نوموړی زیاتوي، چې په دې کار سره د افغانستان نوم او اعتبار ته لا زیان رسیږي او ذکیه وردګ له یوې ډېپلوماتیکې ودانۍ څخه چې د افغانستان استازیتوب کوي د ودونو د یوه هوټل په توګه کار اخلي.
هغه وویل: “ افغانستان اوس بې دولته دی، ګني دا ډول کار چا کولی شو؟ د خفګان ځای خو دا دی، چې یوازې د یو څو روپو په خاطر د افغانستان په قونسلګرۍ کې دې واده روان وي، ګډاګانې وي او پردي خلک پکې ګرځي راګرځي، دا د افغانستان ډېپلوماتیک حیثیت ته زیات رسوي”.
د کټوازي په خبره، چې په دغه کار کې له ذکیه وردګ سره د هغې نږدې همکاران یو ځای دي او یو شمېر نور ترې خفه دي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په ممبۍ کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سرقونسلې ذکیه وردګ نظر هم را واخلو خو له بار – بار اړیکو نیولو سره افغانستان انټرنشنل – پښتو د نوموړې د نظر پر اخیستو ونه توانېد.
همدا راز مو د هند د بهرنیو چارو وزرات ته د یوه ایمیل په استولو سره دغه موضوع پوښتلې؛ خو افغانستان انټرنشنل تر اوسه کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.
له دې وړاندې په هند کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سفیر پخواني سفیر فرید ماموندزي له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې د ممبۍ جنرال قونسله ذکیه وردګ، په حیدر اباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل او همداراز د سوداګرۍ برخې سلاکار قادر شاه د طالبانو ملاتړ له ځانه سره لري.
یو شمېر هندي رسنیو هم راپور ورکړی و، چې طالبانو په هند کې د افغانستان ډېپلوماتیک ماموریت تر لاسه کړی او د مهال د طالبانو په استازیتوب ذکیه وردګ او سید محمد ابراهیم خېل په هند کې د طالبانو د ډېپلوماتیکو چاور نااعلان شوي استازي دی.
خو درې ورځې وړاندې په دې اړه په ممبۍ کې د افغانستان سر قونسلې ذکیه وردګ او په حیدر اباد سرقونسل سید محمد ابراهیم په ګډه د دغه ننګوونکي وضعیت د هواري لپاره د دوی پر هڅو رڼا واچوله.
دوی وویل: «موږ د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره په دوامداره توګه په تماس کې یو او هڅه کوو، چې اوسنی ستونزمن حالت ته د رسېدو لپاره چې د ډېپلوماتانو او رسمي کارکوونکو له کمښت سره مخ یوو د حل لار پېدا کړو».
سره له دې چې هند په کابل کې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو تېر کال یې په کابل کې خپل سفارت د بشري مرستو لکه؛ خوراکي توکو او درملو د رسولو لپاره پرانیست خو لا تر اوسه یې د افغان اتباعو لپاره د وېزو په ګډون قونسلي خدمات په پراخه کچه ځنډولي دي.
دغه کمېسون لس ورځې مخکې، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې له دولتي ځمکو د خلاصون په هدف کوچيان له سيمي ايستل، چې ان پر کوچيانو يې ډزي هم کړې او يو کس یې پکې وژلی هم و.
د افغانستان د حالاتو کتنه او تحلیل، د بشري وضعیت، د بشري حقونو او ښځو حقوق، د طالبانو د مخالفو ډلو د وضعیت بیا کتنه او د ګډ کار په اړه توافق او د سیمه ییزو او نړیوالو سلامشورو او همکاریو پیاوړتیا د دغه کانفرنس مهم موضوعات دي.
په دې ناسته کې به پر هغو کسانو سربېره چې حضوري ګډون یې کړی ، یو شمېر سیاسي او مدني شخصیتونه په انلاین ډول خبرې وکړي.
د دغې اجنډا له مخې به محمد محقق، رنګین دادفر سپنتا، صلاح الدین رباني، محب الله صمیم، باتور دوستم، شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي او احمد مسعود د عمومي غونډې په پیل کې وینا وکړي.
له دې وروسته به د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړه لومړۍ خپل منځي ناسته جوړه شي. شاګل رضايي، تمنا زریاب پریانۍ، نصیر احمد اندیشه او انارکلي هنریار به د لومړي پینل له ویناوالو څخه وي.
دویمه خپل منځي ناسته به د طالبانو د مخالفو ډلو د وضعیت، سیاسي تفاهم او پر ګډ هدف د دغو ډلو د اجماع په اړه جوړه شي. حسین علي یاسا، رحمت الله یارمل، زکریا مشکور کابلي، فهیم کارګر، باقر محسني، نورالرحمن اخلاق، غلام مصطفی وردګ د دې جرګې له ویناوالو څخه دي.
دریمه د کډونوالو خپل منځي ناسته به د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو په اړه جوړه شي او د دې پینل له ویناوالو څخه سید طیب جواد، فضل احمد معنوي او محمد محق دي.