• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د نشه یي توکو او ترهګرۍ برخه کې د مبارزې لپاره له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا غواړي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۹ GMT+۰

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مشر د پاکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځواکونو له قومندان سره په کتنه کي غوښتنه کړې چې « په سرحدونو کې د نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې باید د دواړو هېوادونو اړيکې ټينګې او پياوړې شي.»

د ایران د صدا سیما د چارشنبې ورځې د راپور له مخې، سکندر مومني له پاکستان سره د ګډو پولو په ساتلو کې د اسلام اباد ګامونو ته په اشارې وویل؛ « ترسره سوي ګامونه ښه دي، خو بسنه نه کوي او باید لا پیاوړي شي. ځکه چې د دواړو هېوادونو لپاره د امنیت خوندي ساتل مهم دي.»

ایران وخت ناوخت پر پاکستان نیوکه کوي چې له خاورې یې «ترهګر» ور اوړي او تر بریدونو وروسته بېرته ورځي.

مومني هم دغو اندېښنو ته په اشاره وویل« د پولو په صفري نقطو کې تر عملیاتو وروسته ترهګر بايد دا فکر ونه کړي، چې د سرحد يو او بل طرف ته خوندي ځای ولري، له همدې امله په دې برخه کې موږ تمه لرو، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د معلوماتو د تبادلې سیمه ییز مرکز  د دې توکو او ترهګرۍ په اړه معلومات شریک کړي، ترڅو د پولې دواړو غاړو ته د عملیاتو په کولو کې همږغي رامنځ ته شي.»

د پاکستان د نشه يي توکو د مبارزې مشر جنرال محمد انيق الرحمن ملک زهم په ټولو برخو کې ددواړو هېوادونو د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ او د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کي يې د همکارۍ د تفاهم لیک د تازه کولو غوښتنه وکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

نواز شریف د څلورم ځل لپاره د لومړي وزیر کېدو هڅه کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو مخکش مشر وايي، د دې ګوند مشر نواز شریف به راتلونکو ټاکنو کې د څلورم ځل لپاره د لومړي وزیر کېدو هڅه وکړي. رانا ثناالله وايي، دې ډلې پرېکړه کړې چې ښاغلی شریف به راتلونکو ټاکنو کې د لومړي وزارت لپاره د دوی کاندید وي.

نواز شریف چې درې ځلې لومړی وزیر شوی او هر ځل له وخت مخکې تر واک غورځول شوی تېر اکتوبر کې له خپل خوښې څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو.

نوموړي ته چې پر ۲۰۱۹ کال د فساد د تورونو له امله د بند سزا واورول شوه، نو د درملنې په پلمه لندن ته لاړ او بیا ستون نه شو.

تېر اکتوبر کې د انتخاباتو درشل کې پاکستان ته ستنېدو سره یې محکمې ته بیا درخواست وکړ او تر منظورېدو وروسته په سیاست کې د برخه اخیستو وړ وګرځېد.

نواز شریف وروستی ځل پر ۲۰۱۷ کال د فساد په تور له دندې ګوښه شو او ۲۰۱۸ کال کې د لس کلونو لپاره په بند محکوم او له سیاست د تل لپاره نااهل یا بې وړه وګرځول شو.

خو اوس د نوموړي سیال عمران خان په بند کې دی، اما ویلي یې دي چې په ټاکنو کې برخه اخلي.

عمران خان هم د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا بې باوره او وروسته د ټاکنو کمېسون له خوا نااهل وګرځول شو.

نوموړي هم د نواز شریف په څېر د محکمې د دې پرېکړې خلاف اپیل کړی و.

ننګرهار کې د هبت الله اخوندزاده د امر د سرغړونې په تور ۱۶ کسان نيول شوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیه قومنداني مطبوعاتي د فتر وايي، هغه ۱۶ کسان یې نيولي، چې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده له فرمانه يې سرغړونه کړې او ترياک يې کرلي وو. که څه هم طالبانو د نشه يي توکو د کښت د مخنيوي هڅې کوي خو په ځینې ولايتونو کې ځینې کسان دغه کښت په پټه کري.

د امنيه قومندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وایي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې کارکوونکو ۱۰ کسان په غني خېلو او ۶ کسان نور په پچيراګام ولسواليو کې نيولي، چې پر خپلو ځمکو يې ترياک کرلي و.

نوموړی وایي، چې د دې کسانو کرل شوي ترياک او کښتونه یې له منځه وړي دي.

د زابلي په خبره، نيول شويو کسانو د طالبانو د مشر هبت الله اخونذازه د امر سرغړونه کړې، چې ډېر ژر به قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د طالبانو امنيتي مسولينو درې ورځي مخکې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې هم هغه ۵ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې، چې پټ کرل شوي وو.

