• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پوځ: د اکټوبر له اوومې راهیسې د دغه هېواد ۵۰۱ پوځیان او افسران وژل شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د اسراییل پوځ د اکټوبر له اوومې او په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د دغه هېواد د ۵۰۱ پوځیانو او افسرانو د وژل کیدو خبر ورکړی. د حماس د برید په ترڅ کې ۲۷۴ پوځیان او ۳۸ افسران وژل شوي دي.

پر غزې د ځمکني برید په ترڅ کې د وژل شویو پوځیانو شمېر هم ۱۶۷ تنو ته رسېدلی دی.

د نښتو له پیل راهیسې له لبنان سره په پوله کې په بریدونو کې ۹ سرتیري وژل شوي، چې د حزب الله او د فلسطین اسلامي جهاد ډله له خوا یې مسوولیت منل شوی دی.

له حماس سره د جګړې له پیل څخه ۸۲ ورځې وروسته اسراییل بیا په غزه کې د دغه هېواد د پوځ د عملیاتو پر مهال د ملکي تلفاتو د شمېرو له خپرولو ډډه کړې ده.

اخوا د راپورونو له مخې؛ په غزه کې د جګړې له پیل څخه تر اوسه ۲۱ زره ۱۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ زره ۲۴۳ نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د جعلي اسنادو له امله امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو "ایس ای وي" ۲۱ زره قضیې رد شوې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د لیفټ بي هاینډ ادارې اجراییوي رییسې د پنجشنبې په ورځ ( د مرغړمۍ په ۸مه) ویلي، چې د جعلي او دروغجنو اسنادو له امله د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) ۲۱زره او ۲۵۰ قضیې رد شوې دي.

اغلې ډیمي هیسټر پر اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي، چې دا قضیې د جعلي اسنادو (ناسم سپارښت لیکونو او ایچ ار لیکونو) له امله رد شوې دي.

اغلې هیسټر زیاته کړې، دا لویه مساله کولی شي، چې د کډوالۍ ځانګړې ویزه (SIV) او د کام اپرول (COM) قضیو تایید او پروسس ځنډنی کړي.

د لیفټ بي هاینډ (Fight for Left Behind Afghans) اداره د هغو افغانانو لپاره کار کوي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کړې وي او اوس مهال په افغانستان کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اوکراین سره د مرستو د بستې د اعلان خبر ورکړ

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، چې حکومت یې له اوکراین سره د وسلو او تجهیزاتو د وروستۍ بستې اعلان کوي. نوموړي له کانګرس څخه غوښتي چې په دغه برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.

نوموړي نن پنجشنبه (د مرغومې ۷مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دوی تېر کموالي ته په کتو له اوکراین سره د خپلو وسلو او تجهیزاتو د سږني کال د وروستۍ بستې اعلان کوي.

بلېنکن د کانګرس له غړو غوښتي چې د امریکا د دفاع او د ملي امنیت ګټو لپاره دې له دوی سره مرسته وکړي.

له دې وړاندې د امریکا د کانګرس غوڅ اکثریت غړو له اوکراین سره د مرستو مخالفت ښودلی و؛ خو ولسمشر بایډن ویلي وو، چې له اوکراین سره مرسته نه یوازې د اوکراین له خلکو دفاع ده؛ بلکې په اوږدمهال کې د امریکا له ګټو دفاع ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د لیندۍ په ۲۱ مه د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د روسیې د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کییف ملاتړ ته دوام ورکړي.

له دې سره امریکایي سناتورانو له زېلینسکي سره په لیدنه کې وویل، چې له اوکراین سره د امریکا د مرستو په تړاو باید حساب وشي.

ښاغلي زېلینسکي همدا راز هڅه وکړه، چې امریکايي سناتورانو ته ډاډ ورکړي چې د امریکا مرستې به د فاسدو موخو لپاره نه مصرفیږي.

په ورته وخت کې نوموړي تر اوسه له امریکا هم د مرستو د دوام او بندېدو غوڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی؛ خو داسې ښکاري چې د امریکا د راتلونکو ټاکنو په موخه له اوکراین سره علاقه کمه شوې ده.

