د پاکستان پولیس: په ۲۰۲۳ کال په خیبر پښتونخوا کې ۵۷۲ ترهګریزې پېښې شوې دي

د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې د ۲۰۲۳ کال د ترهګریزو پېښو په اړه یو راپور خپور کړی. د پولیسو د راپور له مخې، خیبر پښتونخوا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګرۍ په پېښو کې د زیاتوالي شاهده وه؛ ځکه چې دغه صوبه له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر دې دمه د ۱۳۲۷ پېښو شاهده پاتې شوې.