• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین د روسي ځواکونو له خوا د اعدام شويو جنګي بندیانو په اړه څېړنې کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د اوکراین د لوی څارنوال دفتر د چهارشنبې په ورځ ( د مرغومې په ۷مه) وویل ،چې د روسي ځواکونو له خوا د درېیو اوکرایني جنګي بندیانو د اعدام په اړه اوکراین د جنګي جرمونو څېړنې پیل کړي.

چارواکو وویل، چې پېښه په روانې میاشت کې د سویل ختیځ زاپوریژیا سیمه کې د روبوټین کلي ته نېږدې شوې، یاده پېښه په ویډیویې بڼه ثبت شوې او په انلاین شکل لاس په لاس کیږي.
روسیې د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.

په روانې میاشت کې دا دویم ځل دی چې روسیه د اوکراین د څارانوالانو له خوا تورنیږي.
د لوی څارانوال دفتر په یوه بیان کې ویلي؛ دا د جنګي بندیانو سره د چلند په اړه د نړۍوال بشردوستانه قانون څخه د یرغلګر هېواد له خوا د سرغړونې یوه بله قضیه ده.
اوکراین د ډسمبر په درېیمه روسیه وروسته له هغه په ​​جنګي جرم تورنه کړه، چې په ټ\ولنیزو رسنیو کې یوه بله وو خپره شوه، چې په کې ښکاري څو سرتېري پر دوو تسلیم شويو نظامي پرسونل ډزې کوي چې له سنګر څخه د ټوپک په ډزو اېستل شوي وو.
په تېره مارچ میاشت کې یو نیول شوی اوکرایني سرتېری په یوه ویډیو کې د دې لپاره په ډزو ووژل شو، چې ویې ویل «ویاړ په اوکراین».

هغه جمله چې د جګړې له پیل راهیسې د عامو خلکو د ښه راغلاست په توګه ځانګړی اهمیت لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د میشیګن ایالتي محکمې د امریکا له لومړنیو ټاکنو څخه د ډونالډ ټرمپ د لرې کولو پرېکړه رد کړه

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۲ GMT+۰

د میشیګن ایالتي محکمې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه د ډونالډ ټرمپ د لرې کولو غوښتنه رد کړه. د ټرمپ یو شمېر مخالفانو د کیپیټل ودانۍ په برید کې د هغه د رول له امله د میشیګن په ابتدایی ټاکنو کې د ګډون کولو څخه د ټرمپ د منع کولو د حکم غوښتنه کړې وه.

له دې وړاندې یوې محکمې پریکړه کړې وه، چې ډونالډ ټرمپ نه شي کولی په کولوراډو کې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶په لاریون کې د لاس لرلو له امله ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي.

ټرمپ ویلي وو، چې د کولوراډو د سترې محکمې له خوا د هغه حکم استیناف غوښتنه کوي.

ډونالډ ټرمپ په خپلې څلور کلنې ولسمشرۍ دوره کې د امریکا سترې محکمې ته بدلون ورکړ.

اوس ۶-۳ محافطه کاره اکثریت چې هغه یوځای کړي دي، د یو څو قضیو له مخ کېدو سره شاید دا معلومه کړي چې ایا جمهوري غوښتونکي به وشي کړی سپینه ماڼۍ بېرته تر لاسه کړي.

ملګرو ملتونو فلسطینیانو ته د اسراییلي ښار مېشتو د بریدونو د زیاتېدو په اړه خبر ورکړ

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ، چې د اکټوبر له اوومۍ د اسراییل او حماس ترمنځ د روانې جګړې له پیل راهیسې پر فلسطینیانو د اسراییلي ښار مېشتو ۳۶۷ بریدونه ثبت شوي دي.

د اوچا په وینا؛ د دغو بریدونو یو پر درېیمه برخه د اور ورني وسلو په کارولو سره ترسره شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ د دغو بریدونو نیمایي اسراییلي ځواکونو د دغو ښار مېشتو په ملتیا او یا هم ملاتړ ترسره کړي دي.

بل خوا د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرزي هالوي د چهارشنبې په ورځ په شمال کې له پوځ څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د لبنان حزب الله د بریدونو له زیاتېدو سره د دوی پوځ په «خورا لوړه کچه چمتووالی لري.»

هغه زیاته کړه: «نن موږ د راتلونکي لپاره بېلابېل پلانونه تصویب کړل او د اړتیا پر مهال باید د برید لپاره چمتو اوسو.»

هالوي د لبنان له حزب الله سره د مقابلې لپاره د خپلو ځواکونو «لوړ چمتووالي» ته په اشارې سره وویل: «تر دې دمه دلته [شمالي اسراییل] کې زموږ کمپاین په سمه او احتیاط سره اداره شوی او باید همداسې دوام وکړي.»

اوچا زیاته کړې، چې د غزې د جګړې له پیله مخکې په اوسط ډول هره اونۍ پر فلسطینیانو د اسراییل ښار مېشتو له خوا ۲۱ بریدونه ترسره کېدل چې دغه شمېر د اکټوبر له اوومې ۳۲ بریدونو ته لوړ شو.

