• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا وايي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ جاري ساتي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وګړو، کډوالۍ او مهاجرت د برخې مرستیال پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو هڅې به جاري ساتي. له پاکستاني چارواکو سره د جولیت والس نویز دوه ورځینۍ خبرې افغان کډوالو ته پر خوندي او ګټوره استوګنه متمرکزې وې.

د سما نیوز د راپور له مخې؛ نوموړي له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې له خطر سره مخ او پنا غوښتونکو افغان کډوالو پر ملاتړ او خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د دغه امریکايي چارواکي دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې په تېر اکټوبر کې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د لړۍ پیلېدو سره په دغه هېواد امریکا ته تلونکي افغان کډوال هم نیول کېږي.

امریکا په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته د ټلیفون او وټسپ شمېره هم فعاله کړې، چې متحده ایالتونو ته د تللو دوسیه لري.

خو له دې سره په تېرو ورځو کې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته داسې ویډیوګانې رسېدلې دي، چې پکې اسلام اباد کې پولیس غرب ته تلونکي کډوال نیسي او تاڼو (د پولیسو حوزه) ته یې بیايي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

د تخار په تالقان ښار کې د زلزلې ټکانونه حس شوي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۰

له تخار څخه یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نن ماښام په سیمه ییز وخت ۵ بجې او ۳۵ دقیقې یې په تالقان ښار کې د زلزلې ټکانونه حس کړي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، چې زلزله خفیفه مګر اوږده وه.

زلزلې د کندوز د یو شمېر سیمو سربېره د تخار د فرخار او یو شمېر ښار ته نېږدې ولسوالیو سیمې لړزولې دي.

بل خوا د زلزلو او اتش فشانونو د ارزونې او څارنې ادارې پر خپلې ویب پانې لیکلي، چې دغه زلزله د ریختر په کچه ۴،۰ درجې وه، چې د مرکز سربېره یې نېږدې ۳۵ کیلومتره شا او خوا سیمې لړزولې دي.

یاده ویب پاڼه زیاتوي، چې د زلزلې دغه ټکانونه د تاجکستان په یو شمېر سیمو کې هم حس شوي دي.

تر اوسه پورې د دغې زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

بادغيس او تخار په ترافیکي پېښو کې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې يوه ښځه او يو نارينه وژل شوي او ۸ کسه نور ټپيان شوي دي.

لومړۍ پېښه نن سهار د بادغيس ولايت د قادس ولسوالۍ په قرچقي سيمه کې د يوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې.

د بادغيس د طالبانو د ترافيکو مسوولين وایي، چې په دې پېښه کې يوه ښځه مړه شوې او ۶ کسه زخمیان دي، چې د سيمي روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته بیا تېره ورځ ناوخته د تخار ولايت په بنګي ولسوالۍ کې په یوه بله ترافيکي پېښه کې يو کس وژل شوی او دوه نور زخميان شوي دي.

د بنګي ولسوالۍ د طالبانو د ترافيکو مسوولين د پېښي لامل د موټر چلونکي بې احتياطي ګڼي.

عبدالسلام حنفي: ګاونډي هیوادونه دې خپله ابادي زموږ په وراني کې نه لټوي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال وايي، افغانستان خپله ابادي د همسايه هيوادونو په وراني کې نه غواړي او له ګاونډيو هيوادونو هم ورته تمه لري. عبدالسلام حنفي زیاتوي، افغانستان پخوا هم بې طرفه و او اوس هم نه غواړي چې د کوم لوري یا ایتلاف غړی شي.

دغه طالب چارواکي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (ليندۍ ۱۵) د افغانستان د علومو اکاډمۍ په یوه غونډه کې وکړې.

ښاغلي حنفي د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانسان په ورانۍ کې دي خپلي ګټي او ابادي نه لټوي.

عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې د کوم هیواد نوم وا نه خيست.

نوموړي همدا ډول ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې امنيت تامين شوى، فساد له منځه وړل شوى، د کوکنارو په کښت او توليد بنديز لګول شوى دى.

عبدالسلام حنفي زیاته کړه، چې طالبان غواړي افغانستان یو خپلواک او بې طرفه هېواد پاتې شي.

ده همداراز ټینګار وکړ، چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د سیمې او نړۍ هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، په ۱۶ ولایتونو کې پر کډوالو بندیز نوې خبره نه ده

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۲ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد په ځینې سیمو کې باید بهرني وګړي ونه اوسي او په ۱۶ ولایتونو پر افغان کډوالو بندیز اوسنۍ خبره نه ده. احمد وحیدي زیاتوي، له پخوا راهیسې په ایران کې ځینې داسې سیمې مشخصې شوې چې باید کډوال پکې استوګنه یا کاروبار ونه کړي.

نوموړي له ایسنا سره په خبرو کې ویلي، په ۱۶ ولایتونو کې د کډوالو بندیز هم د همدې موضوع اړوند ده او نوې پېښه باید ونه بلل شي.

د نوموړي دا خبرې د ایران د کرمان شاه د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر حمزه سلیماني تر څرګندونو دوه ورځې وروسته دي.

ښاغلي سلیماني د کرمان شاه په ګډون د دغه هیواد ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو پر ننوتلو بندیز اعلان کړ.

هغه رسنیو ته ویلي چې، د روان کال له پیل راهیسې څو ځله له کرمان شاه افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته شړل شوي دي.

ښاغلي سلیماني همدا راز زیاته کړه چې د دې بهیر په ترڅ کې یې زیات شمېر افغان کارګران او همدارنګه هغه کسان چې دوی یې په کار ګومارلي، نیولي دي.

ښاغلي سلیماني له خپلو خلکو وغوښتل چې که افغان کډوال په کروندو، بڼونو، ساختماني ورکشاپونو او داسې نورو ځایونو کې په کار کولو ګوري نو له پولیسو او ښاروالۍ سره اړیکه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور اېستل زیات شوی او هره ورځ زرګونه کډوال بېرته هېواد ته ستنېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د ايران او پاکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ کچه لوړه شوې ده.

طالبانو کونړ کې نږدې ۲۵ زدکوونکي د فراغت مراسمو کې ونیول

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو استخباراتو د کونړ په مرکز اسعد اباد کې تر ۲۵زدکوونکي د فراغت مراسمو کې پر جامو ملي بیرغ ته ورته لاسلیکونو د کولو له امله ونیول. طالبانو په اسعد اباد کې عمرا خان لېسې دا زدکوونکي په یوه پارک کې د فرغت مراسمو کې ونیول.

باروي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې له دوی ځینې هلکان وتښتېدل او مراسم یې نیمګړي پرېښودل.

د افغانستان په ختیځ تر ډېره د لېسو او پوهنتونونو زدکوونکي فراغت غونډو کې د یادګار په توګه د یو بل پر جامو لاسلیکونه کوي.

طالبانو تر دې مخکې هم له دې لاسلیکونو سره مخالف ښودلی او مختلفو ولایتونو کې یې له ښوونکو غوښتي چې د دې دود مخه ونیسي.