د مسکو یوې محکمې دوه روسي شاعران د انتقادي شعرونو د لیکلو په تور په بند محکوم کړل

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د مسکو یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ دوه روسي شاعران د انتقادي شعرونو د لیکلو په تور له پنځه نیمو تر اوو کلونو بند محکوم کړل. دا دوه شاعران د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د مسکو یوه مشاعره کې له ګډون وروسته نیول شوي وو.

ارتیوب کاماردین او اېګور شتوبا لومړی "نفرت ته د هڅولو"تر تعقیب لاندې ونیول شول او بیا "په عامه توګه د ملي امنیت پروړاندې د فعالیتونو پرضد" تورن شول.

تر دې مخکې هم په روسیه کې سیاسي او مدني فعالان د "ملي امنیت پر ضد عمل" یا "چارواکو ته د سپکاوي" په تور نیول شوي او محاکمه شوي دي.

د روسیې دولت هڅه کوي چې پر رسنیو او خپلواکو نادولتي سازمانونو د بندیزونو په لګولو سره د دغه هېواد سیاسي فضا خپل کنټرول کې وساتي.

د روسیې دولت همداراز هڅه کوي چې د ځینو قوانینو په تصویبولو سره د دې هیواد سیاسي فضا او د بیان ازادي محدود کړي.

په روسیه کې د اختلافي غږونو ځپل د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو سازمانونو دغه کړنې غندلي او د نیول شویو سیاسي او د مدني فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، په ټاکنو کې همکاري کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، امنیتي ځواکونه به راتلونکو ټولټاکنو کې د ټاکنو کمېسون مرسته وکړي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، عاصم منیر د پنجشنبې په ورځ دا پرېکړه په اسلام اباد کې د مرکزي قومندانانو په غونډه کې وکړه.

د پاکستان د صوبايي او قامي اسمبلۍ او لومړي وزیر د ټاکلو لپاره ټولټاکنې راتلونکې فبرورۍ کې پر اتمه نېټه کېږي.

د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سیاست په تېره ټاکنو کې ښکېل بلل کېږي او تل ورته ګوته نیول کېږي چې په خوښه یې ولسي چارواکي تر واک رسېږي.

پوځ ورته تورونه ردوي.

اوکراین د روسي ځواکونو له خوا د اعدام شويو جنګي بندیانو په اړه څېړنې کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د اوکراین د لوی څارنوال دفتر د چهارشنبې په ورځ ( د مرغومې په ۷مه) وویل ،چې د روسي ځواکونو له خوا د درېیو اوکرایني جنګي بندیانو د اعدام په اړه اوکراین د جنګي جرمونو څېړنې پیل کړي.

چارواکو وویل، چې پېښه په روانې میاشت کې د سویل ختیځ زاپوریژیا سیمه کې د روبوټین کلي ته نېږدې شوې، یاده پېښه په ویډیویې بڼه ثبت شوې او په انلاین شکل لاس په لاس کیږي.
روسیې د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.

په روانې میاشت کې دا دویم ځل دی چې روسیه د اوکراین د څارانوالانو له خوا تورنیږي.
د لوی څارانوال دفتر په یوه بیان کې ویلي؛ دا د جنګي بندیانو سره د چلند په اړه د نړۍوال بشردوستانه قانون څخه د یرغلګر هېواد له خوا د سرغړونې یوه بله قضیه ده.
اوکراین د ډسمبر په درېیمه روسیه وروسته له هغه په ​​جنګي جرم تورنه کړه، چې په ټ\ولنیزو رسنیو کې یوه بله وو خپره شوه، چې په کې ښکاري څو سرتېري پر دوو تسلیم شويو نظامي پرسونل ډزې کوي چې له سنګر څخه د ټوپک په ډزو اېستل شوي وو.
په تېره مارچ میاشت کې یو نیول شوی اوکرایني سرتېری په یوه ویډیو کې د دې لپاره په ډزو ووژل شو، چې ویې ویل «ویاړ په اوکراین».

هغه جمله چې د جګړې له پیل راهیسې د عامو خلکو د ښه راغلاست په توګه ځانګړی اهمیت لري.