• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوه څېړنیز مرکز په استانبول کې «د افغانستان د راتلونکي فکري ناسته» اتمه غونډه جوړه کړه

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۵ GMT+۰

په دوحه کې د شخړو او بشردوستانه مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات په استانبول کې "د افغانستان د راتلونکي فکري ناسته" د اتم پړاو د پیل اعلان وکړ. دا غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو په ګډون د مهمو شخصیتونو په شتون کې جوړه شوه.

ښاغلي برکات دغه خبر پر خپلې ایکس ټولنیزې پاڼه خپور کړی او لیکلي یې دي، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي وروستي راپور ته د کتنې ترڅنګ په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو ترڅنګ له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري شړل او پر ښځو د لګول شویو بندیزیونو پر مسایلو خبرې وشوې.

داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه لیک له مخې د افغانستان د وضعیت په اړه د سینیرلي اوغلو خپلواکه ارزونه د دغې غونډې اصلي موضوع ده.

دغه راپور چې د نومبر په لومړیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا امنیت شورا ته وړاندې شو، پراخ غبرګونونه یې درلودل.

سلطان برکات چې فلسطین تبار دی او په قطر کې د دوحې په انسټیټوټ کې د سیاست په برخه کې استاد دی، طالبانو ته له نېږدې کسانو څخه شمېرل کیږي.

امیر خان متقي قطر ته د خپل لومړي بهرني سفر په ترڅ کې له دغه مرکز څخه لیدنه کړې وه.

ښاغلی برکات د "بین الافغاني خبرو اترو" په چوکاټ کې د ۲۰۱۹ کال د می په ۲۹ په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د ۴۵ افغان سیاسي او مدني فعالانو د ناستې یو له ترتیب کوونکو څخه و.

منتقدین وايي، چې دا مرکز د طالبانو لپاره یوه لابيګر دفتر دی، چې غربي هېوادونه دې ته وهڅوي چې له دې ډلې سره اړیکي ونیسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو له بنده د بشري حقونو د ټولو مدافعانو د خلاصون غوښتنه کوو

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۷ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان یوه مسووله سمیرا حمیدي د طالبانو له بند څخه د بشري حقونو د ټولو مدافعانو، خبریالانو او منتقدینو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړې د طالبانو له بند څخه د پریسا ازاده د خوشې کېدو په هرکلي سره ټینګار کوي، چې منیژه صدیقي او ټول هغه کسان چې په خپل سر نیول شوي باید خوشې شي.

سمیرا حمیدي د دوشنبې په ورځ (د مرغومې ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: "موږ باید د ټولو طالب مخالفینو د خلاصون غوښتنې ته دوام ورکړو؛ تر څو د دې ډلې له بند څخه خلاص شي".

نوموړې په ځانګړې توګه د منیژه صدیقي یادونه کړې، چې لا هم د طالبانو په بند کې دi.

د افغانستان د ښځو غورځنګ د مرغومې په څلورمه اعلان وکړ، چې د ښځو د حقونو فعاله پریسا ازاده له څلوېښتو ورځو وروسته د طالبانو له بنده خوشې شوه.

پریسا ازاده چې د افغان ښځو د عدالت او ازادۍ د غورځنګ غړې ده، د طالبانو استخباراتو د لړم په ۲۴ مه د کابل په لویدیځ دشت برچي کې نیولې وه.

د افغانستان د ښځو غورځنګ په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې طالبانو د دغه غورځنګ غړې او د بشري حقونو فعاله منیژه صدیقي د تلې په ۱۷مه نیولې وه.

د مېرمن صدیقي د روغتیايي وضعیت او د توقیف ځای په اړه تر اوسه کره معلومات نه شته.

پاکستاني پولیسو هغه ۱۳۰ افغانان چې امریکا ته د تللو په تمه وو له دغه هېواده ایستلي

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۶ GMT+۰

رویټرز د کډوالو د حقونو د یوې ادارې په حواله راپور ورکړی، چې پاکستان لږ تر لږه ۱۳۰ هغه افغانان چې د امریکا د کډوالۍ ویزو ته په تمه وو اېستلي دي. دغې رسنۍ د سرچینو په حواله لیکلي، چې پاکستاني چارواکي هغو لیکونو ته پاملرنه نه کوي، چې د امریکا سفارت افغانانو ته ورکړي دي.

د "افغان ایواک" سازمان مشر شاون ون ډایور د دغه سازمان د غړو د معلوماتو او په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له خوا د امریکا حکومت ته د ورکړل شویو جزییاتو په حواله ویلي، چې د پاکستان پولیسو ۲۳۰ تنه افغان کډوال نیولي دي، چې شاوخوا ۸۰ تنه یې بیرته خوشې شوي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو له اېستلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، واشنګټن پاکستان ته د هغو افغانانو نوملړ ورکړی، چې په امریکا کې د اوسېدو په شرایطو برابر دي.

شاون ون ډایور او دوو لوېدیځو ډېپلوماټیکو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، چې ځايي پاکستاني چارواکي تر ډېره د امریکا دغه نوملړ له پامه غورځوي.

