• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او تاجکستان د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک کړ

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت مشر محمد حنیف حمزه او د تاجکستان د برېښنا د سهامي شرکت رییس محمد عمر عسازاده د برېښنا د پېرلو تړون لاسلیک کړ. دا تړون په ترکیه کې لاسلیک شوی او طالبان به په ۲۰۲۴ کال کې له تاجکستان برېښنا وپیري.

په دې کتنه کې دواړو لورو له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د نوي مزي د غځولو په اړه هم خبرې وکړې.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تاجکستان د دغه برېښنا مزي د غځولو لپاره لیوالتیا ښودلې ده.

د دغه شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېښنا شرکت له تاجکستان څخه هم غوښتي چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل، همغږۍ او تطبیق په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

دغه شرکت وايي چې تاجکستان په دې برخه کې هم د همکارۍ د دوام لېوالتیا ښودلې ده.

کاسا ۱۰۰۰ پروژه له تاجکستان څخه افغانستان او د افغانستان له لارې ایران ته د برېښنا د لېږد پروژه ده.

ټاکل شوې وه چې دا پروژه په ۲۰۱۶ کال کې بشپړه شي، خو په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله تر اوسه نه ده بشپړه شوې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

حقاني: د طالبانو په حکومت کې ځان غوښتنه په هیڅ ډول د منلو نه ده

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وايي، د پخواني شوروي له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د واک وږي په خپلو کې سره په جګړو واوښتل او کورنۍ جګړې له هماغه مهاله پیل شوې. هغه ټینګار وکړ، چې د پخوانیو مشرانو د اختلافاتو له امله د افغانستان ولسي خلک له جهاده بېزاره شول او کرکه یې پیدا کړه.

هغه زیاته کړه:« موږ باید له تېر وخته زده‌کړه وکړو او په ډېر دقت سره پر مخ ولاړ شو.»

سراج‌الدین حقاني چې تر دې وړاندې د طالبانو پر حکومت نیوکې کولې، دا پلا یې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.


پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۴مې کلیزې په اړه طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د هیڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي او چا ته د دې اجازه هم نه ورکوي، چې د دوی په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان یرغل وکړ او د نهو کالو په ترڅ کې یې زرګونه سرتېري ووژل شول او د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په میاشت کې له افغانستانه ووتل.

حنفي: امریکا موږ ته ویلي و، چې ستاسې په واکمنۍ کې به افغانستان د وینو په حمام بدل شي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۵ GMT+۰

طالب چارواکو د مرغومي شپږمې یا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ورځې په یاد جوړه شوې غونډه کې وويل چې، د شوروي اتحاد له برید وروسته د کورنیو جګړو، کډوالۍ او د بې‌ګناه افغانانو د وژنو لړۍ پیل شوه او هر هغه هېواد چې پر افغانستان برید کړی هغه هېواد یوازې پاتې شوی.

د طالبانو د رییس الوزرا ادارې مرستیال دیادې غونډې پر مهال وویل، له خپلو سیاسي مخالفانو څخه غچ نه اخلي.
طالبانو د چهار شنبې په ورځ د (مرغومي ۶م) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ورځې د ۴۴ مې کلیزي په یاد غونډه جوړه کړې وه چې ګڼو لوړ پوړو طالب چارواکو په کې ګډون درلود.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د پخواني شوروي اتحاد برید په افغانستان کې د کورنیو جګړو، کډوالۍ او بې‌ګناه افغانانو د وژنو د لړۍ پیل و باله.

نوموړي پر افغانستان د امریکا د برید او د یادې ډلې د لومړۍ دورې پای ته رسېدو ته په اشاره وايي، امریکایانو د سولې د مذاکراتو پر مهال ورته ویلي وو چې، که پر افغانستان واکمن شئ نو له افغانستانه به د وینو حمام جوړ شي.
خو نوموړی وايي، له خپلو سیاسي مخالفانو څخه غچ نه اخلي.

