• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د نړۍوال بانک د راپور یوه برخه تایید او بله رد کړې ده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۰ GMT+۰

طالبانو د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د وروستي راپور ستاینه کړې؛ خو هغه برخه چې پکې ویل شوي «د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي» له واقعیت څخه لرې بللې او د راپور دا برخه نه تاییدوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) په اېکس ټولنیزې شبکې یوه اعلامیه خپره کړې، چې په اعلامیه کې راغلي د نړۍوال بانک په راپور کې ویل شوي: «د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي» د راپور دغه برخه له واقعیت څخه لرې ده او نه یې تاییدوي.

طالبانو د راپور د دغې برخې د ردولو په اړه لیکلي: «له تحول وروسته د هېواد په کچه لویې او متوسطې پروژې پیل شوې دي چې لسګونه زرو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده».

اعلامیه زیاتوي؛ د سوداګرۍ، صنعت، کرنې او زېربنا په برخو کې په پرمختګونو سره خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي چې له امله یې د خلکو ډېری اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي.

طالبان وایي؛ دا چې نړۍوال بنسټونه په دې اړه سترګې پټوي، دا له واقعیت څخه لرې دي او دوی یې نه تاییدوي.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه نړۍوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په څلورمه نېټه یو راپور خپور کړ چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پکې کتنه شوې ده.

په راپور کې راغلي په افغانستان کې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې، ملي عواید زیات شوي، د وارداتو په کچه کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو استعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ پورته شوی، د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی په بانکي سیستم کې پرمختګ شوی او با کیفیته روغتیایي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي. د راپور په یوه برخه کې دا هم راغلي چې د افغانستان نیمایي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

طالبانو د نړۍوال بانک د راپور ستاینه کړې، خو له وروستۍ برخې سره یې غبرګون ښودلی.

اعلامیې زیاتوي، چې طالبانو پر دې باور دي که نړۍواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، پر بانکي سیستم او نورو برخو شته بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمنې ازادې کړي، افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.

طالبانو له ټولو نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته ورځني پرمختګونه په ډاګه کړي، ترڅو نړۍ د افغانستان د واقعي پرمختګونو په اړه خبره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې: طالبانو په افغانستان کې نجلۍ اوسیدل ناقانونه کړي دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۷ GMT+۰

ملالې یوسفزۍ د سې شنبې په ورځ د نېلسن منډېلا د مړینې د لسم تلین په مناسبت وویل چې په افغانستان کې طالبانو «نجلۍ اوسیدل ناقانونه کړي دي.»

هغې په ​​سویلي افریقا کې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې د مبارزې اتل د تلین په مراسمو کې، په افغانستان کې د «جنسیتي تبعیض» د رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه.

د فرانسې د خبرې اژانس د راپور له مخې، هغې په ​​ژوهانسبورګ کې وویل چې طالبانو «نجلۍ اوسیدل ناقانونه» اعلان کړي دي او افغان نجونې د دې ځپلو له امله په «خپګان» اخته شوي او «مخدره توکو ته یې مخه کړې» او «ځان وژنې کوي.»

طالبانو د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره هڅه کړې چې ښځې له ټولنې لرې کړي.د دې حکمونو له مخې، ښځې ښوونځیو، پوهنتونونو، ورزش ځایونو او تفریح ​​ځایونو ته له تګ څخه منع شوي دي.

اغلې یوسفزۍ وویل: «د طالبانو [حکومت] دې د هغه څه پر اساس چې دوی یې پر ښځو تحمیلوي او د ژوند له حق څخه یې محروموي، باید د جنسیتي تبعیض د رژیم په توګه وپیژندل شي.

هغې وویل چې د سویلي افریقا خلک وجنګیدل ترڅو په دې وتوانیدل چې د جنسیتي توپیر وحشت د نړۍ غوګونو ته ورسوي او جرم یې وبلي.

