ډېره اسماعيل خان کې پر یوې امنیتي ودانۍ ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۹ سرتېرو ته مرګژوبله اړولې

د خيبرپښتونخوا په سوېل کې د ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ په درابن سيمه کې يوې امنيتي ودانۍ ته د يوه چاودېدونکو توکو ډک موټر له ننوتلو وروسته زوروره چاودنه شوې، چې په پایله کې يې امنيتي ځواکونو او پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.