• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما د طالبانو له خوا د ښځو پر «خپلسرو او اوږدمهالو» نیونو اندېښنه وښوده

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۰

د طالبانو په بند کې د ښځو د حقونو د ځینې فعالانو د صحي حالت په خرابېدو پسې یوناما د طالبانو له خوا د دوی پر «خپلسرو او اوږدمهالو» نیونو اندېښنه وښوده. یوناما ویلي له سپټمبر راهیسې تراوسه په کابل کې څلور فعالانې نیول شوې دي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د دې بندیانو د ورغتیا خیال وساتي، د کورنۍ د لیدلو او مدافع وکیلانو ته یې د لاسرسي ډاډ ور کړي.

د یوناما په خبره، د انساني حقونو له نړیوالو ژمنو سره په سمون باید د بیان او عقیدې د ازادۍ ملاتړ وشي.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو په زندان کې معترضه ژولیا پارسي «د سختط شکنجې له امله د بد جسمي او روحي حالت» له امله روغتون ته وړل شوې ده.

طالبانو پر ژولیا پارسي سربېره، ندا پرواني، منیژه صدیقي او پریسا ازاده هم په دې وروستیو میاشتو کې په کابل کې نیولې دي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲

سرچینې وایي د طالبانو استخباراتو په بدخشان کې خپل یو سیمه‌ییز قوماندان نیولی دی

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

د خیبر پښتونخوا یوې محکمې د ۱۵ وسله والو د نیولو لپاره نغدي انعامونه اعلان کړل

۵

د طالبانو دفاع وزارت: پښتونخوا او بلوچستان کې مو د داعـ . ـش پر مرکزونو ډرون بریدونو کړي

•
•
•

نور کیسې

ټیلور سوییفټ د ټایمز مجلې د ۲۰۲۳ کال غوره شخصیت وټاکل شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۲ GMT+۰
ټیلور سوییفټ د ټایمز مجلې د ۲۰۲۳ کال غوره شخصیت وټاکل شوه
100%

د امریکا د پاپ موسیقۍ ستورې ټیلور سوییفټ چې د خپل نړۍوال هنري سفر په لړ کې د نړۍ د موسیقۍ د ډېرو مخاطب لرونکې سندرغاړې شوه، د چهارشنبې په ورځ د ټایمز مجلې له خوا د ۲۰۲۳ کال د غوره شخصیت په توګه وټاکل شوه.

ولادیمیر پوتین او شي جینپینګ د ټایم د کال د غوره شخصیت په ټاکلو کې د سوییفټ سیالان وو.

۳۳ کلنه امریکایي سندرغاړې د "اروس" نړۍوال سفر په لاره اچولو سره د موسیقۍ په نړۍ کې نوي ریکارډونه پرېښودل.

د بیلبورډ د راپور له مخې؛ د اغلې سوییفټ "اروس سفر" چې په ۲۰۲۴ کې به د اسیا ، اسټرالیا ، اروپا او امریکا په کې دوام وکړي ، د نړۍ په تاریخ کې به ترټولو لوړ عاید لرونکی سفر شي.

راپور زیاتوي چې دغه سفر په ۲۰۲۳ کې شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي. تر دې دمه د هر کنسرټ عاید شاوخوا ۱۴ میلیون ډالره دی.

د امریکایي سفر غوښتنه د دې لامل شوې چې په ټور بازار کې د هر ټکټ بیه شاوخوا ۲۸ زره دالرو ته لوړه شي، کوم چې د انلاین ټکټونو پلورلو څرنګوالي په اړه د فیډرالي تحقیقاتو او قضایي شکایتونو لامل شوی.

دا اونۍ فوربس مجلې ټیلور سوییفټ د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون در لایناو د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس په څېر د ځواکمنو سیاستوالو وروسته د نړۍ پنځمه پیاوړې ښځه نومولې.

فوربس مجلې راپور ورکړی، چې د اکټوبر په میاشت کې د سوییفټ نړۍ وال سفر هغه میلیاردره کړه.