طالبان هڅه کوې، چې د تریاکو او نورو نشه يي توکو د مخنيوي لپاره د خپل مشر فرمان په ټولو سیمو کې عملي کړي، خو ځيني داسي راپورونه خپاره شوي، چې د هېواد په ليرو سېمو کې خلګ دغه امر ته غاړه نږدې.

ځکه د ليرو سېمو خلګ ترياک د خپلو کورنيو لوړ اقتصادي منبع يادوي.

طالبانو په کابل او لوګر کې تر سلو د زیاتو لرغونتوکو د موندلو خبر ورکړ

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۷ GMT+۰

د طالبانو لرغونو اثارو د پېژندنې مشر ویلي، چې د لوګر په میس عینک او د کابل قول سرخ توت کې یې ۱۳۱ لرغوني او تاریخي اثار کشف او موندلي دي.

ذبیح الله سادات وویل، چې په دې اثارو کې « خټین څراغونه، مجمر، عقیق ډول ټاپي، ارایشي او خټين توکې» شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندي باختراژانس ليکلي، چې کشف شوي اثار تر پاکولو او ثبتولو وروسته ملي موزيم ته سپارل شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې خبر ورکړی و، چې یو شمېر تاريخي اثار يې د افغانستان څخه د وتلو او قاچاق پر مهال نيولي.

د یونسکو په ګډون نړیوال سازمانونه د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې په اړه اندیښنه لري.

افغان شوروي جګړه کې له اختر عبدالرحمان نیولې تر جیمي کارټر پورې اعتراف

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۰
•
نورالبشر نوید

نن پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل ۴۴ کلیزه ده. له دې جګړې سره د پخواني شروي اتحاد یا سويت يونين د ماتېدو نه پس دنيا يو قطبي شوه نو په جهاني کچه ورسره سياسيات، نظريات، اقتصاديات او د جنګونو شکلونه هم بدل شول.

په ترقي پزيرو یا مخ پروده او محکوم قومونو هم اثرات پريوتل.زمونږ منطقه کې دا اثرات زيات ژور ځکه وو، چې دلته د پاکستان او افغانستان په خاوره د نړۍ دوو غټو طاقتونو امريکا او سويت يونين د خپلو خپلو مفاداتو یا ګټو جنګونه کول او له يوبله یې د غچ اخیستو په لويه لوبه کې واړه ملکونه د جنګ میدان ګرځولي وو.

د انساني حقونو او د نظرياتو په بېلابېلو دعوو یې د پښتون افغان خاوره کې د بارودو کرونده وکړه،چې مالکان یې روس او امريکا وو، خو کروندګر یې پښتون افغان وو چې اثرات یې په روان عصر کې اوس په نویو شکلونو څرګند دي.د انقلاب ' جهاد' فساد' طالب مطلوب او د ترهګر ځانګړي جدا جدا شکلونه دا تاثر ورکوي چې!!

"يار او ریبار دواړه د يوې څانګې ګلونه دي"

دا ټوله قيصه څلور لسيزې څلور کاله له پاسه ژوند لري.اوس نه بلکې ډېر پخوا دا هرڅه هغه وخت څرګندشول چې سويت يونين مات شو، نو د قيامت په شان د وجود اندامونو پخپله ګواهي په ځان ځان وکړه چې دا ما کړي دي- چې پکې د جنرال اخترعبدالرحمان کتاب"خاموش مجاهد"د پاکستان د مذهبی اخلاقي ګاونډیتوب سازشونه څرګندوي لکه چې څوک په شريک جرم کې سلطاني ګواه جوړ شي او د جرم اعتراف وکړي.

دا اعتراف د جنرال ضيا د انصاریتوب او د افغانانو د مهاجرتوب اصطلاحات په معنوي توګه څرګند کړي چې هر عمل یې د ملل متحد د هرې نکتې خلاف ورزي ده چې نه يوازې د افغان په خاوره د سور او سپين او تور پنجابي د يرغل جرم دی، بلکې د افغانانو یې قامي مشرتابه او باچايان هم وژلي دي.د دې جرمونو اعترافات هر چا کړي هم دي او منلي یې هم دي.

د امريکا اعتراف

د جیمي کارټر په لاسلیک له افغان مجاهدیتو سره د مرستې تازه رسوا شوی سند
100%
د جیمي کارټر په لاسلیک له افغان مجاهدیتو سره د مرستې تازه رسوا شوی سند

امريکا ۴۴ کاله پس ويليد ي چې د سويت يونېن په ضدافغان جنګ ته مونږ دوام ورکړی و. د امریکل د هغه وخت د ولسمشر جمي کارټر له خفيه دستاويز یا پټو څخه اوس معلومه شوې ده چې د دې جنګ لپاره یې دوه بلين یا میلیارد ډالرو وړومبی امداد منظور کړی وو.

