د امریکا سنا مجلس جمهوري غوښتونکو، اوکراین او اسراییل ته د امنیتي مرستو پلان رد کړی دی

د امریکا سنا مجلس جمهوري غوښتونکو غړو، اوکراین او اسراییل ته د دغه هیواد د نوي امنیتي مرستو له پلان سره مخالفت وکړ. جمهوري غوښتونکو له دغه پلان سره د خپل مخالفت لامل د کډوالۍ د سختو ګامونو نشتوالی او له مکسیکو سره د امریکا د پولو پیاوړتیا بللی دی.