په زړه کې ښخ دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر وايي، پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا تېر شوی ازغن تار د هر پښتون په زړه کې ښخ دی. نوموړی د دې تار تېرولو کې له پاکستان سره د امریکا پر مالي مرسته نیوکه کوي او وايي: «امریکا د ټولو بېماریو مور ده.»

علي وزیر د یکشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه انګور اډه کې پرلت ته په وینا کې دا خبره وکړه.

د چمن پرلت په څېر انګور اډه کې هم ځايي خلکو له نږدې ۱۸ ورځو راهیسې له پکتیکا سره پر پاسپورټ د تګ راتګ په مخالف کې پرلت کړی دی.

علي وزیر دې پرلت ته نن وویل، ډیورنډ کرښه د افغانستان او هند یا انګرېز ترمنځ وه، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نه ده تېره شوې.

د هغه په خبره، له انګرېز سره تړون دا و چې که دواړو غاړو ته څوک د خپل لیدلو، مریض یا کروندې لپاره تلل کوم ریکاوټ به پکې نه وي.

نوموړي د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار لګول د کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ستونزو د زیاتېدو لامل وبلل.

علي وزیر وویل، پاکستان په دې پلمه چې د وسلوالو د تګ را تګ مخه نیسي د ازغن تار لګولو پلان جوړ کړ او امریکا یې مرسته وکړه.

نوموړي په دې پلان کې له اسلام اباد سره د مرستې له امله امریکا د ټولو ناخوالو مور وبلله او ویې ویل، د واشنګټن په مالي مرسته پاکستان پر کرښه ازغن تار تېر کړ او ور ور سره د پښتنو ستونزې نورې هم ډېرې شوې.

د علي وزیر په خبره، پاکستان په ازغن تار تېرولو سره نوره خاوره هم د افغانستان خوا ته لاندې کړه: «امریکا په دې پلمه پاکستان ته د تار لپاه روپۍ ور کړې او دا یوه منصوبه وه، امریکا پیسې ور کړې او دا تار یې واچاوه، نن د هر سړي په زړه کې دا تار ښخ دی.»

پاکستان د ازغن تار غځولو سره د کرښې په ډېرو سیمو کې د خلکو د تګ راتګ لارې وتړلې او سپین بولدک- چمن، انګور اډه، ګلام خان او تورخم یې د رسمي لارو په توګه پرېښودې.

پاکستان د دې لارو تر محدودولو وروسته په رسمي لارو په پاسپورټ د تګ راتګ کولو هڅه هم پیل کړې ده، چې لومړیو کې یې دا کار له تورخم پیل کړ.

دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پر چمن-سپین بولدک او انګور اډه هم د پاسپورټ تګ قانون پلی کول غواړي چې په مقابل کې یې ځايي خلکو لاریون پیل کړی دی.

د « ولسواک افغانستان لپاره د ویانا کانفرنس» د لومړۍ ورځې جزیات څه دي؟

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل د «یوه ولسواکه افغانستان لپاره د ویانا کانفرنس» د اجنډا یوه کاپي ترلاسه کړه چې د یکشنبې په ورځ پیل شو. د دغه سند له مخې به په دې غونډه کې د پرانستې وینا تر څنګ په بېلابېلو موضوعاتو څلور پنلونه ترسره شي.

د افغانستان د حالاتو کتنه او تحلیل، د بشري وضعیت، د بشري حقونو او ښځو حقوق، د طالبانو د مخالفو ډلو د وضعیت بیا کتنه او د ګډ کار په اړه توافق او د سیمه ییزو او نړیوالو سلامشورو او همکاریو پیاوړتیا د دغه کانفرنس مهم موضوعات دي.

په دې ناسته کې به پر هغو کسانو سربېره چې حضوري ګډون یې کړی ، یو شمېر سیاسي او مدني شخصیتونه په انلاین ډول خبرې وکړي.

د دغې اجنډا له مخې به محمد محقق، رنګین دادفر سپنتا، صلاح الدین رباني، محب الله صمیم، باتور دوستم، شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي او احمد مسعود د عمومي غونډې په پیل کې وینا وکړي.

له دې وروسته به د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه لومړۍ خپل منځي ناسته جوړه شي. شاګل رضايي، تمنا زریاب پریانۍ، نصیر احمد اندیشه او انارکلي هنریار به د لومړي پینل له ویناوالو څخه وي.