د نيشنل سيکېورټی ارکايوز مطابق به د دې امداد منظوري نېغ په نيغه د صدر جمي کارټر نه اخستل کېده.

په ۱۹۷۹ کې چې CIA د دې فنډنګ بنياد جوړ کړ، نو مقصد یې په افغانستان کې د روس مخه نيول او د زړې پخوانۍ دښمنۍ غچ اخیستل وو، ځکه په ويټنام کې د امريکا خلافد ويتناميانو انقلاب د روس په ملاتړبریالی شوی وو او د امريکا په ګيډه کې دغه درد وو، نو چې روسګرمو اوبو ته راتلو نو امريکا ټول اروپایي ملکونه او اسلامي هېوادونه په خصوصي توګه عرب، ايران، پاکستان هم د جهاد په نوم د هغه وخت سويت يونين پر ضد راپورته کړل، چې پکې پاکستان بنيادي سهولت کار وو.

جنرال ضيا د امريکا د عالمي مجبورۍ نه دوه ګټې پورته کړ: يوه دا چې خپل پوځي اقتدار ته یې له څه عالميدباو یا فشار پرته دوام ورکړ.دویمه دا چې دغه وخت یې د پاکستان اقتصاد د افغان جنګ په بنياد ودرولو او په دې منطقه کې یې ټول پښتون افغان د بربادۍ ژورې کندې ته وغورځاوه.

په جهاني سطحه یې ورته تاريخي، کلتوري، روايتي وقار بدنام کړ، نن هم تاريخي قوم ته نړيوال په شک او ګومان ګوري.

د امريکا د اوسنیو خفيه دستاوېزاتو نه ډېر وړاندې د سويت يونېن د ماتېدو نه پس دا لوبه هغه وخت هم ښکاره وه او روستو خو بيخي هر څه څرګند شو چې د پښتون افغان اجرتي قاتل څوک څوک وو او ډالرې چا ورکولې او دغه ټولې لویې لوبې ته یې د بشري حقونو انساني او اخلاقي امداد نوم ولې ورکاوه. پاکستان ځانته انصار او افغانانو ته مهاجر ولې وېل، هر چا په يو غشي څو څو ښکارونه کول.

د پاکستان مفادات په افغان جنګ کې

هر جنګ په ذاتي غرضونو، مفاداتو او اهدافو کيږي.افغان جنګ او د دې منطقې د خاورې مزاج په هر صورت د ښکيلاک د سوچ طرفدار نشي کېدی، دغه وجه ده چې د سويت يونين د ماتېدو نه پس سور او سپين دواړه د افغانانو لپاره د يو سپي مچان ښکاره شول.

د روس سور لښکرله وتو نه پس د امريکا د بشري احساس دعوه او د پاکستان د انصار معنا بدله شوه.

پاکستان چې ځانته انصار ويل او افغان ته یې مهاجر ويلؤ نو دا که د لویې لوبې حصه وه، خو جغرافيایي مفاد یې دا وو چې د ډيورنډ اخوا او ديخوا پښتون افغان ترمينځه کرښه په دوو حصو تقسيم ومني، هرڅو که په ډيورنډ افغان راوړي خو هغه به مهاجر وي او د تاريخ په اوږدو کې به پېښور د پايتخت په نوم نه يادوي.

د انډيا مهاجر به له راتلو سره د پاکستان د پوځي او ولسي بيوروکيسي د اعلا بالا عهدو جايېدادونو او سياستونو وزارتونو مالکان وي، خو افغان مهاجر به د څلورو لسيزو د ژوند باوجود پاکستان کې غېر قانوني وي.

افغان ځان سره د جنرال ضيا د مهاجرت خطاب په انساني، اخلاقي او مذهبي مينه قبول کړ، خو دې سازش ته یې فکر ونه کړ چې ماته په هغه خاوره مهاجر ویل چې زما د تاريخ حصه ده، د جنګونو مفادات اهداف دغه شان تاريخ مسخ کوي او قام بيا د تاريخ پټې خزانې لټوي.

د امريکا مفادات

د امريکا بنياديهدف دا و چې په افغان جنګ کېدويټنام ماتې غچ واخلي، ټول ملکونه ځانته کيښنوي، خپل قرضونه پرې ورواړوي. ټوله دنيا يو قطبي کړي، لکه پخوا چې ساده خلکو ته د زلزلې په هکله دا ويل شوي وو چې ځمکه د غوایي په يو ښکر ټينګه ده، چې د غوایي ښکر ستړی شی او ځمکه بل ښکر ته اړوي، نو ځمکه بې وزنه شي او زلزله راشي.دغه شان امريکا په يو قطبي دنيا کې هر څه په خپل يو ښکر ټينکول غوښتل.

