• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اردوغان ویلي نتنیاهو او هټلر توپیر نه لري خو نتنیاهو اردغان د کردانو په نسل وژنې تورن کړ

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۷ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، چې د غزې په تړانګه کې د نتنیاهو کړنې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال د نازي مشر هټلر له جنایتونو سره توپیر نه لري؛ خو په ځواب کې نتنیاهو اردوغان د کردانو په نسل وژنې تورن کړی او وایي اردوغان د اسراییل د موعظې لپاره اخلاقي صلاحیت نه لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسراییل او نازيان سره پرتله کوي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوسنۍ شخړې له پیل راهیسې اردوغان په وار - وار په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو نیوکې کړې دي.

همداراز د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل پوځ د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره جګړه کوي چې ترکیه یې د لوړ پوړو چارواکو کوربه دی.

نتنیاهو زیاتوي؛ د حماس د وسله والې ډلې ډېری مشران په ترکیه او قطر کې اوسیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د روسیې او هند د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر حالاتو وغږېدل

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر حالاتو، د اوکراین پر کړکېچ او د اسیا پیسپیک سیمې پر اوسني وضعیت وغږېد. د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ سرګي لاروف د چهارشنبې په ورځ له هندي سیال سورامانیا جي شنکر سره په مسکو کې ولیدل.

سرګي لاوروف یوازې دا ویلي چې له هندي سیال سره یې د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې؛ خو نور یې وضاحت نه دی کړی.

جي شنکر چې مسکو ته د پنځو ورځو لپاره تللی، له روسي سیال سره یې خپله لیدنه ګټوره بللې او پر خپل اېکس یې لیکلي، چې پر خپلمنځي مسالو سربېره؛ پر افغانستان، اوکراین، هند نیمه وچه، اسیا، غزه او نورو مسلو خبرې وکړې.

هند او روسیه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو د افغانستان د وضعیت په هکله ګډه اندېښنه لري او هم له طالبانو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو هیله لري.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره مسکو په کابل کې خپل سفارت پرانیستی او مختلفو برخو کې له دې ډلې سره اړیکي ساتي.

نوي ډېلي که څه هم د طالبانو د واک په دویم کال خپل تخنیکي ټیم د کابل سفارت ته لېږلی؛ خو تر اوسه یې یوازې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.

ایران د نشه یي توکو او ترهګرۍ برخه کې د مبارزې لپاره له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا غواړي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۰

د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مشر د پاکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځواکونو له قومندان سره په کتنه کي غوښتنه کړې چې « په سرحدونو کې د نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې باید د دواړو هېوادونو اړيکې ټينګې او پياوړې شي.»

د ایران د صدا سیما د چارشنبې ورځې د راپور له مخې، سکندر مومني له پاکستان سره د ګډو پولو په ساتلو کې د اسلام اباد ګامونو ته په اشارې وویل؛ « ترسره سوي ګامونه ښه دي، خو بسنه نه کوي او باید لا پیاوړي شي. ځکه چې د دواړو هېوادونو لپاره د امنیت خوندي ساتل مهم دي.»

ایران وخت ناوخت پر پاکستان نیوکه کوي چې له خاورې یې «ترهګر» ور اوړي او تر بریدونو وروسته بېرته ورځي.

مومني هم دغو اندېښنو ته په اشاره وویل« د پولو په صفري نقطو کې تر عملیاتو وروسته ترهګر بايد دا فکر ونه کړي، چې د سرحد يو او بل طرف ته خوندي ځای ولري، له همدې امله په دې برخه کې موږ تمه لرو، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د معلوماتو د تبادلې سیمه ییز مرکز  د دې توکو او ترهګرۍ په اړه معلومات شریک کړي، ترڅو د پولې دواړو غاړو ته د عملیاتو په کولو کې همږغي رامنځ ته شي.»

د پاکستان د نشه يي توکو د مبارزې مشر جنرال محمد انيق الرحمن ملک زهم په ټولو برخو کې ددواړو هېوادونو د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ او د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کي يې د همکارۍ د تفاهم لیک د تازه کولو غوښتنه وکړه.

