• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل پوځ په غزه کې پر ۲۰۰ هدفونو بریدونه کړي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۸ GMT+۰

د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تېره شپه یې د غزې په تړانګه کې په خپلو بریدونو کې د حماس ډلې ۲۰۰ مرکزونه په نښه کړل.

په بیان کې ویل شوي، چې اسراییلي پوځیانو د غزې تړانګې په شمال کې د بیت حانون په یوه ښوونځي کې د حماس تونلونه کشف او ویجاړ کړي دي.

د دغه رپوټ له مخې؛ د اسراییل پوځ هم د دغه ښونځي په احاطه کې د دوو تونلونو د ننوتلو او یو شمېر وسلو په موندلو بریالی شوی دی.

اسرایيلي رسنیو په غزه کې د دغه هېواد د پوځي عملیاتو د پراخېدو خبر ورکړی. ​

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

۵

ګراهام: که د ایراني الوتکو د لېږد راپور رښتیا وي باید د پاکستان د منځګړیتوب رول وارزول شي

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې ولسمشر: نتنیاهو باید د جنګي مجرم په توګه محاکمه شي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر وویل، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید پر غزې د اسراییل د بریدونو په خاطر د "جنګي مجرم" په توګه محاکمه شي. رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې وویل: "غزه د فلسطین خاوره ده او تل به د فلسطینیانو ملکیت وي".

په همدې حال کې جرمني له غزې څخه خوندي سیمو ته د خلکو د تګ د احتمال غوښتنه کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې اسراییل باید نه یوازې د غزې خلکو ته خوندي سیمو ته د تګ لارښوونه وکړي، بلکې هغوی ته دې امکانات هم برابر کړي.

هغه زیاته کړه، چې اسراییل باید د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي او بشري قوانین مراعات کړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم اردوغان پر غزې د برید له امله نتنیاهو د غزې د خلکو د قاتل په توګه یاد کړی و.

د ایران د ۱۶ ولایتونو نومونه په ډاګه شول چې پکې د افغانانو پر کار او اوسېدو بندیز لګېدلی

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۴ GMT+۰

ایسنا خبري اژانس په یوه راپور کې د کرمانشاه ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د رییس په حواله ویلي، چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې افغان کډوال له اوسېدو او کار کولو څخه منع شوي دي.

حمزه سلیماني ویلي، چې د ملي امنیت د عالي شورا له لارښوونې سره سم د روان کال له پیل راهیسې په کرمانشاه کې د «غیر قانوني اتباعو د پېژندلو، نیولو او شړلو» د پلان اته مرحلې عملي شوي دي.

نوموړي د هغو ۱۵ نورو ولایتونو نومونه وانه خیستل چې د افغان اتباعو شتون پکې منع دی؛ خو سیمه ییزو رسنیو د ختیځ اذربایجان، لویدیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لورستان، چهارمحل او باختري، ګیلان، مازندران، سیستان و بلوچستان، هرمزګان او همدان نومونه یاد کړي دي.

په وروستیو اونیو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه او ویډیوګانې خپرې شوې، په میبود کې د یوه ۱۷ کلن هلک له وژل کېدو وروسته څو کسانو په ښار کې د افغانانو پر کورونو برید وکړ او د هغوی کورونو ته یې اور واچاوه.

د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دې وروستیو کې ویلي وو، چې د طالبانو په مشرۍ له حکومت څخه یې غوښتي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

وحيدي په ايران کې د مېشتو افغانانو شمېر شاوخوا پنځه ميليونه اټکل کړى دى.

هغه وویل چې "قانوني کډوالو ته به د پېژندنې په موخه یو ځانګړی کوډ ورکړل شي؛ خو د پېژندپاڼې حیثیت نه لري".

د طالبانو دفاع وزیر د اسلامي نړۍ علماو ته: فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزیر د اسلامي نړۍ له عالمانو سره د لیدنې پرمهال ویلي، څه ډول چې طالبان د نړۍ د سترو قدرتونو په مقابل کې بریالي شول، فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي. ملا یقعوب وویل، د فلسطين مساله نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی.

