• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي سرچینې: په هرات ولایت کې یو روغتیايي انسټیټیوټ د طالبانو له خوا وتړل شو

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۷ GMT+۰

طالبانو د ښځو پر وړاندې د بندیزونو پر دوام دا ځل په هرات ولایت کې یو روغتیايي انسټیټیوټ له دې امله تړلی چې نجونو او هلکانو پکې یو ځای زده کړې کولې او اسلامي حجاب پکې نه مراعت کیده. په هرات کې یوې سرچینې ویلي چې طالبانو ښځینه زده کړیانو ته اجازه ورنه کړه چې انسټیټیوټ ته ننوځي.

سرچینې زیاته کړې چې طالبانو د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) د فردوسي روغتیايي علومو انسټیټیوټ دروازه د نجونو پرمخ وتړله.

د فردوسي روغتيايي علومو انسټیټیوټ چې يوه علمي او ښوونيزه موسسه ده، په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د خصوصي روغتيايي علومو انسټیټیوټونو د قانون او مقرراتو پر بنسټ په هرات ښار کې جوړه شوه او په دې انسټیټیوټ کې نږدې شل نجونې د قابله ګۍ او نرسنګ برخو کې پر زده کړو بوختې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات حوزوي روغتون د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ دی.

څه موده مخکې هم طالبانو په هرات ولایت کې د ښځو او نجونو پروړاندې روزنیز مرکزونه بند کړي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه پیل شوه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د مخالفانو غونډه نن له غرمې مخکې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پیل شوه. دا دریم ځل دی چې د طالبانو مخالف ځینې سیاستوال او مدني فعالان په اتریش کې د «افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې لار نقشې» پر جوړولو خبرې کوي. د غونډې ګډونوال وايي، دې ناسته کې د ۲۹ ډلو کسان برخه لري.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو پر بنسټ، په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو په دریمه غونډه کې به د امریکايي دیپلوماتانو او د اروپايي هېوادونو د استازو په ګډون د لویدیځو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

د ویانا د غونډې ګډونوال وايي، په دې غونډه کې د ۲۹ سیاسي ډلو تر څنګ د مدني ټولنو استازي هم ګډون لري.

احمد مسعود، رنګین دادفر سپنتا، محمد محقق، باتور دوستم، فوزیه کوفي، شکریه بارکزۍ، حضرت علي، نصیر احمد اندېشه، شاګل رضايي، باقر محسني، خالد نور او محمود صیقل د دې غونډې یو شمېر ګډونوال دي.

په دې غونډه کې پر سیاسي څېرو سربېره یو شمېر مدني شخصیتونه لکه محمد محق، سنجر سهیل، تمنا زریاب پریانۍ او قاري عیسی هم ګډون کړی.

د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی ، افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوحې په غونډه کې چې یوازې یوې سیاسي ډلې پکې ګډون کړی و، د ویانا په غونډه کې د څه باندې ۲۹ افغان سیاسي ډلو استازو ګډون کړی . دا ټکی "دا د ویانا غونډې بډایه ښیي".

د ولسي جرګې یوې بلې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې طرحې متن چمتو شوی چې د ویانا په درېیمه غونډه کې به اصلاح شي.

مېرمن کوفي وویل چې د یوې داسې لارې د موندلو لپاره هڅې روانې دي چې د طالبانو پر وړاندې سیاسي او مدني ځواکونه را جلب کړي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې غړي میثم نظري هم وویل: «دغه ناسته چې درې ورځې به دوام وکړي، د یوه مهم بدلون ژمنه کوي او په وروستۍ ورځ به یې پایلې اعلان شي.»

په دغه ناسته کې به یو شمیر سیاسي او مدني شخصیتونه به په آنلاین ډول هم ګډون لري.

د چمن پرلت وهونکي: سیاسي ګوندونه دې زموږ د پرلت په ملاتړ غږ پورته کړي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۶ GMT+۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبرې کېدو په غبرګون پرلت چې د ۴۴ ورځو راهیسې دوام لري د حکومت له لوري یې تر اوسه غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. پرلتوال له سیاسي ګوندونو غواړي چې له ژمنې سره سم دې د دوی ملاتړ ته را ودانګي.

د سوېلې پښتونخوا چمن په ښار کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه د جبرې کیدو په غبرګون له تېرو ۴۴ ورځو راهیسې په دوامداره توګه پرلت دوام لري.

په دغه پرلت کې نن د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۲مه ) هم زرګونه کسان ناست دي او پر دغه دروازه د پاسپورټ او ویزې نه منلو په اړه شعارونه ورکوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله د پاکستان له سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه کوي چې د یاد پرلت په ملاتړ د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې پرلتونه ووهي.

نوموړی وايي: «پرلت ته د سیاسي ګوندونو ډير مشران راغلل او دلته یې زموږ سره ژمني وکړي خو تر اوسه یې خپلي ژمني نه دي پوره کړې. که سیاسي ګوندونه په رشتیا زموږ ملاتړ کوي او زموږ غم ورسره وي نو د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې دې پرلتونه ووهي او پر حکومت دې فشار راوړي چې خپل پرېکړه بدله کړي.»

د چمن په پرلت کې د پاکستان د سنا غړي مشتاق احمد هم ګډون کړی دی.

نوموړی یواځینی سناتور دی چې د پاکستان په سنا کې یې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون د چمن د پرلت غږ پورته کړی.

ښاغلی مشتاق احمد د پاکستان په مرکزي او ایالتي حکومت نیوکې کوي او وايي، د پاکستان حکومت د پرلت وهونکو سره غېرې انساني چلند کوي.