نواز شریف د څلورم ځل لپاره د لومړي وزیر کېدو هڅه کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۱ GMT+۰

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند یو مخکش مشر وايي، د دې ګوند مشر نواز شریف به راتلونکو ټاکنو کې د څلورم ځل لپاره د لومړي وزیر کېدو هڅه وکړي. رانا ثناالله وايي، دې ډلې پرېکړه کړې چې ښاغلی شریف به راتلونکو ټاکنو کې د لومړي وزارت لپاره د دوی کاندید وي.

نواز شریف چې درې ځلې لومړی وزیر شوی او هر ځل له وخت مخکې تر واک غورځول شوی تېر اکتوبر کې له خپل خوښې څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو.

نوموړي ته چې پر ۲۰۱۹ کال د فساد د تورونو له امله د بند سزا واورول شوه، نو د درملنې په پلمه لندن ته لاړ او بیا ستون نه شو.

تېر اکتوبر کې د انتخاباتو درشل کې پاکستان ته ستنېدو سره یې محکمې ته بیا درخواست وکړ او تر منظورېدو وروسته په سیاست کې د برخه اخیستو وړ وګرځېد.

نواز شریف وروستی ځل پر ۲۰۱۷ کال د فساد په تور له دندې ګوښه شو او ۲۰۱۸ کال کې د لس کلونو لپاره په بند محکوم او له سیاست د تل لپاره نااهل یا بې وړه وګرځول شو.

خو اوس د نوموړي سیال عمران خان په بند کې دی، اما ویلي یې دي چې په ټاکنو کې برخه اخلي.

عمران خان هم د ۲۰۲۲ کال اپرېل کې د پارلمان له خوا بې باوره او وروسته د ټاکنو کمېسون له خوا نااهل وګرځول شو.

نوموړي هم د نواز شریف په څېر د محکمې د دې پرېکړې خلاف اپیل کړی و.

د روسیې د دفاع وزیر: روسي ځواکونو مارینکا ښارګوټی نیولی دی

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي؛ د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د مارینکا مهم ښار نیولی دی. مارینکا چې د دونتسک سیمې ته د مهمې دروازې په توګه ګڼل کیږي او په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. یوه اوکرایني قوماندان هم د دغه ښار سقوط تایید کړی دی.

ښاغلي شویګو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي، چې یرغلیزو روسي قطعو د دونتسک څخه بهر محافظت شوې سیمه هم نیولې ده.

ښاغلي شویګو د سې شنبې په ورځ پوتین ته وویل، چې روسي ځواکونو په اوکراین کې خپل ځوابي عملیات بند کړي او اوسمهال په ټولو جبهو کې پرمخ ځي.

د مارینکا ښارګوټی چې د دونتسک سویل لویدیز په پنځه کیلومترۍ کې موقعیت لري، یو وخت د لسو زرو خلکو د اوسېدو ځای و.

دغه ښار اوس په یوې کنډواله بدله شوی دی.

په تېرو کلونو کې د روسیې د ملاتړو ځواکونو له خوا د دونتسک او لوهانسک د ځینو برخو له نیولو سره - سره دغه ښار د جګړې پر مهال د اوکراین په لاس کې پاتې شوی و.

د ایران د وسلوال ځواک لوی درستیز: د رضي موسوي وژنه به بې ځوابه پاتې نه شي

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د ایران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري د سپاه پاسدران د يوه جګپوړي غړي د وژل کېدو په غبرګون کې اسراييل ته اخطار ورکړی. نوموړي ويلي، چې دوی به د اسراييل پر وړاندې چوپ او بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستيز په يوه پیغام کې د سپاه پاسدارانو د يوه مخکښ جنګي قومندان رضي موسوي وژل کېدل د اسراييل له لوري تېروتنه بللې او زياتوي: «دوی یوه ستراتیژیکه تېروتنه وکړه او د دوی جرمونه به بې ځوابه پاتې نه شي.»

د ایران دولتي رسنيو اعلان کړی، چې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د اسراييل په يوه هوایي بريد کې د ایران سپاه پاسداران يو جګپوړی سلاکار وژل شوی دی.

د رسنيو د معلوماتو له مخې؛ چې سید رضي موسوي د ایران او سوريې ترمنځ د پوځي همغږۍ مسوول و.

تېره ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي هم دغه پېښه ناوړه او کمزورې کړنه بللې وه او اسراييل ته يې ګواښ کړی، چې د دې جنايت بيه په پرې کوي.