• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په چارو کې د امریکا استازی پاکستان ته ځي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړى استازى توماس ويسټ به د پنجشنبې په ورځ «د لیندۍ ١٦مه» اسلام اباد ته ولاړ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې ښاغلی ویسټ به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د اغلې بلوڅ په وینا، توماس ویسټ به تر شنبې (لیندۍ ۱۸ مه) پورې په پاکستان کې وي.

ښاغلي ویسټ تر دې مخکې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له موقت وزیر جلیل عباس جیلاني سره وکتل او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

پاکستان ته د ښاغلي ویسټ د سفر د هدف په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د امریکا حکومت له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې دې هغه کسان نه ستنوي، چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد له ځواکونو سره فعاله همکاري کړې ده.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د تاجکستان ولسمشر د «کاسا-۱۰۰۰» پروژې د کار د دوام غوښتنه وکړه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۱ GMT+۰

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د نړیوال بانک له رییس اجي بانګا سره په کتنه کې د برېښنا د انتقال لپاره د کاسا ۱۰۰۰ زر پروژې د دوام غوښتنه وکړه. کاسا ۱۰۰۰ په منځنۍ اسیا کې د برېښنا د لېږد یوه ستره پروژو ده چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا تر پاکستانه انرژي رسوي.

کاسا-۱۰۰۰ پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د تاجکستان، افغانستان، قرغزستان او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

دا پروژه به د تاجکستان او قرغزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي.

خو د تاجکستان حکومت د ١٤٠١ کال په نيمايي کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امنيتي وضعيت له امله په افغانستان کې د کاسا-١٠٠٠ برېښنا پروژې کار ودرول شو.

د تاجکستان د برښنا پروژې د دفتر مشر فیض‌‌علی سمیعوف د ۱۴۰۱ کال په نیمایي کې رویټرز ته وویل چې د دې پروژې کار چې ټاکل شوې وه راتلونکی کال بشپړ شي، له افغانستان پرته په دریو نورو هېوادونو کې هم دوام لري.

د مرکزي-جنوبي اسیا د برېښنا د سوداګرۍ او لېږد پروژې لګښت، چې عموماً د کاسا ۱۰۰۰ په نوم یادېږي، ۱.۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

دغه پیسې نړیوال بانک، د اسیا بانک، اسلامي پراختیایي بانک، امریکا او بریتانیا ورکوي.

دا پروژه د منځنۍ اسیا له هېوادونو جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد لپاره طرحه شوې ده.

د تاجکستان د خاور خبرې اژانس د راپور له مخې امام علي رحمان د نړیوال بانک له مشر سره په کتنه کې د کاسا-۱۰۰۰ بریښنا مزي د پروژې د بیا پیلولو په اړتیا ټینګار وکړ.

دا غونډه په دوبۍ کې د اقلیم د بدلون د ۲۸م کنفرانس په څنډه کې وشوه.
​

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د ازبکستان وارداتي برېښنا د «نن» لپاره ۵۰ سلنه کمه شوې ده

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت وايي، نن به د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه شي.

برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په کموالي سره به د صنعتي پارکونو لپاره د خانجان او خلم سب سټېشنونو په کډون د سمنګان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او داسې نور ولایتونو برېښنا اندازه کمه شي.

په خبرپاڼه کې د برېښنا د کمښت لامل د ازبکستان د برېښنا د تاسيساتو بيا رغول بلل شوي دي.

خو د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو دوه ورځې مخکې افغانستان انټرنشنل ته وویل، ښايي د ژمي له امله ازبکستان د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره افغانستان ته خپله ټوله یا نیمه وارداتي برېښنا بنده کړي.

د ازبکستان وارداتي برېښنا د افغانستان د برق اصلي سرچینه ده.
​

بلاول بوټو زرداري: طالبان باید وښيي، چې د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي طالبان باید وښيي، چې «د پاکستان دښمن بې له شکه د افغانستان دښمن دی». هغه د بلوچستان په مرکز ​​کوټه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبان باید د «یوې ډلې پر ځای د حکومت په څېر چلند وکړي.»