د نجونو د زدکړو دغې فعالې ټینګار وکړ: «جنسیتی تبعیض تراوسه په نړۍوالو قوانینو کې په ښکاره توګه جرم نه دی بلل شوی، خو موږ دا فرصت لرو چې دا عمل په رسمیت وپیژنو.»

تیره میاشت، د نوبل جایزې ګټونکې هیلري کلینټن او د ښځو د حقونو یو شمېر نورو مخکښو فعالانو له ملګرو ملتونو د یوه لیک په لیږلو وغوښتل چې جنسیتي تبعیض دې جرم وبلي او د بشریت ضد جرمونو په اړه دې پر تړونونو بیا کتنه وکړي.

په تخار کې سرچينې وايي، په تالقان ښار کې د طالبانو يو قوماندان وژل شوى دى

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۶ GMT+۰

په تخار کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو يو ځایي قوماندان قاري سنت د سې شنبې په ماښام د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړى د تخار مرکز د تالقان ښار په بادام دره سيمه کې وژل شوى دى.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو دغه ځایي قوماندان کومې ډلې او يا کومو کسانو وژلى دى. په تخار کې د مقاومت جبهه فعاله ده او ځینو سرچینو ویلي چې دا برید د دغې جبهې د غړو کار دی.

ظاهراً هغه په تخار کې د طالبانو د دوو کنډکونو قوماندان و.

د کندهار او تخار په ګډون په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د طالبانو پر غړو وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

طالبانو بېرته راستنېدونکي سوداګر د پنځو کلونو لپاره د مالیاتو له ورکولو څخه معاف کړل

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اعلان وکړ، چې دې ډلې د هغو کډوالو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره چې هېواد ته راستانه شوي د پنځه کلنې مالیې معافیت په ګډون ځانګړي امتیازات چمتو کړي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ طالبانو د دوی د ملاتړ لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د دغه هېواد د سرپرست حکومت د پرېکړې له اعلان وروسته طالبانو د هغوی د ځای پر ځای کېدو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړه، چې یوه برخه یې کډوالو سوداګرو ته د کار پېدا کول او ځای پر ځای کول وو.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ (لیندۍ ۱۴مه) د ایکس ټولنیزې شبکې په پاڼه کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې ده.

د دې ډلې له خوا د دې سوداګرو او صنعتکارانو د ملاتړ لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ دغه سوداګر د پنځو کلونو لپاره له مالیې معاف شوي او پر دې سربېره به طالبان دوی ته په صنعتي پارکونو کې د فابریکو د جوړولو او د استوګنې په سیمو کې د کورونو د جوړولو لپاره ځمکې وېشي.

دغه خبر پاڼه زیاتوي، چې طالبان به د دې فرصت برابر کړي چې دغو سوداګرو ته "په سوداګریزو بندرونو کې" سیمه ییز دفترونه پرانیزي.

افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او دا لا څرګنده نه ده چې طالبان غواړي د نورو هېوادونو په بندرونو کې د افغان سوداګرو لپاره دفترونه پرانیزي.

د موټرو او ماشینونو لپاره د برېښنا، ګاز او ګمرکي معافیت او د اوږدمهاله قونسلي خدماتو عرضه د هغو امتیازاتو برخه ده چې طالبانو د دغو سوداګرو لپاره په پام کې نیولي دي.

په ساده شرایطو کې د کانونو د قراردادونو سپارل او دغو سوداګرو او صنعتکارانو ته د بانکي خدمتونو وړاندې کول هغه نور هغه څه دي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ورته اشاره کړې ده.

دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې طالبان به د هغو کډوالو لپاره چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي، د استوګنې د ځانګړو ځایونو ترڅنګ صنعتي پارکونه او سوداګریز مرکزونه جوړوي.

طالبانو د دغې ډلې له خوا په نښه شویو سوداګرو او صنعتکارانو ته د دغو ځانګړو امتیازاتو د ورکولو او د هغې د مالي سرچینو د لګښت په اړه څه نه دي ویلي.

