یو عیسوي کشېش په یوه کلیسا کې د غزې په اړه د نړۍوالو پر بې کفایتۍ او چوپتیا نیوکې وکړې

دغه کشېش چې ډاکټر منټر اسحاق نومېږي، د بیت المقدس د اېوېنجلیک لوټران په کلیسا کې د وینا پر مهال په غزه کې د ۹۰۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو د وژل کېدو او له ۱.۹ مېلیونو بې ځایه شویو فلسطینیانو په اړه د لویدیځ بې کفایتي او د کلیسا ښکېلتیا وغندله.