• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر امیر: په غزه کې د اسراییل له خوا "نسل وژنه" د ځان دفاع نه بلل کیږي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سې شنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې د اسراییل له خوا د فلسطینیانو «نسل وژنه» د ځان دفاع نه بلل کیږي او په غزه کې د جګړې د بندولو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې بې غوري د «شرم وړ» ده.

د قطر امیر په غزه کې د اسراییل د قتل عام په اړه د نړۍوالې څېړنې غوښتنه وکړه.

شیخ تمیم بن حمد ال ثاني دغه څرګندونې په قطر کې د فارس خلیج د همکارۍ شورا په ۴۴مه غونډه کې وکړې.

هغه په ​​دې غونډه کې وویل، چې اسراییل په غزه کې له بشري او اخلاقي معیارونو سرغړونه کړې او ټول حیاتي توکي یې بند کړي دي.

د قطر امیر د اسراییل له خوا د فلسطیني ځمکو د اشغال په پای ته رسولو ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې اسراییل باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې حل لارې لپاره معتبرو خبرو اترو ته اړ شي.

شیخ تمیم بن حمد ال ثاني هم د اوربند د نوي کولو او د غزې د تړانګې د خلکو د مشکلاتو د کمولو لپاره د هڅو د دوام اعلان وکړ.

په دې غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم حضور درلود.

د ترکیې ولسمشر وویل: «نتنیاهو د خپل سیاسي ژوند د دوام لپاره د سیمې امنیت او راتلونکی له خطر سره مخامخ کوي او هغه څه چې په غزه کې کیږي د بشریت ضد جنایت دی».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د نړۍوال بانک راپور: افغانستان له دوامداره منفي انفلاسیون "ډېفلاسیون" سره مخ دی

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۵ GMT+۰

نړۍوال بانک په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۴مه) خپور شو، ویلي، چې د افغانستان سوداګري یو حساس پړاو ته رسېدلې ده. دغه راپور وايي، چې د افغانستان صادرات ۱،۵ میلیارده ډالرو ته را ټیټ شوي دي، چې دا شمېره د تېر په پرتله دوه سلنه کموالی ښيي.

په راپور کې د خوراکي توکو په صادراتو کې ۱۳ سلنه زیاتولی ښودل شوی دی.

راپور بیا وايي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ تر اکټوبر پورې د افغانستان ټول واردات ۶،۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلي، چې د پام وړ ۲۵ سلنه لوړوالي ښيي.

په راپور کې د افغانستان دوامدراه منفي انفلاسیون یادونه هم شوې او د افغانستان اقتصادي ننګونو ته اشاره کوي، چې دا هېواد د ۲۰۲۳ په اکټوبر کې ۸،۱- سلنه له دوامداره منفي انفلاسیون یا ډېفلاسیون سره مخ دی.

د انفلاسیون رجحان په خوراکي توکو کې د ۱۲،۳ سلنې کمښت او په غیر خوراکي توکو کې د ۳،۵ سلنې کمښت له امله رامنځته شوی دی؛ ځکه خو د خوراکي توکو په بیو کې ۴،۹ سلنه کموالی راغلی.

د راپور له مخې؛ کورنۍ ګټې، عامه لګښتونه کم شوي، د بزګرانو او کارګرو په عاید کې کموالی راغلی، چې دا ټول د ډېفلاسیون په رامنځته کولو کې متمم توکي دي.

د نړۍوال بانک د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بېکارۍ کچه مخ په لوړېدو ده او له پاکستان څخه د کډوالو په زوره رایستلو په افغانستان کې د کاري ځواک ډېرېدل تضمین کړي؛ مګر د کار کچه ورځ تر بلې کمیږي.

د نړۍوال بانک د راپور له مخې؛ د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۱۵ میلیونه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

راپور وايي، چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د کسر له پراخېدو سره- سره د افغانیو د ارزښت لوړ شوی.

د تېرې جنوري له لومړۍ نېټې څخه د نومبر تر ۲۷ نېټې پورې د افغانیو ارزښت د امریکایي ډالر په مقابل کې ۲۷.۸ سلنه لوړ شوی دی.

په راپور کې د افغانستان بانک له خوا د افغانیو د لیلام له امله د افغانیو د ارزښت د لوړېدو خبره شوې او ویل شوي، چې دا ارزښت د امریکايي ډالرو د لیلام په صورت کې لوړ شوی دی.

د نړۍوال بانک د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۳ مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۱۳۱.۲ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳،۱ سلنه زیاتوالی ښيي؛ مګر په ټولیز ډول د ۸ میلیارده افغانیو په کمښت سره ټاکلی هدف نه دی پوره شوی.

دغه بانک په خپل یوه بل راپور کې چې د روان کال د تلې په ۱۱مه خپور شوی وړاندوینه کړې وه، چې افغانستان د ۲۵ سلنې اقتصادي ځوړتیا سره به سږ کال د اقتصادي رکود پړاو ته داخل شي.
په دغه راپور کې ویل شوي وو، چې پر ښځو د کار او زده‌کړو لګول شوي بندیزونه به د افغانستان اقتصادي پرمختګ پڅ او مټه کړي.

دغه نړۍوال سازمان خپل راپور «د چټک ثبات وروسته ناڅرګندتیا» تر سرلیک لاندې په کې د افغانستان د اقتصاد منفي پرمختګ د پانګونې د کموالي او په ټولو اقتصادي برخو کې د تقاضاو له ډېرښت سره تړلی بللی و.

