• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر حالاتو وغږېدل

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر حالاتو، د اوکراین پر کړکېچ او د اسیا پیسپیک سیمې پر اوسني وضعیت وغږېد. د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرګي لاروف د چهارشنبې په ورځ له هندي سیال سورامانیا جي شنکر سره په مسکو کې ولیدل.

سرګي لاوروف یوازې دا ویلي چې له هندي سیال سره یې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې؛ خو نور یې وضاحت نه دی کړی.

جي شنکر چې مسکو ته د پنځو ورځو لپاره تللی، له روسي سیال سره یې خپله لیدنه ګټوره بللې او پر خپل اېکس یې لیکلي، چې پر خپلمنځي مسالو سربېره؛ پر افغانستان، اوکراین، هند نیمه وچه، اسیا، غزه او نورو مسلو خبرې وکړې.

هند او روسیه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو د افغانستان د وضعیت په هکله ګډه اندېښنه لري او هم له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو هیله لري.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره مسکو په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او مختلفو برخو کې له دې ډلې سره اړیکي ساتي.

نوي ډېلي که څه هم د طالبانو د واک په دویم کال خپل تخنیکي ټیم د کابل سفارت ته لېږلی؛ خو تر اوسه یې یوازې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په ګردېز ښار کې د ښځو په مشرۍ يو کلينيک پرانيستل شو

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۵ GMT+۰

فرانس پريس خبري اژانس د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې د ښځينه کارکوونکو په مرسته د يوه ولادي کلينیک د پرانيستلو خبر ورکړی. دغه کلینیک د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مرسته جوړ شوی، چې هره ورځ د لسو مېرمنو د زېږون خدمات په کې وړاندې کېږي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس محمد منصور وویل؛ دا ډول کلینیک چې د «شریعت د اصولو» او روغتيا پر بنسټ جوړ شوی، په ډېرو ولایتونو کې نه شته.

افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه په کې لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زیږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د تازه شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې ۶۳۸ښځې مري، په داسې حال کې چې په فرانسه کې دا شمېره ۸ مېرمنو ته رسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې مشر ترژ واتردال وايي، چې په لرو پرتو سیمو کې د ښځو د مړينې شمېره ۵ زرو ته رسيږي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه غواړي د افغان مېندو د مړينې د مخنيوي لپاره د افغانستان په څلورو نورو ولايتونو کې هم ورته کلينيکونه جوړ کړي.

په کابل کې د یوې غیر دولتي روغتيايي موسسې د روغتیا همغږي کوونکي نورخانم احمدزي وویل، په افغانستان کې د روغتيايي سیسټم سقوط د دې لامل شوی، چې روغتيايي اسانتياو ته نه لاس رسي د زېږون پرمهال د زياتو مېرمنو د مړينې سبب شوی.

هغه وایي، چې په روغتونونو کې د هر زېږون بيه شاوخوا دوه زره افغانۍ ده او مېرمنې د اقتصادي ستونزو له امله په کور کې زېږون تر سره کولو ته زړه ښه کوي.

په افغانستان کې د زېږون د نادولتي روغتيايي موسسو د شمېرو له مخې؛ ۴۰ سلنه افغان مېرمنې په کورنو کې زېږون کوي؛ خو په لرې پرتو سېمو کې دا شمېره ۸۰ سلنه ته رسېږي.

د دې سازمانونو په خبره؛ د امندوارو مېرمنو ژوند هغه وخت له خطر سره مخ کېږي، کله چې خاوند او يا مېرمن په روغتون کې له بستر کېدو څخه انکار وکړي.

مېرمنو ته د زېږون پر مهال روغتياپالانو ته د بدن ښکاره کول «شرم» يو له هغو لاملونو څخه دی، چې ښځې د خوندي زېږون لپاره روغتيايي مرکزونو ته نه ځي.

د غيرې دولتي موسسو پر فعاليتونو د طالبانو محدويتونه هم يو له هغو خنډونو څخه دي، چې د مېرمنو روغتيا او زېږون ته يې د دوی لاس رسی اغېزمن کړی دی.

د افغانستان لپاره د ناروې د کمېټې مشر وايي، طالبان غواړي ګرځنده روغتيايي ټيمونه بند او ځان ترې خلاص کړي ځکه دغه ډله نه شي کولی د امیدوارۍ مخنيوی لپاره روغتيايي پيغامونه کنټرول کړي.

په افغانستان کې د بې سرحده داکټرانو مشر فيليپه ربیبيرو فرانس پريس اژانس ته وويل: « په دې ورځو کې د يوې مېرمنې لپاره د زېږون مخکې او وروسته پاملرنې ته لاسرسی نور هم پېچلی شوی دی.»

د ښاغلي ريبيرو په وينا؛ د افغانستان د روغتيايي سیستم د سقوط، د مرستندويه د همکارۍ بندېدل او ښځینه روغتياپالانو دندې پرېښودل په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مېندو د کچې د لوړېدو لامل ګرځېدلې.

ملا خیرالله خیرخواه: هغوی چې د پردیو پر مټ واکمنېدل غواړي له شوروي او امریکا دې عبرت واخلي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۴ کلیزې په مناسبت غونډه ویلي؛" هغوی، چې اوس هم غواړي د پردیو پر مټ او ملاتړ په افغانستان کې واک ته ورسېږي، باید د شوروي اتحاد او امریکا د ماتې له ژوندي تاریخ څخه عبرت واخلي.

نوموړي دا هم وویل، چې یو شمېر کړۍ هڅې کوي، افغانان د قوم، ژبې، سمت او مذهب په نوم سره بېل کړي او یو شمېر رسنۍ هم په همدې موخه خلکو ته په ګوړه کې زهر ورکوي.

