• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د « ولسواک افغانستان لپاره د ویانا کانفرنس» د لومړۍ ورځې جزیات څه دي؟

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل د «یوه ولسواکه افغانستان لپاره د ویانا کانفرنس» د اجنډا یوه کاپي ترلاسه کړه چې د یکشنبې په ورځ پیل شو. د دغه سند له مخې به په دې غونډه کې د پرانستې وینا تر څنګ په بېلابېلو موضوعاتو څلور پنلونه ترسره شي.

د افغانستان د حالاتو کتنه او تحلیل، د بشري وضعیت، د بشري حقونو او ښځو حقوق، د طالبانو د مخالفو ډلو د وضعیت بیا کتنه او د ګډ کار په اړه توافق او د سیمه ییزو او نړیوالو سلامشورو او همکاریو پیاوړتیا د دغه کانفرنس مهم موضوعات دي.

په دې ناسته کې به پر هغو کسانو سربېره چې حضوري ګډون یې کړی ، یو شمېر سیاسي او مدني شخصیتونه په انلاین ډول خبرې وکړي.

د دغې اجنډا له مخې به محمد محقق، رنګین دادفر سپنتا، صلاح الدین رباني، محب الله صمیم، باتور دوستم، شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي او احمد مسعود د عمومي غونډې په پیل کې وینا وکړي.

له دې وروسته به د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه لومړۍ خپل منځي ناسته جوړه شي. شاګل رضايي، تمنا زریاب پریانۍ، نصیر احمد اندیشه او انارکلي هنریار به د لومړي پینل له ویناوالو څخه وي.

دویمه خپل منځي ناسته به د طالبانو د مخالفو ډلو د وضعیت، سیاسي تفاهم او پر ګډ هدف د دغو ډلو د اجماع په اړه جوړه شي. حسین علي یاسا، رحمت الله یارمل، زکریا مشکور کابلي، فهیم کارګر، باقر محسني، نورالرحمن اخلاق، غلام مصطفی وردګ د دې جرګې له ویناوالو څخه دي.

دریمه د کډونوالو خپل منځي ناسته به د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په اړه جوړه شي او د دې پینل له ویناوالو څخه سید طیب جواد، فضل احمد معنوي او محمد محق دي.

په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو د دریمې دورې د غونډې یو هدف د "افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې نقشه" جوړول دي.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو پر بنسټ، د ويانا په دې څلور اړخيزه غونډه کې به د کنفرانس په دويمه ورځ د امريکايي ډيپلوماتانو او د اروپايي هېوادونو د استازو په ګډون د لوېديځو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي.

د ویانا د غونډې ګډونوال وايي چې په دې غونډه کې د ۲۹ سیاسي ډلو تر څنګ د مدني ټولنو استازي هم ګډون لري.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر د ويانا په غونډه کې وويل چې دغې غونډې او د طالبانو د مخالفينو يوځاى کيدو د دغې ډلې لوړپوړي چارواکي انديښمن کړي دي.

د ولسې جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوحې په غونډه کې چې یوازې یوې سیاسي ډلې پکې ګډون کړی و، د ویانا په غونډه کې د څه باندې ۲۹ افغان سیاسي ډلو استازو ګډون کړی و. دا ټکی "دا د ویانا غونډې بډایه ښیي".

د ولسي جرګې یوې بلې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې طرحې متن چمتو شوی چې د ویانا په درېیمه غونډه کې به اصلاح شي. مېرمن کوفي وویل چې د یوې داسې لارې د موندلو لپاره هڅې روانې دي چې د طالبانو پر وړاندې سیاسي او مدني ځواکونه را جلب کړي.

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې غړي میثم نظري هم وویل: دغه ناسته د یوه مهم بدلون ژمنه کوي او وروستۍ ورځ به یې پایلې اعلان شي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

عباس ستانکزي د سیمې په هېوادونو کې د طالبانو د مخالفانو غونډې "غیر قانوني" وبللې

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د طالبانو د مخالفانو د غونډې په غبرګون کې وایي، چې دا غونډې د دې ډلې د "کمزوري او بدنامولو" لپاره ترسره کیږي. عباس ستانکزي دغه غونډې "ناقانونه" وبللې او ویې ویل: "تاسو خپل امتحان ورکړی او "ستاسو تاریخ تیر شوی دی."

په ورته وخت کې په اتریش کې د طالبانو د یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو د غونډې له پیلېدو سره د دغه ډول غونډو په اړه د طالبانو اندېښنې زیاتې شوې دي.

عباس ستانکزي دغو غونډو ته په غبرګون کې وویل چې د افغانستان خلک د پخوانیو سیاسي مخالفانو پروا نه لري.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې د طالبانو د مخالفانو دا ډول غونډې د دې ډلې د ځواکونو مورال نه شي خرابولی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا د دغې ډلې له سیاسي مخالفانو وغوښتل چې د دغې ډلې د مشر له عمومي بښنې ګټه واخلي او هېواد ته دې راستانه شي.

هغه وویل: «خپل وطن ته راشه او تر خپل بیرغ لاندې په عزت سره مړ شه.»

د طالبانو سیاسي مخالفان وخت په وخت په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د وضعیت د څېړلو لپاره غونډې کوي.

د طالبانو د سیاسي مخالفانو غونډه د یکشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۱۲مه له غرمې مخکې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د «افغانستان د راتلونکي لپاره د نقشې» د طرحې په موخه جوړه شوه.

