د برتانیا د مشهور لومړي وزیر وینسټن چرچل خبره ده چې: "دا زړورتیا ده چې ودرېږې او خبرې وکړې، دا هم زړورتیا ده چې کښینې او خبرې واورې."

موږ چې حتا په معاصر تاریخ کې هم ډېر کله جګړه تر جرګې غوره بللې ده، ښايي ګومان وکړو چې ټولنیز بحثونه مو چېرته نه رسوي نو د خپلو اجتماعي بحثونو پر کیفیت چندانې غور نه کوو. حال دا چې جګړه ځپلی هېواد ټولنیزو بحثونو او ډیالوک ته داسې اړتیا لري لکه وچکالي ځپلې ځمکه چې یې باران ته لري.

زموږ د اکثرو سیاسي اجتماعي بحثونو له اورېدو وروسته ممکن ګڼ خلک ناامیده شي او داسې وګڼي چې اکثره بحثونه د دې پر ځای چې موږ حل لارو ته ورسوي، لارې رانه ورکوي او د دې په ځای چې خلک سره نژدې کړي، لا یې سره بېلوي.

دلته یوه اصلي خبره ګومان کوم د نیت ده. موږ ولې خبرې کوو؟ خبرې د دې لپاره کوو چې یوازې ځان او خپل لیدلوری بیان کړو؟ خبرې په دې نیت کوو چې مقابل لوری غلط ثابت کړو؟ یا خبرې په دې نیت کوو چې مقابل لوری قانع کړو، په نظر کې یې تغییر راولو؟ په بحثونو کې زموږ نیت دا دی چې دوې موازي کرښې سره نژدې کړو او که دا را ته مهمه نه ده چې زموږ د خبرو په نتیجه کې په ټولنه کې فاصلې ډېرېږي یا کمېږي.

که له ټولنیزو بحثونو زموږ نیت دا وي چې په ټولنه کې فاصلې کمې کړو بیا نو پکار ده چې د بېلابېلو فکرونو او تمایلاتو د اورېدلو هنر زده کړو.

یوناني فیلسوف اپکتیتیس ته منسوبه خبره ده،وايی: "موږ دوه غوږونه او یوه خوله ځکه لرو چې د خپلو خبرو دوه چنده باید غوږ ونیسو."

زموږ په اجتماعي سیاسي بحثونو کې معمولا خبرې ډېرې وي خو اورېدل کم وي. حال دا چې پرته له اورېدلو ګټورې خبرې ممکنه نه دي. موږ په بحثونو کې ډېر کله مسایلو ته یوازې له خپل لیدلوري ګورو او په خپلو باورونو کې دومره ډوب یو چې پر بېل لیدلوري غور کول یا د بل فکر اورېدل او زغمل راته سختشي.

هغوی چې د مباحثې په وخت کې مقابل لوری نه اوري، لږ تر لږه دوه تاوانه کوي:

یو دا چې پر هغه چا یې خبرې اثر نه کوي چې متفاوت فکر لري. ځکه که بل وانه ورو په دې به هیڅوخت پوه نه شو چې د هغه ذهن ته څنګه لاره کولی شو.

بله دا چې که نور نه اورو د خپل فکر د غني کېدو او تصحیح مخه نیسو. د اپارتاید په خلاف د مبارزي مشهور مبارز نلسن مندیلا وایي:«هغه ملګري مې خوښ دي چې له ما یې فکر بدل دی،ځکه دغه ډول ملګري دې پام کوي چې ستونزې ته له هر اړخه وګورې.»

که موږ د بحث په وخت کې میم زر ما ټوله زما یو، ګومان نه کوم داسې خبره دې وکړای شو چې واقعا دې د ټولنې کوم درد دوا کړي. خبرې او فکرونه په زمان او مکان کې معنا پیدا کوي. موږ که په خپل ژوند کې غواړو په خپله ټولنهکې یو څه بدل کړو، د ټولنې د بېلو اوازونو اورېدل باید زده کړو.

د هر چا توقع دا وي چې نور یې خبرې واوري خو که موږ پخپله ښه اورېدنکې نه یو ښايي په دې چل هم پوهه نه شو چې په نورو خپلې خبرې څرنګه واورو.

فرض کړئ یو کس ته ظاهر شاه لوی پاچا ښکاري او یو بل څوک د ظاهر شاه مخالف دی. دا دوهم کس که یوازې په اعلیحضرت انتقادونه کوي اول کس که حتا وهم غواړي د ده خبرې نه شي اورېدلی خو که دوهم کس وايي چې د ظاهر شاه د ډیموکراسي لسیزه او اساسي قانون زموږ د معاصر تاریخ لویه لاسته راوړنه وه او۴۰ کاله با ثباته مدیریت پخپله لوی خدمت دی مګر د ده په وخت کې د وطن اقتصادي او ټولنیزه وده ډېره ورو وه. په دې مورد کې که اول کس د دویم کس انتقاد وهم نه مني، خو اوري یې او غور پرې کوي.

نېغ مخالفت یوازې تیزه ژبه غواړي خو عاقلانه مخالفت د مقابل لوري اورېدل او استدالال غواړي.

هغوی چې د خبرواترو پر وخت له مقابل لوري سره د مشترکو ټکو پر موندلو تاکید کوي، که حتا زموږ د نظر خلاف خبرې هم وکړي اورېدل يې راته اسان وي او بد راباندې نه لګېږي.

هغوی چې د خبرو طرز او د منطق د بیان بڼهداسې خوښوي چې له مقابل لوري سره پل جوړ کړي تر هغو کسانو یې خبرې ډېر اثر کوي چې د ژبې او منطق تیز تبر یې تل په اوږه وي او شته پلونه هم پرې ورانوي.

خبره که د ګز او میدان شي بیا خو رښتیا دا ده چې د مخالفانو ډېرول ډېر اسان کار دی خو بدلول او خپلول یې بیا پر مشترکاتو تاکید، حوصله او کار غواړي.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