• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولادیمیر پوتین متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته ځي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته سفر وکړي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې د ښاغلي پوتین سفر به یوه ورځ وي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ ولادیمیر پوتین به د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري او خبرې به وکړي.

د روسیې مرستیال ولسمشر یوري اوشاکوف هیله څرګنده کړې، چې د ښاغلي پوتین سفر او د دواړو عربي هېوادونو له مشرانو سره د هغه خبرې به ګټورې وي.

تر اوسه د دغه سفر د هدف جزییات نه دي روښانه شوي.

د روسیې ولسمشر له دې مخکې ویلي وو، چې له محمد بن سلمان سره یې اړیکې د باور پر بنسټ ولاړې دي.

د روسیې ولسمشر وروستی ځل سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر میاشت کې د کوویډ-۱۹ له خپرېدو مخکې سفر کړی و.

ښاغلي پوتین په روانه اونۍ کې دواړو هېوادونو ته په داسې حال کې سفر کوي، چې د اوپک پلاس چې مسکو او ریاض یې لوی غړي دي، موافقه کړې چې د ورځې۲،۲ میلیونه بیرله د تیلو تولید کم کړي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۳

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

۴

پاکستان د طالبانو له لوري ترسره شوي ډرون بریدونه تایید کړل

۵

د پېښور په حسن‌خېلو کې په ډرون بريد کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان شوي

•
•
•

نور کیسې

د سعودي عربستان ولیعهد د فارس خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ورسید

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰
د سعودي عربستان ولیعهد د فارس خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ورسید
100%

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فارس خلیج د همکارۍ شورا په ۴۴ مه غونډه کې د ګډون لپاره د سې شنبې په ورځ قطر ته ورسېد. کله چې نوموړی دوحې ته ورسېد، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني یې هرکلی وکړ.

د العربیه د راپور له مخې؛ تمه ده چې په دغه غونډه کې د فارس خلیج د همکارۍ د شورا د غړیو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ملګرتیاو او د غزې د پېښو په هکله خبرې اترې وشي.

د قطر امیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "دا سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې نړۍ او سیمه د سترو ننګونو شاهده ده چې خلیجي هېوادونه یې په حل او کمولو کې رول لوبولی شي".

د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ ډېپلوماتیکې اړیکې په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې خړې پړې شوې، چې سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو پر قطر د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.

دغو هېوادونو له قطر سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره شرطونه وضع کړل؛ خو له درې نیم کالو وروسته په ۲۰۱۹ کال کې قطر د دوی د کوم شرط له پلي کېدو پرته شهزاده محمد بن سلمان د قطر امیر ته ښه راغلاست ووایه او د کورونا ویروس د خپرېدو سره - سره یې هغه په غیږ ونیو.

وال سټریټ ژورنال: اسراییل پلان لري، چې د حماس پيچلي تونلونه د سمندر له اوبو ډکه کړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۰
وال سټریټ ژورنال: اسراییل پلان لري، چې د حماس پيچلي تونلونه د سمندر له اوبو ډکه کړي
100%

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، د اسراییل پوځ په پام کې لري، چې په غزه کې د حماس د تونلونو شبکې ته د پمپونو له لارې سمندري اوبه ور خوشې کړي. ددوی موخه د تونلونو څخه د حماس د غړو رايستل، د تونلونو له منځه وړل او د یرغمل شويو کسانو د ځای پېژندل دي.

د دې امريکایي ورځپاڼي د راپور له مخي؛ د اسرایيل پوځ د نومبر مياشتې په نيمايي کې د الشطي کډوالو کمپ شمال ته په يو کيلومترۍ کې د اوبو پنځه پمپ کولو وسایل ځای پر ځای کړي.

د دې وسیلو د ځای پر ځای کولو سره د اسرایيل پوځ کولی شي په هر ساعت کې زرګونه متر مکعب اوبه پمپ کړي او په څو اونیو کې تونلونه له اوبو ډک کړي.

خو دا څرګنده نه ده، چې ايا اسراییل به د ټولو یرغمل شویو بندیانو له خوشې کولو مخکې دغه پرېکړه عملي کړي که نه.

حماس تر دې مخکې ویلي وو، چې یرغمل شوي کسان یې په ((خوندي ځایونو او تونلونو)) کې پټ کړي دي.

د چاپېریال ساتنې کارپوهانو د دې ويجاړي په کولو ترځمکې لاندې اوبو او کرنیزو ځمکو د زیان په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د غزې په جنوب کې بریدونو زیاتېدل؛ د اسراییل پوځ د غزې په شمال کې د جبالیا سیمه کلابنده کړې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۹ GMT+۰
د غزې په جنوب کې بریدونو زیاتېدل؛ د اسراییل پوځ د غزې په شمال کې د جبالیا سیمه کلابنده کړې
100%

د اسراییل پوځ د غزې په سویل کې پر اهدافو خپل ځمکني او هوايي بریدونه زیات کړي دي. ويل کيږي، چې په دغو بريدونوکې په لسګونو تنه فلسطيني ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي. په همدې حال کې د اسراییل پوځ د غزې تړانګې په شمال کې د جبالیا سیمه کلابنده اعلان کړې ده.

