• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جان اڅکزی: په چمن کې شلو زرو وزګارو خلکو ته به د میاشتې شل، شل زره کلدارې ورکړو

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۱ GMT+۰

د پاکستان حکومت دغه اعلان د چمن اوسېدونکي په غوسه کړي او د چمن ـ کوټې پر لاره یې چمن ته د جان اڅکزي د ورتګ مخنیوی کړی. دوی وايي که حکومت ریښتیا له خلکو سره مرسته کوي نو د چمن په دروازه دې تګ راتګ له پاسپورټ او ویزې پرته آزاد کړي.

د چمن د شلو زرو وزګارو اوسېدونکو لپاره د حکومت له لوري د شل، شل زره کالدارو د ورکړې پروګرام پیلولو، د چمن اوسېدونکي غوسه کړي او چمن ته یې د بلوچستان د اطلاعاتو د وزیر جان اڅکزي د ورتګ مخنیوی کړی.

د سه شنبې په ورځ د چمن سلګونو اوسېدونکو د چمن ـ کوټې تر منځ لاره بنده کړې وه.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د دو شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د چمن وزګارو خلکو ته به د پاکستان حکومت له لوري شل، شل زره روپۍ ورکول کیږي.

نوموړي ویلي: «شلو زرړ وزګارړ خلکو ته به هره میاشت شل، شل زره روپۍ ورکوو، زموږ د دغې ځانګړې مرستې له کڅوړې څخه به د چمن سیمه ییز خلک برخمن شي. موږ د پرلت سره د هر ډول مذاکراتو لپاره چمتو یو او موږ غواړو هلته د خلکو لپاره د کاروبار زمینه برابره کړو.»

تمه وه چې نوموړی د دغه پروګرام د پرانیستې لپاره چمن ښار ته سفر وکړي خو د چمن اوسېدونکي چې د پاکستان له لوري د شل، شل زره روپیو د ورکړې پروګرام په غوسه کړي وو، چمن ته یې د جان اڅکزي د ورتګ د مخنیوي لپاره د چمن ـ جوټې لاره بنده کړې وه.

د چمن اوسېدونکي وایي، د خیرات ورکولو پر ځای دې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ پرېکړه بدله شي.

خو جان اڅکزی وايي، د پاکستان حکومت له خپلې پرېکړې نه شي په شا کیدای او د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به خلک په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ کوي.

دا‌ په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې دوه نیمو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ د راتګ راتګ تر پرېکړې وروسته د چمن د زرګونو خلکو کاروبار زیانمن شوی او هلته خلکو د پاکستان حکومت یادې پرېکړې پر ضد پرلت وهلی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: د ډېره اسماعيل خان په بريد کې وژل شوی وسله‌وال د افغان طالبانو سره تړاو لري

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۷ GMT+۰

سي‌ټي‌ډي یا د ترهګرۍ ضد ادارې د ډېره اسماعیل خان برید په تړاو تازه اسناد خپاره کړي. په دغو اسنادو کې راغلي، چې برید کې وژل شوی کس صفت الله مروت د مارچ په درېیمه له تورخم څخه افغانستان ته تللی و.

د صفت الله د موبايل ځای د مارچ په اوومه د پېښور بنارس اباد او د مارچ په اتمه د خیبر ضلع جمرود ښودل شوی و.

د اسنادو له مخې، د صفت الله په نوم د درېیو بېلابېلو موبايل کمپنيو سيم کارټونه ثبت شوي دي.

د صفت الله پېژندپاڼه، د استوګنې او نور اسناد هم ترلاسه شوي، چې کورنۍ يې د افغان طالبانو سره د هغه د تړاو پخلی کړی دی.

په سند کې ویل شوي، چې په دغه ترهګریز برید کې د دوو ځانمرګو په ګډون ۴ بریدګر وژل شوي، او په دغه برید کې ۶ ښکېل له کسان افغانستان سره تړاو لري.

د سند له مخې، ځانمرګي بریدګر حسن افغاني چې په شاکر مشهور و، تر برید وړاندې یې یوه ویډیو خپره کړې وه.

په دغه برید کې له بریدګرو امریکايي وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

پاکستان پخوا هم په دې اړه راپور خپور کړی و؛ خو په اوسني راپور کې یې هغه سندونه ښودلي چې وايي برید ګر د افغانستان اوسېدونکي دی او د افغان طالبانو سره تړاو لري.

خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان: په زابل کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۳ GMT+۰

په زابل کې د طالبانو د روغتیا برخې د مشرانو له قوله پرون سه شنبه رسنیو راپور ورکړی چې د پولیو دغه نوې مثبتې پېښې د مرکز کلات ښار اړوند هوا شناسي او رسالو کلیو کې ثبتې شوې دي.