هغه زیاته کړې:« د امریکا له اشغال وروسته بې‌ګناه افغانان ووژل شول، بندیان شول او نږدې پنځه مېلیونه افغانان په نشه‌یي توکو روږدي شول. د افغانستان زیربناوې له منځه ولاړې؛ خو موږ امریکا له افغانستانه واېستله، په افغانستان کې اسلامي نظام رامنځته شو.»
نوموړی وايي، پر افغانستان له واک ته تر رسېدو وروسته مو خپلو ټولو مخالفو کسانو ته عفوه وکړه او دمګړۍ په افغانستان کې د اداري فساد له منځه وړل، د دغې ډلې د څه د پاسه تېرو دوو کلونو د لاسته راوړونو څخه ګني.

هغه وایي:« موږ په جګړو کې ښکېل کسان وبخښل او د نورو افغانانو په شان مساوي حقوق لري. موږ ته د سولې د مذاکراتو پر مهال امریکایانو ویلي وو، که واکمن شوئ په افغانستان کې به د وینو حمام جوړ شي؛ خو زموږ مشر عفوه اعلان کړه او موږ خپل ټول مخالفان وبخښل. امنیت تامین دی د نشه‌يي توکو قاچاق، کر، پېر او پلور منع شو. اداري فساد له منځه ولاړ او زموږ ټول لګښتونه زموږ د کورنۍ بودجې څخه ورکول کېږي.»
د یادې غونډې پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وویل، هغه هېوادونه چې پر افغانسان یې برید کړی؛ که شوروي اتحاد و، که برتانیا وه اوس یوازې پاتې دي او امریکا به هم یوازې پاتې کېږي.
نوموړی وايي:« چا چې یو ځل په افغانستان کې ماته خوړلې که هغه شوروي و نن روسیه ترې جوړه ده، که لویه برېتانیه وه، یوازې برېتانیه ترې جوړه ده او همداسې امریکا به هم یوازې په امریکا پورې منحصره وي او هېڅوک بیا د دې توان نه لري چې افغانستان اشغال کړي.»
طالبان چارواکي په دغه غونډه کې یوځلې بیا له تولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي شول او غوښتنه يې کوله، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

خلیل الرحمن حقاني: کډوالو ته دې د کار په بدل کې مرستې ورکړل شي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو وزارت سرپرست له نړۍوالو همکارو ټولنو سره د همغږۍ په ناسته کې له پاکستانه د ستنو شویو کډوالو لپاره د ژمنیو مرستو په رسولو ټینګار کړی؛ خو ویلي یې دي چې، مرستې دې د کار په بدل کې ورکړل شي.

هغه وایي، افغاني غرور دا نه ایجابوي چې یا دې له چا د سوال او خیرات غوښتنه وشي او یا دې چاته لاس وغځول شي؛ نو ځکه د کار په بدل کې به مرستې ورکړل شي.

خلیل الرحمن حقاني د دوشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې له نړۍوالو همکارو ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو لپاره د ژمنیو مرستو په رسولو ټینګار کړی.

نوموړي ویلي:« د واورو په ورېدو سره ښايي ځینو ولایتونو ته لارې بندې شي؛ نو له همدې امله مخکې تر مخکي باید مرستې ور ورسول شي. کډوالو ته د کورونو جوړول، د کاري فرصتونو برابرول او نور اساسي خدمتونه دې وړاندې شي.»
همدارنګه حقاني په دغه ناسته کې ویلي:« افغاني غرور سوال کول او بل ته د لاس نیول نه مني، له همدې امله دې مرستي د کار په بدل کې خلکو ته ورکړل شي.»
د نړۍوالو همکارو ادارو چارواکو د طالبانو د کډوالو له وزیر سره د همغږۍ په دغې ناسته کې خپلې ستونزې هم شریکې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان له پاکستان او ایرانه په جبري توګه د اېستل شویو افغان کډوالو لپاره د مرستو جلبولو هڅې کوي او تر دې مهاله ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو د تازه ستنو شویو افغان کډوالو لپاره د مېلیونونه ډالرو مرستو اعلان هم کړی.
تر دې مهاله له پاکستانه ۴ لکه، ۴۸ زره او ۶۷۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

جان اڅکزی: په چمن کې شلو زرو وزګارو خلکو ته به د میاشتې شل، شل زره کلدارې ورکړو

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د پاکستان حکومت دغه اعلان د چمن اوسېدونکي په غوسه کړي او د چمن ـ کوټې پر لاره یې چمن ته د جان اڅکزي د ورتګ مخنیوی کړی. دوی وايي که حکومت ریښتیا له خلکو سره مرسته کوي نو د چمن په دروازه دې تګ راتګ له پاسپورټ او ویزې پرته آزاد کړي.

