• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوڅ پرلت کوونکي: که په یوه اونۍ کې مو غوښتنې و نه منل شي، سلامشورو لپاره بلوچستان ته ځو

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۰

بلوڅ پرلت کونکي وایي، که په یوه اونۍ کې یې غوښتنې و نه منل شي بېرته بلوچستان ته ځي او د خپل ولس سره به د راتلونکي ګام لپاره سلا مشورې وکړي. بلوڅ پرلت کوونکي وايي، له حکومته یې غوښتي چې د دوی غوښتنې دې د ملګرو ملتونو د یو پلاوي سره په ګډه وارزوي او حل لارې دې ورته بیامومي.

دوی وايي، که په یوې اونۍ کې یې غوښتنې و نه منل شوې؛ نو بېرته بلوچستان ته ستنېږي او د خپل ولس او سیاسي ګوندونو سره به په ګډه د راتلونکي ګام په اړه سلا مشورې کوي.
بلوڅ پرلت وهونکي وايي، چې حکومت دې د دوی نسل وژنه او د خلکو د تري تم کېدو په اړه دې د ملګرو ملتونو په شتون کې له دوی سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د پرلت کوونکو د ډلې مشرې ماه رنګ بلوڅ پرون ناوخته یوې خبري ناستې ته وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې په پلازمېنه کې له دوی سره انساني چلند نه دی شوی، د دې پر ځای چې حکومت د دوی بشري غوښتنې ومني له دوی سره یې د زور زیاتي، ربړونې او بندي کولو لړۍ پیل کړې ده.
اغلې بلوڅ وویل، سره له دې چې حکومتي چارواکي د دوی د بندي شویو ټولو ملګرو د خلاصون خبره کړې؛ خو وايي اوس هم د دوی یو شمېر ملګري بندیان دي.
پرلت کوونکو پاکستان حکومت ته ګوت څنډنه وکړه، که د دوی غوښتنې و نه منل شي؛ نو ټول بلوڅان به په یوه خوله او یو اواز سره راپورته کېږي او د خپلو حقونو غوښتنه به کوي.

دوی وايي، زموږ غوښتنې پر حقه دي موږ د خپلو خلکو د تری تم کېدو او نسل وژنې د مخنیوي غوښتنه کوو زموږ بندیان دې راخوشې کړای شي او هغه اداره چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه جوړه شوې هغه دې ژر تر ژره لغوه کړای شي.

دوی وایي، دغه اداره حکومت د بلوڅانو د نسل وژنې لپاره جوړه کړې ده.
د بلوڅو دغه برلت او لاریون له هغه وروسته پیل شو، چې په تېره نومبر میاشت کې د بلوچستان ایالت په تربت کې، د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» پر چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې به د پارلماني ټاکنو وروسته افغانستان ته سفر وکړم

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د خپل سفر نېټه اعلان کړې او ویلي یې دي، تر هغې چې په پاکستان کې پارلماني ټاکنې نه وي ترسره شوي سفر نه شي کولای.

سره له دې چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په اړه لا له وړاندې په رسنیو کې ګڼ راپورونه خپاره شوي وو؛ خو هغه وايي چې ښايي د نوموړي سفر افغانستان ته د نوي کال د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي.

مولانا دا هم ویلي، چې افغانستان ته د هغه سفر موخه د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو تر منځ د ترینګلو اړیکو بیا رغول دي.
تر دې وړاندې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې په اسلام اباد کې د دغې ډلې شارژدافیر مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه او موخه یې هم دا ښودلې وه، چې مولانا کولای شي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو په اړه د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي و، چې طالبانو ور څخه د دوی او اسلام اباد تر منځ د منځګړیتوب غوښتنه کړې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همدومره ویلي و چې مولانا فضل الرحمن یو اغېز لرونکی شخصیت دی.
د افغانستان او طالبانو تر منځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې په پاکستان کې وسله‌والو په ګڼو بریدونو کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه په نښه او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پاکستان د دغو بریدونو د پړې ګوته نېغ په نېغه طالبانو ته ونیوله او ادعا یې وکړه، چې طالبانو په افغانستان کې د دوی مخالفو وسله‌والو ډلو ته پټن ځایونه ورکړي او دغه وسله‌وال بریدونه له هماغې خاورې پلانیږي.