د افغانستان په چارو کې د امریکا استازی پاکستان ته ځي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۳ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړى استازى توماس ويسټ به د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ ١٦مه» اسلام اباد ته ولاړ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې ښاغلی ویسټ به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د اغلې بلوڅ په وینا، توماس ویسټ به تر شنبې (لیندۍ ۱۸ مه) پورې په پاکستان کې وي.

ښاغلي ویسټ تر دې مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له موقت وزیر جلیل عباس جیلاني سره وکتل او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

پاکستان ته د ښاغلي ویسټ د سفر د هدف په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د امریکا حکومت له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې دې هغه کسان نه ستنوي، چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد له ځواکونو سره فعاله همکاري کړې ده.
​

د تاجکستان ولسمشر د «کاسا-۱۰۰۰» پروژې د کار د دوام غوښتنه وکړه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د نړیوال بانک له رییس اجي بانګا سره په کتنه کې د برېښنا د انتقال لپاره د کاسا ۱۰۰۰ زر پروژې د دوام غوښتنه وکړه. کاسا ۱۰۰۰ په منځنۍ اسیا کې د برېښنا د لېږد یوه ستره پروژو ده چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا تر پاکستانه انرژي رسوي.

کاسا-۱۰۰۰ پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د تاجکستان، افغانستان، قرغزستان او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

دا پروژه به د تاجکستان او قرغزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي.

خو د تاجکستان حکومت د ١٤٠١ کال په نيمايي کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امنيتي وضعيت له امله په افغانستان کې د کاسا-١٠٠٠ برېښنا پروژې کار ودرول شو.

د تاجکستان د برښنا پروژې د دفتر مشر فیض‌‌علی سمیعوف د ۱۴۰۱ کال په نیمایي کې رویټرز ته وویل چې د دې پروژې کار چې ټاکل شوې وه راتلونکی کال بشپړ شي، له افغانستان پرته په دریو نورو هېوادونو کې هم دوام لري.

د مرکزي-جنوبي اسیا د برېښنا د سوداګرۍ او لېږد پروژې لګښت، چې عموماً د کاسا ۱۰۰۰ په نوم یادېږي، ۱.۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

دغه پیسې نړیوال بانک، د اسیا بانک، اسلامي پراختیایي بانک، امریکا او بریتانیا ورکوي.

دا پروژه د منځنۍ اسیا له هېوادونو جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد لپاره طرحه شوې ده.

د تاجکستان د خاور خبرې اژانس د راپور له مخې امام علي رحمان د نړیوال بانک له مشر سره په کتنه کې د کاسا-۱۰۰۰ بریښنا مزي د پروژې د بیا پیلولو په اړتیا ټینګار وکړ.

دا غونډه په دوبۍ کې د اقلیم د بدلون د ۲۸م کنفرانس په څنډه کې وشوه.
​

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ازبکستان وارداتي برېښنا د «نن» لپاره ۵۰ سلنه کمه شوې ده

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت وايي، نن به د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه شي.

برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په کموالي سره به د صنعتي پارکونو لپاره د خانجان او خلم سب سټېشنونو په کډون د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او داسې نور ولایتونو برېښنا اندازه کمه شي.

په خبرپاڼه کې د برېښنا د کمښت لامل د ازبکستان د برېښنا د تاسيساتو بيا رغول بلل شوي دي.

خو د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو دوه ورځې مخکې افغانستان انټرنشنل ته وویل، ښايي د ژمي له امله ازبکستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره افغانستان ته خپله ټوله یا نیمه وارداتي برېښنا بنده کړي.

د ازبکستان وارداتي برېښنا د افغانستان د برق اصلي سرچینه ده.
​

بلاول بوټو زرداري: طالبان باید وښيي، چې د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي طالبان باید وښيي، چې «د پاکستان دښمن بې له شکه د افغانستان دښمن دی». هغه د بلوچستان په مرکز ​​کوټه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبان باید د «یوې ډلې پر ځای د حکومت په څېر چلند وکړي.»

پاکستانۍ ډان ورځپاڼي د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ښاغلي بوټو زرداري په دې خبري غونډه کې وویل، طالبان باید د خپلو چارو د ښه کولو لپاره د یوه «حکومت» په توګه له نړۍ سره اړیکه ونیسي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

هغه له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو په جبري شړلو له نیوکې سره ټینګار وکړ، چې د پاکستان موقت حکومت «باید په دې مسله کې له ټولو اړوندو اړخونو سره مشوره کړې وای.»

په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته د پاکستان موقت حکومت د استوګنې بې اسناده افغان کډوالو اېستل پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او ايستلو لړۍ دوام لري. ویل شوي، چې له پاکستانه تر ۴۰۰ زره ډېر افغانان اېستل شوي دي.

پر دې سربیره د پاکستان موقت حکومت دغه هیواد ته د افغانانو پر ورتلو د پاسپورټ او ويزې درلودلو شرط هم ايښی دی. هغه څه چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د ځینو کسانو د اعتراض سبب شول.

بلاول بوټو زرداري دغو مظاهرو ته په غبرګون کې وویل، «د پاکستان موقت حکومت باید له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړي او دې ستونزې ته د حل لاره ومومي. ددوی سره د رسنيو په مخالفت دغه ستونزه نه شي حل کېدی.»