• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له جرمونو نړۍوالې محکمې غوښتنه؛ عدالت باید د افغان قربانیانو له غوښتنو سره سمون ولري

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۱ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د جرومنو نړۍواله محکمه باید د جنګي جرمونو هغو قربانیانو ته په عدالت رسولو کې لومړیتوب ورکړي او پروسه یې چټکه کړي، چې په افغانستان کې طالبانو او نورو ښکېلو اړخونو تر ۲۰۲۱ کال مخکې کړي دي.

دې سازمان نن د جرمونو نړۍوالې محکمې د غړو هېوادونو کلنۍ غونډه کې دا غوښتنه کړې ده، چې د ډسمبر له څلورمې تر څوارلسمې په نیویارک کې روانه ده.

د دغه سازمان مشرانو په افغانستان کې د جرمونو نړۍوالې محکمې په پلټنو کې د پام وړ پرمختګ غوښته وکړه او زیاته یې کړه، چې دا څېړنې باید په ښکاره او روڼ ډول راپور شي.

د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان مشر سماریتي سینګ وایي؛ یو قرباني تر بل کم نه دی.

د هغه په خبره؛ افغانستان کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ له نېږدې نیمې پېړۍ راهیسې روان دی، خو تېرو کلونو کې په دې برخه کې د جرمونو نړۍوالې محکمې د پلټنو پیلېدلو زرګونو قربانیان عدالت پلي کېدو ته هیله من کړي دي.

د نوموړي په خبره؛ دې ته په پام باید د جرمونو نړۍواله محکمه پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان په دې غونډه کې د روم اساسنامې له غړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د جرونو نړۍواله محکمه د جنسیتي ځورونو په ګډون د جنګي او بشر ضد جنایتونو برخه کې د څېړنو لپاره اړینې سرچینې لري.

​په دې کې هغه جنایتونه دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې او وروسته د ښځو، نجونو، هزاروو یا نورو مذهبي لږکیو پرضد شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان هغو افغانانو ته چې میړونه یا مېرمنې یې پاکستانیان دي پېژندپاڼي ورکوي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۱ GMT+۰

په پاکستان کې افغانانو ته د ويزو ورکولو له سختو محدوديتونو وروسته د پېښور سترې محکمې امر کړی، چې د پاکستاني اتباعو افغان مېړونو او مېرمنو ته دې پېژند پاڼې ورکړل شي. دا پیژندپاڼې پاکستان ته د ویزې پرته د ورتګ او نا محدوده پاتې کېدو فرصت چمتو کوي.

د پېښور ستري محکمې د (پي او سي) د قواعدو د اسانه کولو لپاره د پاکستاني اتباعو د افغان مېرمنو لپاره د ۱۰۹ درخواستونو د ترلاسه کولو وروسته د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ په ۱۴ مه) پرېکړه وکړه، چې د هېواد د نفوسو د ثبت قانون له مخې د پاکستان اصلي کارت ترلاسه کولو لپاره پاسپورټ او وېزې ته اړتیا نه شته.

تر دې مخکې د پاکستانۍ مېرمنو افغان مېړونو ته د پېژندپاڼې د تر لاسه کولو لپاره وېزه حتمي وه.

محکمې دغه حکم په ۳۳ مخونو کې په تفصیلي ډول صادر کړی او لیکلي یې دي: «دا ټولي غوښتنې تر یوې اندازې قانوني دي؛ يعنې که له يوې جوړې څخه يوه يې پاکستانۍ وي او بله يې بهرنۍ، د پاسپورټ په لرلو سره د پاکستان ويزه حتمي نه ده.»

محکمه په دې باور ده، چې یو افغان کډوال لپاره چې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، خپله کورنۍ يې جوړه کړې او په دې ټولنه کې مدغم شوی، د پاسپورټ او ويزي جبري کول «سخت، خپلسري او غیر معقول» عمل دی.

همداراز د پیښور سترې محکمې اعلان وکړ، چې د نفوسو د احوال د ثبت اداره په بشپړ ډول ددې صلاحيت لري، چې د غوښتنلیک ورکوونکو څخه نور اسناد او توضیحات وغواړي او له هغه وروسته دې پر شرایطو برابر افغانانو ته پاکستاني پېژندپانې ورکړل شي.

دغې محکمې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر ته هدایت کړی، چې دغه نوې پرېکړه دې د نوم لیکنو ټولو څانګو ته اعلان کړي.

د م.م کارپوهان: پاکستان باید د افغان کډوالو او ترهګرۍ ترمنځ بې اسناده اړیکه رامنځته نه کړي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو له ایستلو سره دوی د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخامخ کوي. دوی په یوه بیان کې لیکلي، چې پاکستان باید د افغان کډوالو او د ترهګرۍ خطر تر منځ بې اسناده اړیکه رامنځته نه کړي.