د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، چې دا اړیکې د لا خرابېدو لور ته روانې دي او په کار ده چې دواړه لوري یو لړ هوکړو ته سره ورسېږي.

خلیل‌ز‌اد ویلي، چې که پاکستان طالب رژیم د پاکستاني طالبانو تحریک ته په پناه ورکولو تورنوي؛ طالب رژیم هم ادعا لري چې پاکستان یې پر ضد د داعش خراسان څانګې څخه ملاتړ کوي.

د عمران خان مېرمن به د راتلونکي کال د جنوري په څلورمه محاکمه شي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۶ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې؛ په اسلام اباد کې یوې محکمې د دولتي ډالیو د فساد یا توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د محاکمه کېدو لپاره نېټه ټاکلې ده. له دې وړاندې د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان محکمه ځنډولې وه.

د دغې محکمې غوڼډه د اډياله محبس کې تر سره شوې او څلورم د جنورۍ یې د عمران خان او د هغې د مېرمنې د محاکمې لپاره ټاکلې ده.

توشه خانه هغه ځای دی چې لومړي وزیر او د هغه مېرمنې ته د نړۍوالو شخصیتونو له خوا ورکړل شوې تحفې پکې ساتل کیږي.

په عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور دې چې د واک په مهال یې ترلاسه کړې تحفې د دې پر ځای چې توشه خانې ته وسپاري،‌ خپله یې اخیستي دي.‌

د ادیاله په محبس کې د محکمې د غوڼډې پرمهال عمران خان او د هغه مېرمنې ته د دغه تور په اړه موجود اسناد ورسپارل شوي دي.‌

د ډسمبر په ۲۳مه عمران خان او بشرا بي بي د همدې قضیې په تړاو د حساب ورکونې ملي ادارې ته ورغوښتل شوي وو.

محکمې د دغې ادارې له خوا وړاندې کړل شوي اسناد منلي چې له مخې یې عمران او د هغه مېرمنې د نړۍوالو سفرونو پر مهال ۱۰۸ تحفې ترلاسه کړې خو یوازې ۵۸ یې بېرته توشه خانې ته سپارلي دي.‌

د توشه خانې قضیه د پاکستان په سیاست کې وروسته له هغه د یوې مهمې قضیې په توګه راڅرګنده شوه، چې د ټاکنو کمېسیون تېره میاشت د "غلطو څرګندونو او اعلانونو" له امله عمران خان په ټاکنو کې له ګډونه محروم کړ. عمران خان د لومړي وزیر په توګه د کار پرمهال په فساد تورن شوی او له همدې امله له دندې ګوښه شوی و.‌

قاضي د عمران خان د شتمنو په ثبت کې د تضاد شتون په ګوته کړي او ویلي یې دي، چې د هغه په بانکې اکونټ کې شته پیسې د دولتي ډالیو د ارزښت په نیمايي دي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، چې عمران خان مکلف و چې له هر سفره له راستنېدو وروسته یې باید په خپل اکونټ کې د شته پیسو اندازه له مربوطه ادارو سره شریکه کړی وی؛ خو هغه دغه کار نه دی کړی.

‏امریکا د یمن حوثیانو ته د ایران مالي مرسته رسوونکي تحریم کړل

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۲ GMT+۰

‏د امریکا متحده ایالتونو د پنجشنبې په ورځ د یو کس په شمول درې بنسټونه د یمن حوثیانو ته د ایران د مالي مرستو د لېږد له امله تحریم کړل.