که څه هم د طالبانو روغتیا وزارت لا رسماً د دغو پېښو د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې په روان کال کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې ثبتې شوې وې.

په ټول افغانستان کې دا څو ورځې د پولیو پر ضد د واکسیناسیون کمپاین روان دی چې تمه ده شاوخوا نهه میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي واچول شي.

په افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو په اړه وروسته له هغه اندېښنې زیاتې شوې چې پاکستان لکونه افغان کډوال له خپلې خاورې و اېستل.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هغه وروستي هېوادونه دي چې لا هم د پولیو مثبتې پېښې په کې لیدل کېږي.

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندان د 'مخدره توکو د قاچاق' په تور له دندې ګوښه شوی

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۲ GMT+۰

په بدخشان کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په بدخشان کې د دغې ډلې امنیه قوماندان قاري واصل د «مخدره موادو د قاچاق او له دولتي تاسیساتو د ناوړه ګټې اخیستنې» په تور له دندې ګوښه شوی دی.

خو طالبانو بیا د هغه مکتوب په خپرولو سره ویلي چې ملا واصل د هغه عمومي ادلون بدلون له مخې له دندې ګوښه شوی چې د ریاست الوزرا له لوري استول شوی دی.

100%


خو د بدخشان د والي په دفتر کې یوې سرچینې تایید کړه چې د دغه ولایت د قوماندان قاري واصل زوی درې ورځې وړاندې ذ پنځوس کیلو ګرامه نشه یي توکو په قاچاق د بدخشان د ملي امنیت ادارې نیولی او دا مهال په بند کې دی چې له هغه سره هم مهاله قاري واصل هم له دغې دندې لرې شوی دی.

د طالبانو د رییس‌الوزرا له دفتره د (لیندۍ په ۳۰مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د قاري واصل پر ځاى ملا عزيزالله عمر د بدخشان د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.
قاري واصل یو له هغو کسانو څخه دی چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت له ملاتړه برخمن دی.
دا لومړی ځل نه دی چې په یو شمېر ولایتونو کې طالب چارواکي د نشه یي توکو په قاچاقو کې په لاس لرلو تورنیږي، یو شمېر کتونکي وايي د طالبانو له واکمنیدو وروسته لوی او واړه قاچاق کونکي نن سبا د نشه یي توکو قاچاقو ته زړه نه ښه کوي، همدغه طالبان دي چې پر همدغو چارو کې ښکیل دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه: په مزار شریف کې مو پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۲ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې غړو د سې شنبې په ماښام (د مرغومۍ په ۵مه) د بلخ ولایت د مزارشریف ښار د سید اباد په څلور لارې کې د طالبانو د تالاشۍ پر یوې پوستې برید کې ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دې جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې دا برید د شپې شاو خوا اته بجې ترسره شوی، چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او دوه تنه نور ټپیان دي.

په دغه ۲۸ ثانیې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د یو ناپېژاند کس له خوا لاسي بم غورځول کیږي او د اور لمبي پورته کیږي.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د پېښې پخلی کوي او وايي، چې چاودنه نن شپه د مزارشریف ښار د اتمې حوزې اړوند د نورخدا په سیمه کې شوې ده.

وزیري د پیښې د نوعیت لاسي بم ښودلی، چې د ناپېژاندو کسانو له خوا غورځول شوی دی. هغه زیاته کړې چې دغه برید کې چاته ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.


پاکستاني چارواکي: ۴۴۸ زره او ۶۷۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ تر دې دمه ۴ لکه، ۴۸ زره او ۶۷۰ تنه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغې رسنۍ د سې شنبې په ورځ (د مرغومي په ۵مه) د پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي، په تېرو دوه ورځو کې له پاکستانه ۲ زره او ۵۷۳ تنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه رسنۍ ریاتوي، چې خپلو هېواد ته د افغان اتباعو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.

د دغو کډوالو د موقتي استوګنځايونو لپاره هم تیاری نیول شوی دی او لومړني اړین وسایل هم ورته برابر شوي دي.

اسلام اباد ویلي، چې له اقتصادي او امنیتي کړکېچونو سره لاس او ګریوان دی او نه شي کولی د هغو ۶۰۰ زرو کډوالو کوربه توب وکړي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

طالبان چې له پاکستانه په ډله ییزه توګه د کډوالو له اېستلو سره مخالف دي؛ وايي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې هېواد ته راستنیږي.