چینايي چارواکی: تر هغې چې د طالبانو حکومت بنسټیز ډول بدلون ونه کړي په ​​رسمیت یې نه پېژنو

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د دې لپاره چې بېجېنګ د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني؛ دغه ډله باید په بنسټیزه توګه د حکومت کولو طریقه بدله کړي. وانګ ونبین د لیندنۍ په ۱۴مه نېټه وویل، چې د طالبانو د حکومت ډېپلوماټیک رسمیت د «سیاسي اصلاحاتو» پلي کولو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه؛ مخکې له دې چې د طالبانو حکومت په بشپړه توګه په ډېپلوماټیکه توګه په رسمیت وپېژندل شي، باید داخلي امنیت او له ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړي.

بېجېنګ تر دې دمه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له طالبانو سره یې ډېپلوماټیکې اړیکې ساتلي او د دواړو لورو چارواکي رسمي لیدنې - کتنې کوي.

وانګ ونبین وویل: "موږ هیله لرو، چې طالبان به د نړۍوالې ټولنې هیلو ته ډېره پاملرنه وکړي، یو خلاص او ټول شموله سیاسي جوړښت رامینځته کړي او منځلاري او باثباته کورني او بهرني سیاستونه غوره کړي، ترڅو د نړۍوالې ټولنې سره یوځای شي".

هغه دا هم وویل: "چین له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې په کلکه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ کې ژوند وکړي او ژر تر ژره له نړۍوالې ټولنې سره یوځای شي".

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا چین اوس د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني؟ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "چین تل په دې باور دی چې افغانستان باید له نړۍوالې ټولنې و نه ایستل شي".

خو له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، هېڅ هېواد د دغې ډلې واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.

ولادیمیر پوتین متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته ځي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې د ښاغلي پوتین سفر به یوه ورځ وي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ولادیمیر پوتین به د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري او خبرې به وکړي.

د روسیې مرستیال ولسمشر یوري اوشاکوف هیله څرګنده کړې، چې د ښاغلي پوتین سفر او د دواړو عربي هېوادونو له مشرانو سره د هغه خبرې به ګټورې وي.

تر اوسه د دغه سفر د هدف جزییات نه دي روښانه شوي.

د روسیې ولسمشر له دې مخکې ویلي وو، چې له محمد بن سلمان سره یې اړیکې د باور پر بنسټ ولاړې دي.

د روسیې ولسمشر وروستی ځل سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر میاشت کې د کوویډ-۱۹ له خپرېدو مخکې سفر کړی و.

ښاغلي پوتین په روانه اونۍ کې دواړو هېوادونو ته په داسې حال کې سفر کوي، چې د اوپک پلاس چې مسکو او ریاض یې لوی غړي دي، موافقه کړې چې د ورځې۲،۲ میلیونه بیرله د تیلو تولید کم کړي.

د سعودي عربستان ولیعهد د فارس خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ورسید

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فارس خلیج د همکارۍ شورا په ۴۴ مه غونډه کې د ګډون لپاره د سې شنبې په ورځ قطر ته ورسېد. کله چې نوموړی دوحې ته ورسېد، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني یې هرکلی وکړ.

د العربیه د راپور له مخې؛ تمه ده چې په دغه غونډه کې د فارس خلیج د همکارۍ د شورا د غړیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ملګرتیاو او د غزې د پېښو په هکله خبرې اترې وشي.

د قطر امیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "دا سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې نړۍ او سیمه د سترو ننګونو شاهده ده چې خلیجي هېوادونه یې په حل او کمولو کې رول لوبولی شي".

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ ډېپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې خړې پړې شوې، چې سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو پر قطر د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.

دغو هېوادونو له قطر سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره شرطونه وضع کړل؛ خو له درې نیم کالو وروسته په ۲۰۱۹ کال کې قطر د دوی د کوم شرط له پلي کېدو پرته شهزاده محمد بن سلمان د قطر امیر ته ښه راغلاست ووایه او د کورونا ویروس د خپرېدو سره - سره یې هغه په غیږ ونیو.

وال سټریټ ژورنال: اسراییل پلان لري، چې د حماس پيچلي تونلونه د سمندر له اوبو ډکه کړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، د اسراییل پوځ په پام کې لري، چې په غزه کې د حماس د تونلونو شبکې ته د پمپونو له لارې سمندري اوبه ور خوشې کړي. ددوی موخه د تونلونو څخه د حماس د غړو رايستل، د تونلونو له منځه وړل او د یرغمل شويو کسانو د ځای پېژندل دي.

د دې امريکایي ورځپاڼي د راپور له مخي؛ د اسرایيل پوځ د نومبر مياشتې په نيمايي کې د الشطي کډوالو کمپ شمال ته په يو کيلومترۍ کې د اوبو پنځه پمپ کولو وسایل ځای پر ځای کړي.

د دې وسیلو د ځای پر ځای کولو سره د اسرایيل پوځ کولی شي په هر ساعت کې زرګونه متر مکعب اوبه پمپ کړي او په څو اونیو کې تونلونه له اوبو ډک کړي.

خو دا څرګنده نه ده، چې ايا اسراییل به د ټولو یرغمل شویو بندیانو له خوشې کولو مخکې دغه پرېکړه عملي کړي که نه.

حماس تر دې مخکې ویلي وو، چې یرغمل شوي کسان یې په ((خوندي ځایونو او تونلونو)) کې پټ کړي دي.

د چاپېریال ساتنې کارپوهانو د دې ويجاړي په کولو ترځمکې لاندې اوبو او کرنیزو ځمکو د زیان په اړه اندېښنه څرګنده کړې.