دوی د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۵مه) یوه ګډه اعلامیې کې خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخ سیستماتیکې سرغړونې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض د بڼې له امله د افغانانو ډله ییز ایستل به د کډوالو ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي.

دغو کارپوهانو د افغان اتباعو د نیولو او ایستلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې پاکستان باید د هغو افغانانو د شتون او د ترهګرۍ د خطرونو ترمنځ چې په پاکستان کې یې پناه اخیستې ده، بې اسناده اړیکې جوړې نه کړي.

دوی ټینګار کوي، چې پاکستان اړ دی د « جبري نه ستنولو» اصول او د پناه غوښتنې حق ته د لاسرسي په ګډون د نړۍوالو قوانینو سره سم د کډوالۍ پالیسي تنظیم کړي او د اسنادو په پام کې نیولو پرته د افغان کډوالو ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو دغو کارپوهانو په خپله اعلامیه کې دا هم لیکلي، چې پاکستان افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په صورت کې د هغو زیانونو او خطرونو د مخنیوي لپاره کوم میکانیزم په پام کې نه دی نیولی، چې افغانان ورسره مخامخ کېدی شي.

دوی اندېښنه څرګنده کړې، چې کډوالې ښځې او نجونې د جبري راستنېدو او بې ځایه کېدو پر مهال د قاچاق له خطر سره مخ دي.

دې ډلې دا یادونه هم کړې، چې مذهبي او توکمیز اقلیتونه هم د ځورونې له خطر سره مخ دي؛ په ځانګړې توګه د جبري راستنېدو پرمهال.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان ته لېږل شوې ښځې او نجونې له وخت څخه مخکې او جبري ودونو، انساني قاچاق، د زده کړو او کار، د ازادۍ او قانوني خوندیتوب له حقونو څخه د محرومیت له خطر سره مخ دي».

دوی همدا راز پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په نورو کوربه هېوادونو کې د دوی د ځای پر ځای کېدو او له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو د فرصتونو په زیاتولو سره دې د دوی ملاتړ وکړي.

امریکا وايي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ جاري ساتي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وګړو، کډوالۍ او مهاجرت د برخې مرستیال پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو هڅې به جاري ساتي. له پاکستاني چارواکو سره د جولیت والس نویز دوه ورځینۍ خبرې افغان کډوالو ته پر خوندي او ګټوره استوګنه متمرکزې وې.

د سما نیوز د راپور له مخې؛ نوموړي له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې له خطر سره مخ او پنا غوښتونکو افغان کډوالو پر ملاتړ او خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د دغه امریکايي چارواکي دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په تېر اکټوبر کې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د لړۍ پیلېدو سره په دغه هېواد امریکا ته تلونکي افغان کډوال هم نیول کېږي.

امریکا په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته د ټلیفون او وټسپ شمېره هم فعاله کړې، چې متحده ایالتونو ته د تللو دوسیه لري.

خو له دې سره په تېرو ورځو کې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته داسې ویډیوګانې رسېدلې دي، چې پکې اسلام اباد کې پولیس غرب ته تلونکي کډوال نیسي او تاڼو (د پولیسو حوزه) ته یې بیايي.

د تخار په تالقان ښار کې د زلزلې ټکانونه حس شوي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۰

له تخار څخه یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نن ماښام په سیمه ییز وخت ۵ بجې او ۳۵ دقیقې یې په تالقان ښار کې د زلزلې ټکانونه حس کړي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، چې زلزله خفیفه مګر اوږده وه.

زلزلې د کندوز د یو شمېر سیمو سربېره د تخار د فرخار او یو شمېر ښار ته نېږدې ولسوالیو سیمې لړزولې دي.

بل خوا د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې دغه زلزله د ریختر په کچه ۴،۰ درجې وه، چې د مرکز سربېره یې نېږدې ۳۵ کیلومتره شا او خوا سیمې لړزولې دي.

یاده ویب پاڼه زیاتوي، چې د زلزلې دغه ټکانونه د تاجکستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

بادغيس او تخار په ترافیکي پېښو کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې يوه ښځه او يو نارينه وژل شوي او ۸ کسه نور ټپيان شوي دي.

لومړۍ پېښه نن سهار د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ په قرچقي سيمه کې د يوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې.

د بادغيس د طالبانو د ترافيکو مسوولين وایي، چې په دې پېښه کې يوه ښځه مړه شوې او ۶ کسه زخمیان دي، چې د سيمي روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته بیا تېره ورځ ناوخته د تخار ولايت په بنګي ولسوالۍ کې په یوه بله ترافيکي پېښه کې يو کس وژل شوی او دوه نور زخميان شوي دي.

د بنګي ولسوالۍ د طالبانو د ترافيکو مسوولين د پېښي لامل د موټر چلونکي بې احتياطي ګڼي.