نوموړی وايي: «هغه کسان چې دلته سوداګري او کاروبار بندوي دا ترهګري ده. موږ په هیڅ صورت اجازه نه ورکوو چې دلته کاروبار او سوداګري بنده شي، موږ په هیڅ صورت اجازه نه ورکوو چې د یوه پښتانه کورنۍ دوه ځایه شي. د پرلت غوښتنې پر حق دي د پاکستان لنډمهاله حکومت دا صلاحیت نه لري چې د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه وکړي.»

د چمن پرلت کې د ګڼو سیاسي ګوندونو غړو ګډون وکړ خو تر دې مهاله یې د پاکستان په کوم بل ښار کې د چمن د پرلت په ملاتړ پرلت نه دی وهلی.

ایراني چارواکي: افغان کډوال د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د اوسېدو حق نه لري

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د ایران د کرمان شاه د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر حمزه سلیماني د کرمان شاه په ګډون د دغه هیواد ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو د ننوتلو بندیز اعلان کړ. هغه رسنیو ته ویلي چې، د روان کال له پیل راهیسې څو ځله له کرمان شاه څخه افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته شړل شوي دي.

ښاغلي سلیماني همدا راز زیاته کړه چې د دې بهیر په ترڅ کې یې زیات شمېر افغان کارګران او همدارنګه هغه کسان چې دوی یې په کار ګومارلي، نیولي دي.

په هغو ولایتونو کې چې د افغانانو په اوسېدو بشپړ بندیز لګیدلی، ختیځ آذربایجان، لویدیځ آذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمان شاه، ایلام، لرستان، چهارمحال او بختیاري، کهګیلویه او بویر احمد، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، هرمزګان او هرمزګان شامل دي.

همدارنګه هغه ولایتونه چې په ځینو برخو کې یې د افغانانو پر اوسېدو بندیز دی اصفهان، بوشهر، سویلي خراسان، رضوي خراسان، خوزستان، سمنان، فارس، قزوین، کرمان، ګلستان، مرکزي او یزد شامل دي.

ښاغلي سلیماني زیاته کړه چې له کرمان شاه څخه د افغان کډوالو د پېژندنې، نیولو او شړلو لړۍ دوام لري او د دغه ولایت له پولیسو یې وغوښتل چې په جدي توګه خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي سلیماني همداراز له خپلو خلکو وغوښتل چې که افغان کډوال په کروندو، بڼونو، ساختماني ورکشاپونو او داسې نورو ځایونو کې په کار کولو ګوري نو له پولیسو او ښاروالۍ سره اړیکه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور اېستل زیات شوی او هره ورځ زرګونه کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د ايران او پاکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان: د ښځو د حقونو په ملاتړ ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د بښنې نړېوال سازمان له لوري پر انټرنيټ د ښځو د حقونو په ملاتړ ۱۶ ورځنی کمپاین د افغان مېرمنو د وضعیت د بدلون لپاره دوام لري. دغه سازمان په اېکس پاڼه کې د ښځو حقونو د فعالانو د پیغامونو په خپرولو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د ښځو اوسنی ناوړه حالت نړیوالو ته انځور کړي.

د افغان ښځو او نجونو لپاره د بښنې نړیوال سازمان د ملاتړ کمپاین پر دوام د بشري حقونو د فعال عمر حیدري پیغام هم خپور کړی چې ویلي یې دي د افغان ښځو روان ناوړه حالت نوې کیسه نه ده.

د بشري حقونو دغه فعال د افغان مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې له دغه حالت سره د مبارزې په برخه کې باید د افغانستان نارینه هم د ښځو ترڅنګ ودریږي.

د دې ادارې د سوېلي اسیا څانګې چې د ښاغلي حیدري دغه خبرې پرون په خپله اېکس پاڼه خپرې کړې، د افغان ښځو په وضعیت کې د بدلون لپاره یې د ګډو ګامونو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

تېره شنبه (د نومبر ۲۵مه) چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه، په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی.

دغه سازمان د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د کړنو د حساب ورکولو په اړه پر انټرنيټ یو لیک هم خپور کړی چې د دغه لیک په پای کې یې د لاسلیکونو غوښتنه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي چې د نړیوالو له پراخو منفي غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

جان اڅګزی: افغانستان د پاکستان په بریدونو کې د ښکیلو ډلو ورسپارلو پر ځای دوه ګونې لوبه کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۳ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت اطلاعاتو لنډمهالی وزیر جان اڅکزي ویلي، کابل لا هم هغه کسان نه دي نیولي چې اسلام اباد يې ورته نوملړ سپارلی دی. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان به په هیڅ صورت له خپلو غوښتنو په شا نه شي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو لنډمهالي وزیر جان څکزي د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال رسنیو ته ویلي، پاکستان په وار وار له افغانستانه غوښتي چې هغه «ترهګر» ور وسپاري، چې اسلام اباد يې له ثبوتونو سره کابل ته نوملړ سپارلی خو کابل تر اوسه پورې د پاکستان دغه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

همدارنګه نوموړی وايي د خیبر پښتونخوا د بنو په ورستي برید کې افغان اتباعو لاس لرل.

نوموړی په ټینګار سره وايي چې افغان کډوال به په زور له پاکستانه باسي.

جان اڅکزي ویلي، چې طالبان باید د هغو ډلو پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړي چې د افغانستان له خاوري پر پاکستان بریدونه کوي.

همدارنګه نوموړي ویلي چې د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه په شا کیږي او افغانانو ته له ویزې پرته پاکستان ته د ورتګ اجازه ور نه کړي.

طالبانو تر دې مهاله د جان اڅکزي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.