د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. دغه لاره نن سهار تړل شوې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د تورخم دروازه د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. دغه لاره نن سهار تړل شوې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او او کلتور مشر صدیق الله قریشي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې نن د چهار شنبې ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د پاکستان له لوري د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.د طالبانو له لوري د تورخم کمیسار عصمت الله یعقوبي هم د پاکستان له لوري د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د تړل کیدو پخلی کوي.نوموړی وايي، تېره شپه ناوخته پاکستان غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان لوري ته شل متره مخکې د لوحې په پلمه یوه بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې د جوړېدو مخه ونیوله.

د تورخم د کمیسار په خبره د طالبانو له غبرګون وروسته پاکستاني لوري دروازه د ټرانزیټ پر مخ وتړله.
د تورخم کمیسار زیاتوي د ستونزې د حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرو ته چمتو یو چې دغه ستونزه د خبرو له لارې حل کړو
افغان سوداګر وايي هر کله چې د افغانستان د تازه میوو او سبزیو د صادراتو وخت وي د باکستان له لوري په بېلابېلو پلمو دغه دروازه د ترانزیټي توکو له پاره تړل کیږي چې تر ډېره یې زیان سوداګرو او ولسي خلکو ته رسیږي، دا مهال چې تر ډېره د کندهار انار او انګور هم په چمن کې د روان برلت له امله په تورخم راړول کیږي د دغې دروازې سوداګرو ته ګڼ زیانونه اړولي دي .


د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه په سیاسي او ټولنیزه توګه د فعالو افغان میرمنو او د اوو عربي هیوادونو تر منځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ سه شنبې (د لیندۍ ۱۴ مه) د دغه انسټیټیوټ په اېکس پاڼه لیکلي؛ دغه مرکز په مراکش کې د عربي څېړنو مرکز په همکارۍ د "عربي ښځو سره د افغان ښځو د پیوستون شبکې" د پرانیستې مراسمو کوربه و.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز همداراز ویلي، چې دغه پروګرام د افغانستان او د اوو عربي هېوادونو د سیاسي او ټولنیزو فعالو ښځو ترمنځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.
په همدې حال کې په دې مراسمو کې د افغانستان او عربي هېوادونو څه باندې ۳۰ تنو ښځینه فعالانو ګډون کړی و، چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ژورې څېړنې وکړي او په سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو کې د هغوی له اساسي حقونو څخه دفاع وکړي.
دغه مرکز دا هم ویلي چې دا پروګرام د علمي او اداري فعالیتونو له لارې د متقابل تفاهم او د ښځو ځواکمنولو ته ځانګړی شوی دی.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ زیاته کړه چې په راتلونکي کې به نور پروګرامونه هم جوړ کړي چې د افغانستان او عربي هېوادونو ښځې په علمي، سیاسي، فرهنګي او مدني برخو کې ونډه واخلي.
دغه مرکز ویلي، د دغې شبکې د جوړولو موخه په ټولنه کې د ښځو د رول د پیاوړتیا او په دې برخو کې د ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د پوهاوي لوړول دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له بیا نیولو راهیسې د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي.
دغې ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځيو دروازې بندې کړې، د پوهنتونونو دروازې يې د ښځينه محصلينو پر مخ وتړلې او ښځې يې په دولتي او خصوصي موسسو کې له کار کولو منعه کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټولو نړیوالو ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
د بښنې نړیوال سازمان "د افغانستان د ښځو لپاره خبرې وکړئ" د ملاتړ کمپاین په دوام په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې ښځې او نجونې تر ټولو ډیرې له اقتصادي ناورین څخه اغیزمنې شوې دي.
دغه سازمان د خپل شپاړس ورځني کمپاین پر دوام دا ځل د ښځو د حقونو د فعالې فروزان رسولي پیغام خپور کړ چې مېرمن فروزان په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ته په اشارې سره؛ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي.
د ښځو د حقونو دغې فعالې ویلي، نړیواله ټولنه باید دا یقیني کړي چې ښځې د دوی د پروژو اساسي برخه ده.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي، چې دا په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د پام وړ بېلګه ده.
