په سمنګان ولایت کې د ۵۰۰ مېرمنو لپاره د کاري فرصتونو په موخه یوې مرستندویه ټولنې مرسته کړې

د مېرمنو سره د مرستې او د هغوی پر ځان بسیاینې په موخه د سمنګانو ولایت پر ۵۰۰ مېرمنو د تازه سبو تخمونه او اړوند کاري توکي ووېشل شول. دغه مرسته د سمنګانو ولایت د خلم ولسوالۍ له اړمنو مېرمنو سره شوې، چې په خپلو کورونو کې د سبو او ترکاریو په کرلو سره پر ځان بسیا شي.