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د جبالیا په سیمه کې یې په عملیاتو کې د حماس وسله والو یو شمېر راکټونه او نورې وسلې نیولې دي.

د اسراییل پوځ وایي؛ په دغه سیمه کې یې د حماس د عامه امنیت مرکز په نښه کړی دی.

د غزې په سوېل کې اوسېدونکو او خبريالانو ويلي، چې د اسراييل په ګڼ مېشته ساحلي سيمه کې د اسراييل په هوايي بريدونو کې هغه سيمې هم شاملې دي، چې اسراييل خلکو ته د پناه ورکولو خبره کړې وه.

اسراییل د نومبر په میاشت کې د غزې د شمال له نیمایي ډېره برخه ونیوله او وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ د یوې اونۍ اوږد اوربند پای ته ورسید، دوی په چټکۍ سره د سویل نیمایي سیمو پورې نفوذ کړی دی.

په همدې حال کې د اسلامي جهاد ډلې چې د حماس متحده ډله ده، ویلي چې د دوی جنګیالي د غزې د جنوبي ښار خان یونس په شمال او ختیځ کې له اسراییلي ځواکونو سره په سختو جګړو بوخت دي.

اسراییل د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ په غزه کې د دوی درې سرتیري وژل شوي دي. د پوځ د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې په غزه کې ۷۸ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي.

له بلې خوا د غزې په تړانګه د اسراييل د وژونکو بريدونو په اتو اونيو کې د سيمې روغتيايي چارواکو ويلي دي، چې لږ تر لږه ۱۵۸۹۹ فلسطينيان وژل شوي چې ۷۰ سلنه يې ښځې او ماشومان دي.

حامد کرزی جاپان ته: مرسته کړې پېسې دې د نجونو او هلکانو پر زده کړو مصرف شي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۲ GMT+۰
حامد کرزی جاپان ته: مرسته کړې پېسې دې د نجونو او هلکانو پر زده کړو مصرف شي
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان هېواد له لوري د تازه مرستې هرکلی کړی او له جاپان څخه یې غوښتنه کړې، چې دغه مرسته شوې پېسې دې د افغان نجونو او هلکانو پر زده کړو مصرف شي. نوموړې دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

جاپان هېواد د افغانستان سره تازه د ۵۸،۴ ميلیونو ډالرو د اضافي مرستي اعلان کړی.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت پر خپله ايکس پاڼه دغه مرسته اعلان کړې او ليکلي یې دي، چې دا به د افغانانو د ځان بسيا کېدو او د لومړنيو اړتیاو د پوره کولو لپاره وي.

مخکني ولسمشر کرزي نن سې شنبه (د ليندۍ ۱۴ مه) پر خپله ايکس پاڼه د افغانستان لپاره د جاپان سفارت د دې مرستې هرکلی کړی او دا یې د بشردوستانه مرستو د لړيو دوام بللی.

نوموړي هيله څرګنده کړې او د مرستو د دوام د ټينګار سره یې ليکلي:"دغه مرسته دافغانستان د خلکو د ښېګڼې او د بچيانو (نجونو او هلکانو) د ښې روزني او تعليم لپاره باید مصرف شي".

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت وایي، چې دا مرسته به د ملګرو ملتونو، نړۍوالو مرسته کونکو ادارو او د جاپان د غيري دولتي ټولنو له لارې مصرف کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په دې سره به د ۲۰۲۱ کال د اګسټ دمياشتي څخه د دوی د مرستو اندازه ۴۴۷ ميليونو ډالرو ته ورسيږي.

د خیبر پښتونخوا په ورسک سړک یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنې درې ماشومان ژوبل کړي دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۱ GMT+۰
د خیبر پښتونخوا په ورسک سړک یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنې درې ماشومان ژوبل کړي دي
100%

د خیبر پښتونخوا د پېښور په ورسک سړک د یوه ښوونځي مخې ته چاودنه شوې ده. پولیس وایي، چاودنه کې درې ماشومان ټپيان شوي او شاوخوا ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

ځایي پولیس وايي، د لومړنیو راپورونو له مخې بم د سړک په منځ کې ځای پر ځای شوی و.

د پولیسو په وینا، سیمه د دوی له‌خوا کلابنده شوې او د پېښې ځای ته مرستندویه ډلې هم رسېدلې دي.

دغه جزییات وروستي نه دي.

په تېرو شپږو مياشتو کې دا دويم بريد دی، چې د ښوونځي په ماشومانو ترسره کېږي.

تر دې وړاندې په سویلي وزيرستان کې د ګومل ښوونځي په ماشومانو چاودنه شوې وه، چې پکې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.