• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د دفاع وزیر: روسي ځواکونو مارینکا ښارګوټی نیولی دی

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي؛ د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د مارینکا مهم ښار نیولی دی. مارینکا چې د دونتسک سیمې ته د مهمې دروازې په توګه ګڼل کیږي او په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. یوه اوکرایني قوماندان هم د دغه ښار سقوط تایید کړی دی.

ښاغلي شویګو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي، چې یرغلیزو روسي قطعو د دونتسک څخه بهر محافظت شوې سیمه هم نیولې ده.

ښاغلي شویګو د سې شنبې په ورځ پوتین ته وویل، چې روسي ځواکونو په اوکراین کې خپل ځوابي عملیات بند کړي او اوسمهال په ټولو جبهو کې پرمخ ځي.

د مارینکا ښارګوټی چې د دونتسک سویل لویدیز په پنځه کیلومترۍ کې موقعیت لري، یو وخت د لسو زرو خلکو د اوسېدو ځای و.

دغه ښار اوس په یوې کنډواله بدله شوی دی.

په تېرو کلونو کې د روسیې د ملاتړو ځواکونو له خوا د دونتسک او لوهانسک د ځینو برخو له نیولو سره - سره دغه ښار د جګړې پر مهال د اوکراین په لاس کې پاتې شوی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران د وسلوال ځواک لوی درستیز: د رضي موسوي وژنه به بې ځوابه پاتې نه شي

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د ایران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري د سپاه پاسدران د يوه جګپوړي غړي د وژل کېدو په غبرګون کې اسراييل ته اخطار ورکړی. نوموړي ويلي، چې دوی به د اسراييل پر وړاندې چوپ او بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستيز په يوه پیغام کې د سپاه پاسدارانو د يوه مخکښ جنګي قومندان رضي موسوي وژل کېدل د اسراييل له لوري تېروتنه بللې او زياتوي: «دوی یوه ستراتیژیکه تېروتنه وکړه او د دوی جرمونه به بې ځوابه پاتې نه شي.»

د ایران دولتي رسنيو اعلان کړی، چې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د اسراييل په يوه هوایي بريد کې د ایران سپاه پاسداران يو جګپوړی سلاکار وژل شوی دی.

د رسنيو د معلوماتو له مخې؛ چې سید رضي موسوي د ایران او سوريې ترمنځ د پوځي همغږۍ مسوول و.

تېره ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي هم دغه پېښه ناوړه او کمزورې کړنه بللې وه او اسراييل ته يې ګواښ کړی، چې د دې جنايت بيه په پرې کوي.

په ډیلي کې د اسراییل سفارت ته نېږدې چاودنه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۲ GMT+۰

د سې شنبې په ورځ (د ډسمبر په ۲۶مه)په نوي ډیلي کې د اسراییل سفارت ته نېږدې یوه چاودنه شوې؛ دې چاودنه کې د سفارت هېڅ کارکونکي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، چارواکو ویلي چې د دې چاودنې د علت په اړه پلټنې روانې دي.

چارواکي لا هم سیمه پلټي؛ خو سیمه د عامو خلکو پرمخ پرانیستل شوې ده. د معلوماتو له مخې د سړک پر سر هم څوک زیانمن شوي نه دي.
په ډیلې کې د اسراییل د سفارت ویاند ګوای نير رویټرز ته تایید کړې، چې چاودنه د ماښام ۵:۲۰ بجو کې رامنځته شوه، ځايي پولیس او امنیتي ټیمونه د سیمې څېړنه کوي.

100%


لا معلومه نه ده، چې دا چاودنه د چا له خوا شوې ده.
دوه کاله وړاندې په نوي ډیلي کې د اسراییل د سفارت مخې ته چاودنه وشوه، چې چاته پکې زیان نه و اوښتی یوازې یو موټر زیانمن شوی و.

هند ویلي وو، چې دا برید د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک څانګې ترسره کړی و.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د غزې په اړه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک عملي شي

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان د غزې تړانګې ته د مرستو رسولو د اړتیا په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې؛ د روغتیا نړۍوال سازمان په غزې کې د یو شمېر روغتونونو بندېدو او په پاتې محدودو روغتیایي مرکزونو کې د ګڼې ګونې له امله په سیمه کې بشري وضعیت کړکیچن بللی دی.

د دغه راپور له مخې؛ په سیمه کې د شخړو د زیاتېدو له امله د غزې د روغتیایي کارکونکو یو شمېر غړي بې ځایه شوي او د خپلو مسلکي فعالیتونو د ترسره کولو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ غزې ته د بشردوستانه مرستو د زیاتولو لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د شرایطو برابرولو هڅه وکړه.

دغه پرېکړه لیک بشردوستانه مرستو ته د بې خنډه لاسرسي د تضمین لپاره د سملاسي اقداماتو غوښتنه کوي او د شخړو د پای ته رسېدو لپاره شرایط برابروي؛ خو روسيې او امريکا له دغه پرېکړه ليک څخه ډډه وکړه.

بل خوا د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د غزې په شمال کې له اسراییلي پوځیانو سره په کتنه کې ویلي، چې د غزې جګړه به ونه دروي.

