لړو او لوګيو د الوتنو عملیات ګډوډ کړل؛ په لاهور کې ۴۰ الوتنې لغوه شوې

له تېرو دوو ورځو راهیسې د پاکستان په لاهور کې ۴۰ الوتنې لغوه شوې او لسګونه یې ځنډېدلې دي، چې له امله یې د الوتنو عملیات سخت اغېزمن شوي دي. لاهور، سیالکوټ او نورو ښارونو ته د الوتنو عملیات د سختې لړې او لوګي له امله ګډوډ شوي دي.