100%

ټایمز مجلې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د ۲۰۲۲ کال د غوره شخصیت په توګه ټاکلی.

ایلان ماسک، د ټسلا اجراییوي رییس او د اېکس مالک، د چاپیریال ساتنې فعاله ګرتا تونبرګ، د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې مخکې د ټایمز مجلې د کال غوره شخصیت نومول شوي وو.

په مراکش کې د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه پرانېستل شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۳ GMT+۰
په مراکش کې د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه پرانېستل شوه
100%

د افغان او عربو ښځو د پیوستون او همغږۍ یوه شبکه په سیاسي او ټولنیزه توګه د فعالو افغان میرمنو او د اوو عربي هیوادونو تر منځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ سه شنبې (د لیندۍ ۱۴ مه) د دغه انسټیټیوټ په اېکس پاڼه لیکلي؛ دغه مرکز په مراکش کې د عربي څېړنو مرکز په همکارۍ د "عربي ښځو سره د افغان ښځو د پیوستون شبکې" د پرانیستې مراسمو کوربه و.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز همداراز ویلي، چې دغه پروګرام د افغانستان او د اوو عربي هېوادونو د سیاسي او ټولنیزو فعالو ښځو ترمنځ د پیاوړو اړیکو او متقابل ملاتړ د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.

په همدې حال کې په دې مراسمو کې د افغانستان او عربي هېوادونو څه باندې ۳۰ تنو ښځینه فعالانو ګډون کړی و، چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ژورې څېړنې وکړي او په سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو کې د هغوی له اساسي حقونو څخه دفاع وکړي.

دغه مرکز دا هم ویلي چې دا پروګرام د علمي او اداري فعالیتونو له لارې د متقابل تفاهم او د ښځو ځواکمنولو ته ځانګړی شوی دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ زیاته کړه چې په راتلونکي کې به نور پروګرامونه هم جوړ کړي چې د افغانستان او عربي هېوادونو ښځې په علمي، سیاسي، فرهنګي او مدني برخو کې ونډه واخلي.‏

دغه مرکز ویلي، د دغې شبکې د جوړولو موخه په ټولنه کې د ښځو د رول د پیاوړتیا او په دې برخو کې د ښځو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه د پوهاوي لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له بیا نیولو راهیسې د ښځو پر اساسي حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي دي.‏

دغې ډلې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځيو دروازې بندې کړې، د پوهنتونونو دروازې يې د ښځينه محصلينو پر مخ وتړلې او ښځې يې په دولتي او خصوصي موسسو کې له کار کولو منعه کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۹ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان: ښځې د اقتصادي او بشري ناورینونو څخه ډیرې اغېزمنې شوې دي
100%

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ښځې او نجونې سختې اغېزمنې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ټولو نړیوالو ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د بښنې نړیوال سازمان "د افغانستان د ښځو لپاره خبرې وکړئ" د ملاتړ کمپاین په دوام په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې، په افغانستان کې ښځې او نجونې تر ټولو ډیرې له اقتصادي ناورین څخه اغیزمنې شوې دي.

دغه سازمان د خپل شپاړس ورځني کمپاین پر دوام دا ځل د ښځو د حقونو د فعالې فروزان رسولي پیغام خپور کړ چې مېرمن فروزان په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین ته په اشارې سره؛ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي.

د ښځو د حقونو دغې فعالې ویلي، نړیواله ټولنه باید دا یقیني کړي چې ښځې د دوی د پروژو اساسي برخه ده.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر کړي دي، چې دا په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض د پام وړ بېلګه ده.

تر دې مخکې د پاملرنې موسسې سلاکارې میلیسا کورنټ په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د امریکا د سولې انسټیټیوټ په غونډه کې ویلي و چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د بندیزونو له امله اغیزمنې شوې دي.

نوموړې دا هم ویلي و چې افغان ښځې او نجونې له سختو خوراکي او اقتصادي ناورینونو سره مخامخې دي.

د بښنې نړیوال سازمان د نومبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ او دا کمپاین به د ډسمبر تر لسمې نیټې دوام وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپل د پیوستون پیغامونه شریک کړي.

طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۰
طالبانو ژولیا پارسي د "درملنې لپاره روغتون" ته لېږدولې ده
100%

د طالبانو په زندان کې د "شکنجې" له امله د ژولیا پارسي د «بد فزیکي حالت» په اړه د راپورونو له خپرېدو سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې دغه ښځینه لاریون کوونکې روغتون ته لېږدول شوې ده. خو دوی روغتون ته د هغې د لېږد د لامل په اړه بې خبري وښوده.

یو شمېر میرمنو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې جولیا پارسي «د طالبانو په زندان کې د سختو شکنجو له امله چې فزیکي او رواني حالت يې ډیر سم نه و» روغتون ته وړل شوې.

د مېرمن پارسي کورنۍ ته د یوې نږدې سرچینې په ګډون باخبرو سرچینو تایید کړې، چې نوموړې روغتون ته لېږدول شوې، خو طالبانو د هغې د لېږد لامل، د ناروغۍ د څرنګوالي او د هغې د فزیکي حالت په اړه د هغې کورنۍ ته معلومات نه دي ورکړي.

سرچینې وايي چې د جولیا پارسي کورنۍ د هغه روغتون په اړه هم معلومات نه لري چې د هغې درملنه پکې کیږي.

وسله والو طالبانو مېرمن پارسي او د هغې ماشوم د تلې په پنځمه په کابل کې له خپل کور څخه ونیول. هغه په ​​کابل کې د افغان اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګ مشره وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې د ښځو پر وړاندې د تبعیض او محرومیت پر ضد لاریونونه کول.

د بشري حقونو د څار ډلې د لړم په نهمه نېټه خبر ورکړ چې طالبان په افغانستان کې لاریون کوونکې ښځې نيسي، ګواښي يې او سختې يې ربړوي.

د دغه سازمان په وینا ډیری کورنۍ د خپلو غړو د نیول کېدو خبر پټوي چې ګنې دغه فعالان به خوشي شي او یا به په زندان کې لږ وځورول شي.

د دغه سازمان په وینا د هغو اعتراض کوونکو ښځو شمېر زیات دی چې د طالبانو په زندانکې دي، خو د هغوی د کورنیو په ګډون هیڅوک د دغو ښځو له حالته په سمه ډول نه دي خبر.

دوی د طالبانو په زندان کې د جولیا پارسي، ندا پرواني، منيژې صدیقي او پریسا آزادې د پرله پسې نيونو او وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

معترضو ښځو یو ځل بیا په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۴ GMT+۰
معترضو ښځو یو ځل بیا په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پیژندلو غوښتنه وکړه
100%

د «عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان ښځو» په نوم د معترضو ښځو خوځښت له نړۍ څخه په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پیژندو غوښتنه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین پر دوام د دغه خوځښت غړو په ټولنیزو شبکو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې، د طالبانو پرله پسې فرمانونو په سیستماتیک ډول افغان میرمنې له ټولنې ایستلې دي.

د ښځو د حقونو فعاله حبیبه توخي وایي چې، ان په ټولو ټولنیزو او سیاسي برخو کې پر افغان ښځو بندیزونو او په سیستماتیک ډول له هرې برخې اېستلو هم نړۍ په افغانستان کې د ښځو د حقونو ښکاره نقض ته متوجه نه کړه.

میرمن توخي د طالبانو په بند کې د دوو معترضو ښځو (ژولیا پارسي او پریسا آزاده) د نومونو په یادولو سره وايي چې دوی د «ظلم او جنایت په وړاندې د غږ پورته کولو په جرم شکنجه کیږي.»

نوموړې د بشري حقونو پر بنسټونو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دغو بنسټونو تل په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقض او د جنسیتي توپیر په وړاندې "شرمونکې" چوپتیا غوره کړې ده.

په ورته وخت کې د «عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان ښځو» په نوم د خوځښت غړي د «ډوډۍ_کار_آزادي» په شعار سره له نړۍ غواړي چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.