تر دې مخکې د پاملرنې موسسې سلاکارې میلیسا کورنټ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د امریکا د سولې انسټیټیوټ په غونډه کې ویلي و چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د بندیزونو له امله اغیزمنې شوې دي.
نوموړې دا هم ویلي و چې افغان ښځې او نجونې له سختو خوراکي او اقتصادي ناورینونو سره مخامخې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ او دا کمپاین به د ډسمبر تر لسمې نیټې دوام وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپل د پیوستون پیغامونه شریک کړي.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، له افغانستانه د مسلکي ښوونکو وتل، په تعلیمي نصاب کې راوړل شوي ادلونونه بدلونونه هغه څه دي چې د زدهکړو بهیر یې د سترو ننګونو سره مخامخ کړی دی.
دغه سازمان پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو د تعلیم په برخه کې دې له توپیري چلنده لاس واخلي او اړونده حکومتونه او د ملګرو ملتونو ادارې باید له طالبانو وغواړي، چې د نجونو پر تعلیم خپل تبعیضي بندیز پای ته ورسوي او د باکیفیته زدهکړو په برخه کې د هلکانو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي.
د بشري حقونو د څار سازمان نن په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو ناوړه تعلیمي تګلارې د نجونو او ښځو ترڅنګ هلکانو ته هم زیان رسوي.
راپور كې راغلي:« د هلکانو ښوونځي هم ناکامه دي.»
په دغه سازمان کې د ښځو د حقونو څېړونکې او د راپور لیکواله سحر فطرت ویلي:« طالبان د هلکانو او نجونو لپاره د افغانستان تعلیمي سیسټم ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي.»
طالبانو د هلکانو له ښوونځيو ټولې ښځينه ښوونکې له دندو ګوښه کړې دي.
طالبانو د هنر، سپورټ، انګلیسي او مدني زدهکړو په ګډون مضامین له منځه وړي دي، چې د تعلیمي کیفیت د خرابېدو لامل شوی دی.
له بله پلوه په افغانستان کې پېښ شوي اقتصادي ناورین ګڼ هلکان اړ اېستي، چې د زدهکړو تر څنګ یو شمېر درنو کارونو ته مخه وکړي او ډېر یې هم اړ وتي، چې ښوونځي پرېږدی او نورو کارونو ته مخه وکړي.
د ښوونځیو ګڼ زدهکوونکي هلکان د وېرې، ژور خپګان او نورو رواني ستونزو سره مخامخ دي.
په داسې حال کې چې نن سبا په افغانستان کې د رواني ناروغیو د درملنې لپاره هم شرایط په نشت حساب دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، په ښوونځیو کې ماشومانو ته جسمي سزا ورکول د دوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.
ماشومانو ته د سزا ورکولو لپاره د تاوتریخوالي کارول د غیر ضروري درد او کړاو لامل کېږي، زیان رسوي او د ماشومانو پرمختګ، تعلیمي بریالیتوب او رواني روغتیا ته زیان اړوي.
د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کمیټې موندلې، چې ټول فزیکي مجازات د نړۍوال قانون له مخې منع دي او ټول ماشومان حق لري، چې د تاوتریخوالي څخه پاک چاپېریال کې زدهکړې وکړي.
د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون چې افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې تصویب کړ، د ماشومانو د تعلیم، خوندیتوب او له تاوتریخوالي څخه د ساتنې حقونه په ګوته کوي.
دا رنګه "د عصري نصاب د ارزونې کمیټې راپور" تر سرلیک لاندې یو ۷۸ مخیز سند، چې د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې ترلاسه کړی، داسې ښکاري چې د نصاب د بیا کتنې لپاره د طالبانو وړاندیزونه ځای په ځای شوي دي.