د امریکا خزانې وزارت د بیان له مخې؛ «یو کس او درې صرافیانې، چې د یمن حوثي ملېشو ته یې د ایران د مالي مرستو لېږد کې د اسانچاری رول لوباوه او د ترکیې تر څنګ يې یمن کې هم فعالیتونه درلودل، تحریم کړي دي.»

‏د راپورونو له مخې؛ وروستیو میاشتو کې امریکا پر حوثي ملېشو د بندیزونو کچه لوړه کړې او په تور سمندر کې یې پر سوداګریزو کښتیو د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره ایتلاف هم جوړ کړی دی.

دا بندیزونه په سور سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ملېشو د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.

دا بریدونه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د یمن حوثیانو د دې ترهګرې ډلې د ملاتړ له امله زیات شوي او په سور سمندرګي کې یې د کښتیو امنیت ګډوډ کړی دی.

د پاکستان پوځ: له ټي ټي پي سره تړلي افغان وسلوال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د قوماندانانو عمومي غونډه کې چې د عاصم منیر په ګډون جوړه شوه او په دې غوڼډه کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د وسله والو فعالیت او نویو وسلو ته د دې ډلې لاسرسی د پاکستان د امنیت لپاره جدي اندېښنه بلل شوې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی، چې د دغه هېواد د پوځ د قوماندانانو ۲۶۱مه غونډه د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز سید عاصم منیر په مشرۍ د دغه هېواد د پوځ په مرکز کې جوړه شوه او په دغه هېواد کې د امنیتي ننګونو په هکله پکې خبرې اترې شوي.

د پاکستان د پوځ اعلامیه کې په یوه ګاونډي هېواد کې د پاکستاني طالبان تحریک او نورو ورته ډلو د پټنځایونو شتون، د خپلواکه فعالیت زمینه او نوو وسلو ته د هغوی لاسرسی د پاکستان د امنیت لپاره د یوې جدي اندېښنې په توګه یاد شوی دي.

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې له ټولو ترهګرو ډلو، د هغوی له تمویلوونکو او ملاتړو سره به په پوره قوت سره مقابله کوي.

د پاکستان پوځ له افغان طالبانو غوښتي وو، چې د پاکستاني طالبان تحریک د غړو پر ضد دې جدي اقدام وکړي؛ خو د پوځ دغه غوښتنه افغان طالبانو په نظر کې نه ده نیولې.

د پاکستان پوځ وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک سره تړلي افغان وسله وال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په خونړیو بریدونو کې لاس لري او په افغانستان کې مېشت د ټي ټي پي‌ غړي د پاکستان پر پوځ او پولیسو د بریدونو پلانونه جوړوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ ته نېږدې سیاسي او مذهبي مشر مولانا فضل الرحمان ته افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړې ده.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې له پارلماني ټاکنو وروسته به د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د باور رامنځته کولو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

اسراییلي پوځ: د اکټوبر له اوومې راهیسې د دغه هېواد ۵۰۱ پوځیان او افسران وژل شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د اسراییل پوځ د اکټوبر له اوومې او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد د ۵۰۱ پوځیانو او افسرانو د وژل کیدو خبر ورکړی. د حماس د برید په ترڅ کې ۲۷۴ پوځیان او ۳۸ افسران وژل شوي دي.

پر غزې د ځمکني برید په ترڅ کې د وژل شویو پوځیانو شمېر هم ۱۶۷ تنو ته رسېدلی دی.

د نښتو له پیل راهیسې له لبنان سره په پوله کې په بریدونو کې ۹ سرتیري وژل شوي، چې د حزب الله او د فلسطین اسلامي جهاد ډله له خوا یې مسوولیت منل شوی دی.

له حماس سره د جګړې له پیل څخه ۸۲ ورځې وروسته اسراییل بیا په غزه کې د دغه هېواد د پوځ د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د شمېرو له خپرولو ډډه کړې ده.

اخوا د راپورونو له مخې؛ په غزه کې د جګړې له پیل څخه تر اوسه ۲۱ زره ۱۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ زره ۲۴۳ نور ټپیان شوي دي.