ځايي سرچينې: طالبانو د خوست په علیشېرو کې یو قومي مشر وژلی دی

ځايي سرچینې وايي د خوست ولایت علیشېرو ترېزیو ولسوالۍ د صدکو د کلي قومي مشر حاجي میرولي خان چې د تېر حکومت پر مهال يې له ځايي حکومتي ادارو سره ښې اړیکې لرلې، طالبانو وژلی دی.

ځايي سرچینې وايي د خوست ولایت علیشېرو ترېزیو ولسوالۍ د صدکو د کلي قومي مشر حاجي میرولي خان چې د تېر حکومت پر مهال يې له ځايي حکومتي ادارو سره ښې اړیکې لرلې، طالبانو وژلی دی.
سرچينې زیاتوي دغه قومي مشر چې د تېر حکومت پلوی وو، طالبانو د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې ډير ځورولی و.
د وژل شوي قومي مشر د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ويلي، وسله والو طالبانو دغه قومي مشر د دو شنبې ورځ (لیندۍ ۱۳مه) له خپل کوره په زور اېستلی او یو ساعت وروسته يې د هغه مړی ورته راوړی دی.
د یاد قومي مشر د کورنۍ غړي وايي: «طالبان راغلل ويل چې مشر بهر را وباسئ، موږ ورته وويل چې هغه ناروغ دی چې جوړ شي چې هر ځای وي درولو یې، نو دوی په زور کورته دننه کیدل، مجبور شوو مشر مو ورته را ویوست، طالبانو د موټر په باډۍ کې واچاو او ولاړل، یو ساعت وروسته يې مړی راته راوړ.»
دوی وايي، د مړي په جسد د مرمیو لګېدو نښې نه وې خو طالبانو هم نه دي ورته ويلي چې دغه مشر یې په څه ډول وژلی دی.
د وژل شوي مشر خپلوان وايي دغه قومي مشر په دې تورن و چې ګنې د تېر حکومت پرمهال يې په خوست کې له حکومتې ادارو سره یې د یوه قومي مشر په حیث ښې اړیکې وې نو ځکه طالبانو ده ته ستونزې جوړولې، «طالبانو به په بېلابېلو پلمو ستړیولو، ولسوالیو ته یې غوښتو، چې ته د امریکایانو جاسوس وې، په دې وړلو راوړلو کې یې شهيد کړ.»
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د را رسېدلو معلوماتو له مخې د دغه قومي مشر کورته راغلیو طالبانو يې له کورنۍ سره ژمنه کړې چې تر ځينو پوښتنو ګروېږنو وروسته به ۶۵ کلن حاجي میرولي خان بیرته ورسپاري خو هغوی يې بیرته يوازې د هغه مړی ورسپارلی دی.
سرچينې وايي کورته ورغلو طالبانو ته آن د دغې کورنۍ ښځو زارۍ کړې وې چې هغه ناروغ دی خو هغوی یې خبره نه وه منلې.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي چې له هیچا سره یې شخصي دښمني نه وه او نه هم وژل شوی کس داسې و چې څوک يې ځورولي وي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دوه کاله تېريږي چې طالبان د عمومي بښنې له اعلان سره، سره د تېر حکومت نظامي او ملکي کارکونکي او عسکر وژني، زنداني کوي او ربړوي يې او د دې تر څنګ هغه کسان چې د تېر حکومت پر مهال په ټولنیزو برخو کې فعال و ځوروي او زنداني کوي یې.