طالبانو د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د وروستي راپور ستاینه کړې؛ خو هغه برخه چې پکې ویل شوي «د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي» له واقعیت څخه لرې بللې او د راپور دا برخه نه تاییدوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) په اېکس ټولنیزې شبکې یوه اعلامیه خپره کړې، چې په اعلامیه کې راغلي د نړۍوال بانک په راپور کې ویل شوي: «د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي» د راپور دغه برخه له واقعیت څخه لرې ده او نه یې تاییدوي.
طالبانو د راپور د دغې برخې د ردولو په اړه لیکلي: «له تحول وروسته د هېواد په کچه لویې او متوسطې پروژې پیل شوې دي چې لسګونه زرو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده».
اعلامیه زیاتوي؛ د سوداګرۍ، صنعت، کرنې او زېربنا په برخو کې په پرمختګونو سره خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي چې له امله یې د خلکو ډېری اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي.
طالبان وایي؛ دا چې نړۍوال بنسټونه په دې اړه سترګې پټوي، دا له واقعیت څخه لرې دي او دوی یې نه تاییدوي.
د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه نړۍوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په څلورمه نېټه یو راپور خپور کړ چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پکې کتنه شوې ده.
په راپور کې راغلي په افغانستان کې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، ملي عواید زیات شوي، د وارداتو په کچه کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو استعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ پورته شوی، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی په بانکي سیستم کې پرمختګ شوی او با کیفیته روغتیایي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي. د راپور په یوه برخه کې دا هم راغلي چې د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
طالبانو د نړۍوال بانک د راپور ستاینه کړې، خو له وروستۍ برخې سره یې غبرګون ښودلی.
اعلامیې زیاتوي، چې طالبانو پر دې باور دي که نړۍواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، پر بانکي سیستم او نورو برخو شته بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمنې ازادې کړي، افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.
طالبانو له ټولو نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته ورځني پرمختګونه په ډاګه کړي، ترڅو نړۍ د افغانستان د واقعي پرمختګونو په اړه خبره شي.

ملالې یوسفزۍ د سې شنبې په ورځ د نېلسن منډېلا د مړینې د لسم تلین په مناسبت وویل چې په افغانستان کې طالبانو «نجلۍ اوسیدل ناقانونه کړي دي.»
هغې په سویلي افریقا کې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د مبارزې اتل د تلین په مراسمو کې، په افغانستان کې د «جنسیتي تبعیض» د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.
د فرانسې د خبرې اژانس د راپور له مخې، هغې په ژوهانسبورګ کې وویل چې طالبانو «نجلۍ اوسیدل ناقانونه» اعلان کړي دي او افغان نجونې د دې ځپلو له امله په «خپګان» اخته شوي او «مخدره توکو ته یې مخه کړې» او «ځان وژنې کوي.»
طالبانو د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره هڅه کړې چې ښځې له ټولنې لرې کړي.د دې حکمونو له مخې، ښځې ښوونځیو، پوهنتونونو، ورزش ځایونو او تفریح ځایونو ته له تګ څخه منع شوي دي.
اغلې یوسفزۍ وویل: «د طالبانو [حکومت] دې د هغه څه پر اساس چې دوی یې پر ښځو تحمیلوي او د ژوند له حق څخه یې محروموي، باید د جنسیتي تبعیض د رژیم په توګه وپیژندل شي.
هغې وویل چې د سویلي افریقا خلک وجنګیدل ترڅو په دې وتوانیدل چې د جنسیتي توپیر وحشت د نړۍ غوګونو ته ورسوي او جرم یې وبلي.
د نجونو د زدکړو دغې فعالې ټینګار وکړ: «جنسیتی تبعیض تراوسه په نړۍوالو قوانینو کې په ښکاره توګه جرم نه دی بلل شوی، خو موږ دا فرصت لرو چې دا عمل په رسمیت وپیژنو.»
تیره میاشت، د نوبل جایزې ګټونکې هیلري کلینټن او د ښځو د حقونو یو شمېر نورو مخکښو فعالانو له ملګرو ملتونو د یوه لیک په لیږلو وغوښتل چې جنسیتي تبعیض دې جرم وبلي او د بشریت ضد جرمونو په اړه دې پر تړونونو بیا کتنه وکړي.