بنیامین نتنیاهو اعلان کړی، چې " ترڅو چې بریالي نه شو تر هغه موږ ارام نه کېنو ."

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې په ایران کې د بډایه شویو یورانیمو د تولید د زیاتوالي اعلان وکړ

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۵ GMT+۰

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې اعلان وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت په میاشت کې نېږدې ۶۰ سلنه چې تر ۹ کیلو ګرامو پورې رسیږي د بډایه شویو یورانیمو د تولید کچه لوړه کړې ده. د ادارې په وینا؛ دغه اندازه یورانیم په دوو سایټونو (فردو او نطنز) کې تولیدیږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ تهران د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د «یواف۶» هکسافلورید اورانیمو د تولید پخوانۍ کچې ته راستانه شوي دي.

د جون په میاشت کې ایران د پام وړ غني شويو یورانیمو تولید په میاشت کې درې کیلوګرامو ته راټیټ کړ.

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې غړو هېوادونو ته په خپل راپور کې ویلي، چې تهران د فردو په سیمه کې چې د یورانیمو د بډایه کولو له دوو ځایونو څخه یو دی، چې تر ۶۰ سلنې پورې د یورانیمو د تولید په کچه کې یې د بدلون خبر ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې؛ د تهران د بډایه شویو يورانيمو د توليد د زياتوالي پرېکړه د (نومبر ۲۲) عملي کړې ده.

تر دې مخکې د اتومي انرژۍ نړۍوالې ادارې اعلان کړی و، چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په پرتله د ایران ۵٪، ۲۰٪ او ۶۰٪ بډایه شویو یورانیمو زیرمې زیاتې شوې دي.

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي پر نړۍوالو قدرتونو غږ وکړ، چې د ایران له حکومت سره د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې بیا پیل کړي.

ګروسي تېره میاشت د فرانس ۲۴ ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام په اړه یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې تهران د اټومي بم د جوړولو لپاره اړین مواد او ظرفیت لري.

هغه د دې په بیانولو سره چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه لا هم ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، وویل چې د نړۍوالې ادارې مفتشینو د ایران په هغو مرکزونو کې چې باید یورانیم پکې نه وي، په زیاته اندازه غني شوي یورانیم یا پروسس شوي یورانیم موندلي دي.

رويټرز خبري اژانس د نومبر په ٢٥مه نېټه ليکلي، چې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې محرم راپورونه ښيي چې ايران د درېيو اټومي بمونو لپاره تر ٦٠ سلنې پورې په کافي اندازه غني شوي يورانيم لري او لا هم له دې ادارې سره په مهمو مسايلو کې همکاري نه کوي.

د رویټرز په وینا؛ د سپټمبر په ۱۳ د وروستي راپور راهیسې د ایران د یورانیمو ۶۰٪ بډایه شویو زیرمې ۱۲۸،۳ کیلوګرامو ته لوړ شوي.

دا اندازه د ۴۲ کیلوګرامو څخه درې چنده زیاته ده، چې د ادارې د تعریف له مخې؛ په نظرياتي توګه د اټومي بم د تولید لپاره که چیرې نور هم بډایه شي کافي کېدی شي.

د نړۍوال اژانس د حکومت د بورډ په تېره غونډه کې د امریکا او اروپايي ټولنې استازو له تهران څخه وغوښتل چې د خپل ۶۰ سلنه یورانیمو د بډایه کولو پروګرام ودروي.

یوه څېړنیز مرکز په استانبول کې «د افغانستان د راتلونکي فکري ناسته» اتمه غونډه جوړه کړه

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۵ GMT+۰

په دوحه کې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات په استانبول کې "د افغانستان د راتلونکي فکري ناسته" د اتم پړاو د پیل اعلان وکړ. دا غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په ګډون د مهمو شخصیتونو په شتون کې جوړه شوه.

ښاغلي برکات دغه خبر پر خپلې ایکس ټولنیزې پاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي وروستي راپور ته د کتنې ترڅنګ په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو ترڅنګ له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري شړل او پر ښځو د لګول شویو بندیزیونو پر مسایلو خبرې وشوې.

داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه لیک له مخې د افغانستان د وضعیت په اړه د سینیرلي اوغلو خپلواکه ارزونه د دغې غونډې اصلي موضوع ده.

دغه راپور چې د نومبر په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا امنیت شورا ته وړاندې شو، پراخ غبرګونونه یې درلودل.

سلطان برکات چې فلسطین تبار دی او په قطر کې د دوحې په انسټیټوټ کې د سیاست په برخه کې استاد دی، طالبانو ته له نېږدې کسانو څخه شمېرل کیږي.

امیر خان متقي قطر ته د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې له دغه مرکز څخه لیدنه کړې وه.

ښاغلی برکات د "بین الافغاني خبرو اترو" په چوکاټ کې د ۲۰۱۹ کال د می په ۲۹ په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د ۴۵ افغان سیاسي او مدني فعالانو د ناستې یو له ترتیب کوونکو څخه و.

منتقدین وايي، چې دا مرکز د طالبانو لپاره یوه لابيګر دفتر دی، چې غربي هېوادونه دې ته وهڅوي چې له دې ډلې سره اړیکي ونیسي.