دویمه خپل منځي ناسته به د طالبانو د مخالفو ډلو د وضعیت، سیاسي تفاهم او پر ګډ هدف د دغو ډلو د اجماع په اړه جوړه شي. حسین علي یاسا، رحمت الله یارمل، زکریا مشکور کابلي، فهیم کارګر، باقر محسني، نورالرحمن اخلاق، غلام مصطفی وردګ د دې جرګې له ویناوالو څخه دي.

دریمه د کډونوالو خپل منځي ناسته به د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په اړه جوړه شي او د دې پینل له ویناوالو څخه سید طیب جواد، فضل احمد معنوي او محمد محق دي.

په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو د دریمې دورې د غونډې یو هدف د "افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشه" جوړول دي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو پر بنسټ، د ويانا په دې څلور اړخيزه غونډه کې به د کنفرانس په دويمه ورځ د امريکايي ډيپلوماتانو او د اروپايي هېوادونو د استازو په ګډون د لوېديځو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

د ویانا د غونډې ګډونوال وايي چې په دې غونډه کې د ۲۹ سیاسي ډلو تر څنګ د مدني ټولنو استازي هم ګډون لري.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر د ويانا په غونډه کې وويل چې دغې غونډې او د طالبانو د مخالفينو يوځاى کيدو د دغې ډلې لوړپوړي چارواکي انديښمن کړي دي.

د ولسې جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوحې په غونډه کې چې یوازې یوې سیاسي ډلې پکې ګډون کړی و، د ویانا په غونډه کې د څه باندې ۲۹ افغان سیاسي ډلو استازو ګډون کړی و. دا ټکی "دا د ویانا غونډې بډایه ښیي".

د ولسي جرګې یوې بلې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې طرحې متن چمتو شوی چې د ویانا په درېیمه غونډه کې به اصلاح شي. مېرمن کوفي وویل چې د یوې داسې لارې د موندلو لپاره هڅې روانې دي چې د طالبانو پر وړاندې سیاسي او مدني ځواکونه را جلب کړي.

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې غړي میثم نظري هم وویل: دغه ناسته د یوه مهم بدلون ژمنه کوي او وروستۍ ورځ به یې پایلې اعلان شي.
​

عباس ستانکزي د سیمې په هېوادونو کې د طالبانو د مخالفانو غونډې "غیر قانوني" وبللې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د طالبانو د مخالفانو د غونډې په غبرګون کې وایي، چې دا غونډې د دې ډلې د "کمزوري او بدنامولو" لپاره ترسره کیږي. عباس ستانکزي دغه غونډې "ناقانونه" وبللې او ویې ویل: "تاسو خپل امتحان ورکړی او "ستاسو تاریخ تیر شوی دی."

په ورته وخت کې په اتریش کې د طالبانو د یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو د غونډې له پیلېدو سره د دغه ډول غونډو په اړه د طالبانو اندېښنې زیاتې شوې دي.

عباس ستانکزي دغو غونډو ته په غبرګون کې وویل چې د افغانستان خلک د پخوانیو سیاسي مخالفانو پروا نه لري.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې د طالبانو د مخالفانو دا ډول غونډې د دې ډلې د ځواکونو مورال نه شي خرابولی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا د دغې ډلې له سیاسي مخالفانو وغوښتل چې د دغې ډلې د مشر له عمومي بښنې ګټه واخلي او هېواد ته دې راستانه شي.

هغه وویل: «خپل وطن ته راشه او تر خپل بیرغ لاندې په عزت سره مړ شه.»

د طالبانو سیاسي مخالفان وخت په وخت په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د وضعیت د څېړلو لپاره غونډې کوي.

د طالبانو د سیاسي مخالفانو غونډه د یکشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۱۲مه له غرمې مخکې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د «افغانستان د راتلونکي لپاره د نقشې» د طرحې په موخه جوړه شوه.

د افغانستان په چارو کې د امریکا استازی پاکستان ته ځي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړى استازى توماس ويسټ به د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ ١٦مه» اسلام اباد ته ولاړ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې ښاغلی ویسټ به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د اغلې بلوڅ په وینا، توماس ویسټ به تر شنبې (لیندۍ ۱۸ مه) پورې په پاکستان کې وي.

ښاغلي ویسټ تر دې مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له موقت وزیر جلیل عباس جیلاني سره وکتل او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

پاکستان ته د ښاغلي ویسټ د سفر د هدف په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د امریکا حکومت له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې دې هغه کسان نه ستنوي، چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد له ځواکونو سره فعاله همکاري کړې ده.
​