د چمن د شلو زرو وزګارو اوسېدونکو لپاره د حکومت له لوري د شل، شل زره کالدارو د ورکړې پروګرام پیلولو، د چمن اوسېدونکي غوسه کړي او چمن ته یې د بلوچستان د اطلاعاتو د وزیر جان اڅکزي د ورتګ مخنیوی کړی.

د سه شنبې په ورځ د چمن سلګونو اوسېدونکو د چمن ـ کوټې تر منځ لاره بنده کړې وه.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د دو شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د چمن وزګارو خلکو ته به د پاکستان حکومت له لوري شل، شل زره روپۍ ورکول کیږي.

نوموړي ویلي: «شلو زرړ وزګارړ خلکو ته به هره میاشت شل، شل زره روپۍ ورکوو، زموږ د دغې ځانګړې مرستې له کڅوړې څخه به د چمن سیمه ییز خلک برخمن شي. موږ د پرلت سره د هر ډول مذاکراتو لپاره چمتو یو او موږ غواړو هلته د خلکو لپاره د کاروبار زمینه برابره کړو.»

تمه وه چې نوموړی د دغه پروګرام د پرانیستې لپاره چمن ښار ته سفر وکړي خو د چمن اوسېدونکي چې د پاکستان له لوري د شل، شل زره روپیو د ورکړې پروګرام په غوسه کړي وو، چمن ته یې د جان اڅکزي د ورتګ د مخنیوي لپاره د چمن ـ جوټې لاره بنده کړې وه.

د چمن اوسېدونکي وایي، د خیرات ورکولو پر ځای دې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ پرېکړه بدله شي.

خو جان اڅکزی وايي، د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه شي په شا کیدای او د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به خلک په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ کوي.

دا‌ په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې دوه نیمو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د راتګ راتګ تر پرېکړې وروسته د چمن د زرګونو خلکو کاروبار زیانمن شوی او هلته خلکو د پاکستان حکومت یادې پرېکړې پر ضد پرلت وهلی دی.

پاکستان: د ډېره اسماعيل خان په بريد کې وژل شوی وسله‌وال د افغان طالبانو سره تړاو لري

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۷ GMT+۰

سي‌ټي‌ډي یا د ترهګرۍ ضد ادارې د ډېره اسماعیل خان برید په تړاو تازه اسناد خپاره کړي. په دغو اسنادو کې راغلي، چې برید کې وژل شوی کس صفت الله مروت د مارچ په درېیمه له تورخم څخه افغانستان ته تللی و.

د صفت الله د موبايل ځای د مارچ په اوومه د پېښور بنارس اباد او د مارچ په اتمه د خیبر ضلع جمرود ښودل شوی و.

د اسنادو له مخې، د صفت الله په نوم د درېیو بېلابېلو موبايل کمپنيو سيم کارټونه ثبت شوي دي.

د صفت الله پېژندپاڼه، د استوګنې او نور اسناد هم ترلاسه شوي، چې کورنۍ يې د افغان طالبانو سره د هغه د تړاو پخلی کړی دی.

په سند کې ویل شوي، چې په دغه ترهګریز برید کې د دوو ځانمرګو په ګډون ۴ بریدګر وژل شوي، او په دغه برید کې ۶ ښکېل له کسان افغانستان سره تړاو لري.

د سند له مخې، ځانمرګي بریدګر حسن افغاني چې په شاکر مشهور و، تر برید وړاندې یې یوه ویډیو خپره کړې وه.

په دغه برید کې له بریدګرو امریکايي وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

پاکستان پخوا هم په دې اړه راپور خپور کړی و؛ خو په اوسني راپور کې یې هغه سندونه ښودلي چې وايي برید ګر د افغانستان اوسېدونکي دی او د افغان طالبانو سره تړاو لري.

خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.