د ايران د کورنیو چارو وزير: دښمنان غواړي د افغانانو او ایرانیانو تر منځ شخړې پېدا کړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، چې «دښمن» غواړي په ایران کې د افغانانو او ایراني ټولنو تر منځ د «حقیقي یا مصنوعي» شخړو په رامنځته کولو سره په ایران کې د افغانستان ضد جګړه وکړي.

ښاغلي وحیدي په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې له ځينو شخړو او تاوتریخوالي وروسته دا څرګندونې کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر څرګنده نه کړه، چې کوم لاملونه په ایران کې د افغانیت ضد دي.

هغه وویل، چې جګړه او د افغان ضد روحیه خپرول د هېواد چارواکو ته "په هېڅ ډول" د منلو وړ نه دي.

د ښاغلي وحیدی د مطبوعاتي کنفرانس هغه ویډیو چې د ایران رسمي خبري وېبپاڼې د سې شنبې په ورځ پر خپله ايکس پاڼه نشر کړې، دغه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، چې د افغانستان پر ضد باید چاته اجازه ورنه کړل شي.

په دې وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د همدې اونۍ د جمعې په ورځ هم په یزد ښار کې قهرجنو خلکو له خوا د کډوالو پر کورونو د حملې رپوټونه خپاره شول.

له ایران څخه د مهاجرینو ایستل

د ایران د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې په ایران کې زیات شمېر افغان کډوال بې له اسنادو درلودلو اوسیږي، چې بايد وايستل شي.

خو د طالبانو یوه پلاوي له ایران څخه د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره د وخت غوښتنه کړې ده.

احمد وحیدي وویل: "د افغانستان اتباع په موقت ډول دلته دي او که د دوی په هیواد کې وضعیت ښه شي، باید بېرته افغانستان ته ستانه شي".

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې په ایران کې یې د طالبانو له پلاوي سره خبرې کړي او له دغې ډلې یې غوښتي، چې خپل هېواد ته د کډوالو د ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.

دغه لوړپوړي ایراني چارواکي زیاته کړه، چې اسلامي شورا ته یې د تصويب لپاره د (کډوالۍ د سازمان) يوه لايحه لېږلې ده؛ څو یو مشخص ارګان په ایران کې د کډوالو وضعیت تنظیم او اداره کړي.

د قطر امیر: په غزه کې د اسراییل له خوا "نسل وژنه" د ځان دفاع نه بلل کیږي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سې شنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د اسراییل له خوا د فلسطینیانو «نسل وژنه» د ځان دفاع نه بلل کیږي او په غزه کې د جګړې د بندولو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې بې غوري د «شرم وړ» ده.

د قطر امیر په غزه کې د اسراییل د قتل عام په اړه د نړۍوالې څېړنې غوښتنه وکړه.

شیخ تمیم بن حمد ال ثاني دغه څرګندونې په قطر کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا په ۴۴مه غونډه کې وکړې.

هغه په ​​دې غونډه کې وویل، چې اسراییل په غزه کې له بشري او اخلاقي معیارونو سرغړونه کړې او ټول حیاتي توکي یې بند کړي دي.

د قطر امیر د اسراییل له خوا د فلسطیني ځمکو د اشغال په پای ته رسولو ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې اسراییل باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې حل لارې لپاره معتبرو خبرو اترو ته اړ شي.

شیخ تمیم بن حمد ال ثاني هم د اوربند د نوي کولو او د غزې د تړانګې د خلکو د مشکلاتو د کمولو لپاره د هڅو د دوام اعلان وکړ.

په دې غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم حضور درلود.

د ترکیې ولسمشر وویل: «نتنیاهو د خپل سیاسي ژوند د دوام لپاره د سیمې امنیت او راتلونکی له خطر سره مخامخ کوي او هغه څه چې په غزه کې کیږي د بشریت ضد جنایت دی».