نوموړي سره له دې چې د کومې مشخصې رسنۍ نوم وانه خیست؛ خو ویې ویل، چې دغه کړۍ غواړي د نظام پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست زیاته کړه، چې طالبان له ټولو سره ښې اړیکې غواړي او که څوک د دوی پر وړاندې ودرېږي نو ښه ورځ به ونه ویني.

ایران د نشه یي توکو او ترهګرۍ برخه کې د مبارزې لپاره له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا غواړي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۰

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مشر د پاکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځواکونو له قومندان سره په کتنه کي غوښتنه کړې چې « په سرحدونو کې د نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې باید د دواړو هېوادونو اړيکې ټينګې او پياوړې شي.»

د ایران د صدا سیما د چارشنبې ورځې د راپور له مخې، سکندر مومني له پاکستان سره د ګډو پولو په ساتلو کې د اسلام اباد ګامونو ته په اشارې وویل؛ « ترسره سوي ګامونه ښه دي، خو بسنه نه کوي او باید لا پیاوړي شي. ځکه چې د دواړو هېوادونو لپاره د امنیت خوندي ساتل مهم دي.»

ایران وخت ناوخت پر پاکستان نیوکه کوي چې له خاورې یې «ترهګر» ور اوړي او تر بریدونو وروسته بېرته ورځي.

مومني هم دغو اندېښنو ته په اشاره وویل« د پولو په صفري نقطو کې تر عملیاتو وروسته ترهګر بايد دا فکر ونه کړي، چې د سرحد يو او بل طرف ته خوندي ځای ولري، له همدې امله په دې برخه کې موږ تمه لرو، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د معلوماتو د تبادلې سیمه ییز مرکز  د دې توکو او ترهګرۍ په اړه معلومات شریک کړي، ترڅو د پولې دواړو غاړو ته د عملیاتو په کولو کې همږغي رامنځ ته شي.»

د پاکستان د نشه يي توکو د مبارزې مشر جنرال محمد انيق الرحمن ملک زهم په ټولو برخو کې ددواړو هېوادونو د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ او د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کي يې د همکارۍ د تفاهم لیک د تازه کولو غوښتنه وکړه.

نواز شریف د څلورم ځل لپاره د لومړي وزیر کېدو هڅه کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو مخکش مشر وايي، د دې ګوند مشر نواز شریف به راتلونکو ټاکنو کې د څلورم ځل لپاره د لومړي وزیر کېدو هڅه وکړي. رانا ثناالله وايي، دې ډلې پرېکړه کړې چې ښاغلی شریف به راتلونکو ټاکنو کې د لومړي وزارت لپاره د دوی کاندید وي.

نواز شریف چې درې ځلې لومړی وزیر شوی او هر ځل له وخت مخکې تر واک غورځول شوی تېر اکتوبر کې له خپل خوښې څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو.

نوموړي ته چې پر ۲۰۱۹ کال د فساد د تورونو له امله د بند سزا واورول شوه، نو د درملنې په پلمه لندن ته لاړ او بیا ستون نه شو.

تېر اکتوبر کې د انتخاباتو درشل کې پاکستان ته ستنېدو سره یې محکمې ته بیا درخواست وکړ او تر منظورېدو وروسته په سیاست کې د برخه اخیستو وړ وګرځېد.

نواز شریف وروستی ځل پر ۲۰۱۷ کال د فساد په تور له دندې ګوښه شو او ۲۰۱۸ کال کې د لس کلونو لپاره په بند محکوم او له سیاست د تل لپاره نااهل یا بې وړه وګرځول شو.

خو اوس د نوموړي سیال عمران خان په بند کې دی، اما ویلي یې دي چې په ټاکنو کې برخه اخلي.

عمران خان هم د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا بې باوره او وروسته د ټاکنو کمېسون له خوا نااهل وګرځول شو.

نوموړي هم د نواز شریف په څېر د محکمې د دې پرېکړې خلاف اپیل کړی و.

ننګرهار کې د هبت الله اخوندزاده د امر د سرغړونې په تور ۱۶ کسان نيول شوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیه قومنداني مطبوعاتي د فتر وايي، هغه ۱۶ کسان یې نيولي، چې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده له فرمانه يې سرغړونه کړې او ترياک يې کرلي وو. که څه هم طالبانو د نشه يي توکو د کښت د مخنيوي هڅې کوي خو په ځینې ولايتونو کې ځینې کسان دغه کښت په پټه کري.

د امنيه قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې کارکوونکو ۱۰ کسان په غني خېلو او ۶ کسان نور په پچيراګام ولسواليو کې نيولي، چې پر خپلو ځمکو يې ترياک کرلي و.

نوموړی وایي، چې د دې کسانو کرل شوي ترياک او کښتونه یې له منځه وړي دي.

د زابلي په خبره، نيول شويو کسانو د طالبانو د مشر هبت الله اخونذازه د امر سرغړونه کړې، چې ډېر ژر به قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د طالبانو امنيتي مسولينو درې ورځي مخکې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې هم هغه ۵ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې، چې پټ کرل شوي وو.

طالبان هڅه کوې، چې د تریاکو او نورو نشه يي توکو د مخنيوي لپاره د خپل مشر فرمان په ټولو سیمو کې عملي کړي، خو ځيني داسي راپورونه خپاره شوي، چې د هېواد په ليرو سېمو کې خلګ دغه امر ته غاړه نږدې.

ځکه د ليرو سېمو خلګ ترياک د خپلو کورنيو لوړ اقتصادي منبع يادوي.