د طالبانو د دفاع وزارت نن دوشنبه د ( لیندۍ ۱۳ مه ) پر اېکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې تېره ورځ ماښام د اسلامي نړۍ علماو لوړ پوړي پلاوي د طالبانو دفاع له وزیر سره لیدلي دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې په لیدنه کې ملا یعقوب د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې له شک پرته، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
د طالبانو دفاع وزیر پر غزې د اسراییلو بمباري وحشیانه وبلله.

د اسلامي نړۍ علمانو پلاوي په استازیتوب علي محمد "قره داغي"خبرې وکړې.

د اسلامي نړي علماو پلاوي د طالبانو له یو شمېر نورو چیکپوړو چارواکو سره هم ناستې درلودې.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته سرچینې وايي؛ د اسلامي نړۍ د علماو پلاوي له طالب مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم او ښځو ته د کار اجازه ورکړي؛ ترڅو د اسلامي نړۍ د علماو غاړه خلاصه وي.

دغه سرچینه زیاتوي؛ طالب چارواکو دغه پلاوي ته مثبت او قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.

طالبان که څه هم د دغو ناستو په اړه د دې ډلې په خوښه څرګندونې په خبرپاڼو کې راخلي؛ خو تراوسه پورې د اسلامي نړۍ د علماو له دغو څرکندونو یادونه نه ده کړې.

ايراني رسنۍ: په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۲ GMT+۰

د ایران رسنۍ د خراسان سرحدي قوماندان له قوله وايي، په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان، يې افغانستان ته استولي دي. ویل کیږي دا هغه کډوال و چې په ايران کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته اوسېدل.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د دغه هیواد د خراسان ولایت سرحدي قوماندان له قوله لیکلي دي چې، په ایران کې د اوسیدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرونکي ۱۶ زره افغان کډوال یې د تایبا سرحد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران خراسان ولایت سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «په ایران کې د بهرنیو هیوادونو د بې اسناده اتباعو سره د چلند په موخه په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره بې اسناده افغانان پیژندل شوي او د تایبا بندر له لارې مو بېرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي»

نوموړی زیاتوي یاد افغان کډوال یې د خراسان سرحدي ځواکونو له لوري د افغانستان استازو ته سپارلي دي.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ۳۲۸ زره افغان کډوال چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هیواد کې اوسېدل بیرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

اسرايیلی پوځ: په غزه کې د حماس پر وړاندې ځمکني عملیات پراخوو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۰ GMT+۰

د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، د دغه هېواد پوځ په ټوله غزه کې عملیات کوي او د حماس د ټولو مرکزونو پر ضد ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکوي. دانیل هاګاری زیاته کړه: «د اسراییل پوځ له ترهګرو سره مخامخ کیږي او هغوی وژني.»

په ورته وخت کې د اسراییل د کورني امنیت ادارې مشر رونن بار هم اعلان کړی چې د دغه هېواد د کابینې موخه نه یوازې په غزه او فلسطیني سیمو کې بلکې په ترکیه او قطر کې هم د حماس او د هغوی د مشرانو له منځه وړل دي.

نوموړي وویل چې کیدای شي دغې موخې ته د رسېدو لپاره څو کاله وخت ونیسي، خو دا کار به ترسره کړي.

ملګرو ملتونو خبر ورکړی دی چې د تلې میاشتې په ۱۵مه نیټه د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د غزې ۷۵ سلنه اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.

له بلې خوا د حماس لوړپوړي وياند له بلجيم او اسپانيې غوښتي دي چې د اسراییل د جنایتونو د معلوماتو لپاره دې له غزې څخه د لیدنې په موخه د يوه اروپايي غورځنګ مشري وکړي.

د حماس ډلې یاد وياند اسامه حمدان اسرایيل د لنډمهال اوربند په سرغړونې تورن کړ او ويې ويل: «همدا اسرایيل و چې د تبادلې او اوربند له تړون څخه يې سرغړونه وکړه او بمباري يې پيل کړه.»

هغه زیاته کړه چې سوېلي غزې ته د اسراییل د ننوتلو او د حماس ډلې د دفاع لپاره د اغېز په اړه خبرې اوس هم د رسنیو بحث دی.