وال سټریټ ژورنال: ایران او امریکا د کړکېچ د کمولو لپاره غیر مستقیمې خبرې پیل کړې وې

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۰

ټاکل شوې وه، چې دواړه هېوادونه د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عمان کې د غیر مستقیمو خبرو بل پړاو پیل کړي؛ خو امریکا دغه خبرې وروسته له هغې لغوه کړې چې ایران د اکټوبر پر ۱۵ په اسراییل باندې د حماس له خونړي برید څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د بندیانو د تبادلې په اړه د دواړو هېوادونو هوکړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کولو د هڅو یوه برخه وه.

امریکا چمتو وه، چې د خپلو وګړو د خلاصون لپاره د واشنګټن پر ګټو د تهران د نیابتي ډلو د بریدونو د بندولو او د ایران د اټومي پروګرام د سرعت د کمولو په بدل کې د ایران د حکومت د میلیاردونو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ هم خوشې کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت پرېکړه چې د غني شويو یورانیمو اندازه په لوړه کچه درې برابره کړي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د ډېپلوماتیکو هڅو ناکامي ده.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ په داسې حال کې چې د ایران نیابتي ډلو په سیمه کې د امریکا په ګټو باندې بریدونه زیات کړي، د تهران وروستي اقدام د خپل اټومي پروګرام په پراختیا کې د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافاتو اور ته لمن وهلې ده.

ایران په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د اټومي ځواک په توګه نه پېژندل کیږي؛ خو ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم تولیدوي.

دا یورانیم کولی شي یوازې په څو ورځو کې د اټومي وسلو د تولید لپاره په اړتیا وړ په ماده بدل شي.

رويټرز خبري اژانس د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د غړو هېوادونو د راپور په حواله ليکلي دي، چې ایران په هره مياشت کې له ٦٠ سلنې څخه تر نهه کيلوګرامو پورې د غني شويو يورانيمو د توليد کچه لوړه کړې ده.

د تهران د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې نوی راپور رد کړی او دا یې د غزې له جګړې څخه د نړۍوالې ټولنې د عامه افکارو د اړولو لپاره د امریکا او اسراییل یوه هڅه بللې ده.

د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د چهارشنبې په ورځ د مرغومې په شپږمه وویل: «په دې سیاسي حالت کې او د غزې جګړې د دوی لپاره د رامنځته شوي وضعیت په تعقیب، دوی هڅه کوي چې له غزې څخه د ایران په لور د خلکو تمرکز او فکر بیرته راوګرځوي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاندې اډرین واټسون ویلي؛ واشنګټن په ایران کې د یورانیمو په تولید کې د ۶۰ سلنه زیاتوالي په اړه د دې ادارې د نوي راپور په اړه ژوره اندېښنه لري.

وال سټریټ ژورنال لیکلي، چې د بایډن په اداره کې د غزې له جګړې وروسته له ایران سره د دې هېواد د نظر اختلاف زیات شوی دی.

د امریکا د اوسني حکومت یو شمېر چارواکي په دې باور دي، چې د تهران په ملاتړ د هغو ډلو د ظرفیتونو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او له ایران سره د مقابلې وخت رارسېدلی دی.

د بایډن په اداره کې بل اړخ بیا ډېپلوماتیک حل لاره د ایران لپاره غوره انتخاب ګڼي.

اردوغان ویلي نتنیاهو او هټلر توپیر نه لري خو نتنیاهو اردغان د کردانو په نسل وژنې تورن کړ

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، چې د غزې په تړانګه کې د نتنیاهو کړنې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د نازي مشر هټلر له جنایتونو سره توپیر نه لري؛ خو په ځواب کې نتنیاهو اردوغان د کردانو په نسل وژنې تورن کړی او وایي اردوغان د اسراییل د موعظې لپاره اخلاقي صلاحیت نه لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسراییل او نازيان سره پرتله کوي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوسنۍ شخړې له پیل راهیسې اردوغان په وار - وار په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو نیوکې کړې دي.

همداراز د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل پوځ د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره جګړه کوي چې ترکیه یې د لوړ پوړو چارواکو کوربه دی.

نتنیاهو زیاتوي؛ د حماس د وسله والې ډلې ډېری مشران په ترکیه او قطر کې اوسیږي.

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر حالاتو وغږېدل

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر حالاتو، د اوکراین پر کړکېچ او د اسیا پیسپیک سیمې پر اوسني وضعیت وغږېد. د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرګي لاروف د چهارشنبې په ورځ له هندي سیال سورامانیا جي شنکر سره په مسکو کې ولیدل.

سرګي لاوروف یوازې دا ویلي چې له هندي سیال سره یې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې؛ خو نور یې وضاحت نه دی کړی.

جي شنکر چې مسکو ته د پنځو ورځو لپاره تللی، له روسي سیال سره یې خپله لیدنه ګټوره بللې او پر خپل اېکس یې لیکلي، چې پر خپلمنځي مسالو سربېره؛ پر افغانستان، اوکراین، هند نیمه وچه، اسیا، غزه او نورو مسلو خبرې وکړې.

هند او روسیه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو د افغانستان د وضعیت په هکله ګډه اندېښنه لري او هم له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو هیله لري.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره مسکو په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او مختلفو برخو کې له دې ډلې سره اړیکي ساتي.

نوي ډېلي که څه هم د طالبانو د واک په دویم کال خپل تخنیکي ټیم د کابل سفارت ته لېږلی؛ خو تر اوسه یې یوازې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.