پاکستانۍ ډان ورځپاڼي د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ښاغلي بوټو زرداري په دې خبري غونډه کې وویل، طالبان باید د خپلو چارو د ښه کولو لپاره د یوه «حکومت» په توګه له نړۍ سره اړیکه ونیسي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

هغه له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو په جبري شړلو له نیوکې سره ټینګار وکړ، چې د پاکستان موقت حکومت «باید په دې مسله کې له ټولو اړوندو اړخونو سره مشوره کړې وای.»

په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو وروسته د پاکستان موقت حکومت د استوګنې بې اسناده افغان کډوالو اېستل پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او ايستلو لړۍ دوام لري. ویل شوي، چې له پاکستانه تر ۴۰۰ زره ډېر افغانان اېستل شوي دي.

پر دې سربیره د پاکستان موقت حکومت دغه هیواد ته د افغانانو پر ورتلو د پاسپورټ او ويزې درلودلو شرط هم ايښی دی. هغه څه چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د ځینو کسانو د اعتراض سبب شول.

بلاول بوټو زرداري دغو مظاهرو ته په غبرګون کې وویل، «د پاکستان موقت حکومت باید له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړي او دې ستونزې ته د حل لاره ومومي. ددوی سره د رسنيو په مخالفت دغه ستونزه نه شي حل کېدی.»

طالبان: زابل کې یو ورور د خپلو دوو وروڼو د قتل بدل کې ۲۵ لکه افغانۍ دیت ورکړ

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر یوه ورور د خپلو دوو وروڼو د وژلو له امله وارثانو ته پنځه ویشت لکه افغانۍ ساز یا دیت ورکړ. په خبرپاڼه کې راغلي چې د ساز دغه پرېکړه د طالبانو د زابل ابتدایه محکمې رییس د علماوو او قومي مشرانو په منځګړتوب کړې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن یکشنبه د ( لیندۍ ۱۲ مه ) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د زابل شهر سفا ولسوالۍ ګیدرګو کلي یو اوسیدونکي خپل دوه وروڼه د ځمکې د شخړې له امله وژلي وو او د دوسیې له څیړولو وروسته یې پرېکړه وشوه.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا دغه پرېکړه د دواړه لورو په مخکې د عالمانو او قومي مشرانو په حضور کې واورل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي د دواړو لورو له قناعت او رضایت وروسته سوله وکړه او قاتل د خپلو وژل شوو وروڼو وارثانو ته پنځه ویست لکه افغانۍ ساز ورکړ.

د طالبانو سترې محکمې په خپله خبرپاڼه کې دا نه ده په ډاکه کړې چې دغه دیت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ورکړل شو که د دیني عالمانو او قومي مشرانو منځګړتوب په نتجه کې د قومي اصولو له مخې دغه پرېکړه شوې ده.

طالبانو دا هم نه ده واضح کړې چې په هغه ځمکه چې شخړه رامنځته شوې وه،ستونزه پای ته ورسېد او که یوازې د قتل موضوع حل شوه.

ځايي سرچینې: په هرات ولایت کې یو روغتیايي انسټیټیوټ د طالبانو له خوا وتړل شو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۷ GMT+۰

طالبانو د ښځو پر وړاندې د بندیزونو پر دوام دا ځل په هرات ولایت کې یو روغتیايي انسټیټیوټ له دې امله تړلی چې نجونو او هلکانو پکې یو ځای زده کړې کولې او اسلامي حجاب پکې نه مراعت کیده. په هرات کې یوې سرچینې ویلي چې طالبانو ښځینه زده کړیانو ته اجازه ورنه کړه چې انسټیټیوټ ته ننوځي.

سرچینې زیاته کړې چې طالبانو د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) د فردوسي روغتیايي علومو انسټیټیوټ دروازه د نجونو پرمخ وتړله.

د فردوسي روغتيايي علومو انسټیټیوټ چې يوه علمي او ښوونيزه موسسه ده، په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د خصوصي روغتيايي علومو انسټیټیوټونو د قانون او مقرراتو پر بنسټ په هرات ښار کې جوړه شوه او په دې انسټیټیوټ کې نږدې شل نجونې د قابله ګۍ او نرسنګ برخو کې پر زده کړو بوختې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات حوزوي روغتون د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ دی.

څه موده مخکې هم طالبانو په هرات ولایت کې د ښځو او نجونو پروړاندې روزنیز مرکزونه بند کړي وو.