بله دا چې د وسلې مارکيټ کې یې خپله وسله، بارود او جنګي سامانونه خرڅول. د جنګ د بادار خو دا عالمي کاربار دی او په دې منطقه کې دا کاروبار يوه لويه منډیي جوړه شوه چې نن هم ګرمه ده او محکوم قامونه د عالمي امداد په قطارونو کې ولاړ دي.

د امريکا غوندې سوپر طاقت وخت په وخت د ګرېټ ګيم یا لویې لوبې شکلونه بدلوي، خو د جنګ مور که په شکل صورت هرڅومره بدل بچی راوړي په هغه کې د جنګ فطرت' عادت'مزاج او د خپلو مفاداتو هڅې يو شان وي.

دغه وجه ده که پرون د امريکا د مفاداتو لپاره په پاکستان کې د جنرال ضيا د پوځي چارواکۍ ضرورت وو، نو نن د پاکستان د جمهوريت لپاره د صفا پاکو ساکو ټولټاکنو خبره کوي، په دواړو لوبو کې یې د خپلو مفاداتو رنګ دی.

دوه څلوېښت کاله وړاندې د افغانستان په خاوره ورته د جهاد بيا د فساد او بيا د جمهوريت او په دريم ځل بيا د طالب ضرورت وو، نو په هر ځل یېد مفاداتو او خپلو اهدافو لپاره د لویې لوبې د تاش پتې که هغه وي، خو د لویې لوبې د تاش د پتې چل یې بدل دی.

اوس په دې منطقه کې د روس په ځای چين ولاړ دی، چې هم د پاکستان د زړې دوستۍ مشروط دوست دی هم د افغانستان د طالب لپاره نوی دی. اوس روس د پاکستان ګرمو اوبو ته بغیر له جنګه په سوړ انداز راغی، د پاکستان مذهبي ګوندونه ورته هم خوشبين دي او اوس دا نه وایي چې دا سور کافر دی، بلکې سپين کافر د دوی لپاره اهل کتاب دی، خو د پښتون افغان لپاره سور کافر ښه نه وو خو اوس ورسره په يو ميز ناست وي روسۍ ډوډۍ خوري.

نتيجه

د سويت يونين د ماتېدو نه پس زمونږ د لکونو شهيدانو او د شهادتونو دا سلسله اوس هم دوامداره ده نو نتيجه یې ډېر پخوا څرګنده ده، چې ټول غټ قوتونه د خپلو مفاداتو د جنګونو باداران دي او د محکومو ځپلو قومونو ولسونهد کرایې سپايان دي او د اقتدار چارواکي د دې جنګونو غټ غټ ټيکه داران دي چې لاندې سطحې ته یې دا ټېکې نورو خلکو ته ورکړې دي چې پکې د سېکولر نه واخله تر د مذهبي بنسټپالو پورې د کوټ پېنټ واسکټ او ساده پوشاک او د پټکي او قباګانو د پرښتو استازان شامل دي.

دوی ټول د خپلو مفاداتو په پردي حمام کې لوڅ لغړ دي او يوبل ته خيرن سرونه مينځي او يوبل ته سپږې ګوري.د دې شعر په معنا !!

ایک ہی صف میں کھڑے ہو گئے محمود و ایاز

نہکوئیبندہرہانہکوئیبندہ نواز

خو----!!

که محمود او اياز په يوصف کې ودريږي، خو باچا به بيا هم باچا وي او غلام به غلام وي.

د مولانا ابوالکلام قول دی-!!

که غلامۍ ته څوک هر رنګه ښکلي ښکلي نومونه کېږدي خو غلامي به بيا هم غلامي.

طالبانو او تاجکستان د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک کړ

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت مشر محمد حنیف حمزه او د تاجکستان د برېښنا د سهامي شرکت رییس محمد عمر عسازاده د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک کړ. دا تړون په ترکیه کې لاسلیک شوی او طالبان به په ۲۰۲۴ کال کې له تاجکستان برېښنا وپیري.

په دې کتنه کې دواړو لورو له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د نوي مزي د غځولو په اړه هم خبرې وکړې.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تاجکستان د دغه برېښنا مزي د غځولو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.

د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېښنا شرکت له تاجکستان څخه هم غوښتي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل، همغږۍ او تطبیق په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

دغه شرکت وايي چې تاجکستان په دې برخه کې هم د همکارۍ د دوام لېوالتیا ښودلې ده.

کاسا ۱۰۰۰ پروژه له تاجکستان څخه افغانستان او د افغانستان له لارې ایران ته د برېښنا د لېږد پروژه ده.

ټاکل شوې وه چې دا پروژه په ۲۰۱۶ کال کې بشپړه شي، خو په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله تر اوسه نه ده بشپړه شوې.