رویټرز له یو شمېر هغو افغان کورنیو سره خبرې کړي، چې غړي یې پولیسو ته د لیک له ښودلو وروسته اېستل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د امنیتي دلایلو له امله د هغه پناه غوښتونکي نوم نه دی اخیستی، چې ویلي یې دي پولیس د هغوی کور ته ورغلل او سره له دې چې د امریکا د سفارت لیک یې له ځان سره درلوده؛ نه یې دی منلی.

د دغې کورنۍ غړي اوس له پاکستانه شړل شوي او په کابل کې ژوند کوي.

امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې دوی هڅه کوي په دري، پښتو او انګلیسي ژبو د پیغام رسولو اپلیکیشن واټس اپ له لارې په بېړنۍ کرښې سره په پاکستان کې زرګونو افغانانو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې تر ۴۵۰ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې د ژمي په سختو شرایطو کې له پولې سره نېږدې ژوند کوي.

طالبان چې له پاکستانه په ډله ییزه توګه د کډوالو له اېستلو سره مخالف دي؛ وايي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې هېواد ته راستنیږي.

اسلام اباد وايي، چې له اقتصادي او امنیتي کړکېچونو سره لاس او ګریوان دی او نه شي کولی د هغو ۶۰۰ زرو کډوالو کوربه توب وکړي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

په بلخ پوهنتون کې د ترکي ژبې او ادبياتو څانګه پرانیستل شوه

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د اناتولیا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د ترکي ژبې او ادبیاتو څانګه پرانیستل شوه. په مزارشريف كې د تركيې جنرال قونسل سمیح لطفي تورغوت وويل، چې د روان كال د تلې مياشتې څخه به د تركي ژبې او ادبياتو تدريس پيل شي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د دې څانګې پرانیسته د بلخ پوهنتون او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) په ګډو هڅو سره ترسره شوه.

ويل کيږي، چې په مزارشريف کې د تیکا دفتر هغه ودانۍ چې د ترکي ژبې او ادبياتو د تدريس لپاره کارول کيږي ترميم کړې او ټولې اسانتياوې يې ورته برابرې کړي دي.

په بلخ پوهنتون کې د ترکي ژبې او ادبیاتو د ډېپارټمنیټ د پرانېستې په مراسمو کې طالب چارواکو او د تیکا چارواکو ګډون کړی و.

په مزارشريف کې د ترکيې جنرال قونسل اناتوليا خبري اژانس ته وویل، چې په دې څانګه کې به شاوخوا ٥٠ محصلينو ته د ترکيې ژبې تدريس پيل شي.

هغه د دې څانګې پرانیستل د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تعامل لپاره نوې لاره وګڼله.

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د روغتيا د نړۍوال سازمان د کارکوونکو څخه د مرستې غوښتنه کړې

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پاليسۍ او پراختیا مرستيال د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو او روغتيايي سازمانو له استازو غوښتنه کړې، چې کډوالو ته د روغتيايي لاسنيوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي. افغانستان ته ستانه شوي کډوال روغتيايي اسانتیاو ته نه لاسرسی لويه ستونزه بولي.

د طالبانو د روغتيا وزارت د پاليسۍ او پراختيا مرستيال محمد حسن غیاثی د ملګرو ملتونو د کدوالو چارو ادارې (ای او ایم) استازي ډاکتر عبدالحی وان او د روغتيا نړۍوال سازمان (ډبلیو ايچ او) د دفتر مسوول ډاکټر مایکل اوجی سره کتلي.

عامې روغتيا وزارت پر اېکس پاڼه ليکلي، چې د ليدنې موخه د روغتيايي وضعت ارزونه او د کډوالو روغتيايي حالت ته پاملرنه کول وو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د طالبانو د روغتيا مرستيال وزير له همدې مرسته کوونکو ادارو غوښتې، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د روغتيايي ستونزو د حل په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

مرسته کوونکو ادارو د روغتيايي وضعت او ستونزو د حل په برخه کې د همکاري ژمنه کړې.

دوی همدا ډول ويلي، چې د کډوالو چارو او روغتيايي ادارو ترمنځ به همغږي پياوړې کوې ترڅو د ستونز حل ته پر وخت ورسيږي.

دا ليدنه پر داسي مهال کېږي، چې د ژمې د سړې څپې په رارسېدو افغانستان ته ستانه شوي کډوال د روغتيايي ستونزو څخه کړيږي او د پاملرنې غوښتنه کوي.

متقي: ټي ټي پي او د پاکستان حکومت یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو، خو اسلام اباد شا تګ وکړ

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۱ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون د پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید په حواله چې په تهران کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي، لیکلي چې متقي ورته ویلي؛ د افغان طالبانو په منځګړیتوب ټي ټي پي او د پاکستان حکومت یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو؛ خو د پاکستان حکومت شا تګ وکړ.

پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید چې په تهران کې د فلسطین د ملاتړ په کنفرانس کې برخه اخیستې وه، پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې د کنفرانس په څنډه کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره مفصلې غیر رسمي خبرې کړې دي، چې تمرکز یې د افغانستان او د پاکستان د اړیکو د اوسني وضعیت او د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دغه پاکستاني سیاستوال ته ویلي، چې طالبان غواړي له اسلام اباد سره خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

متقي همدا راز زیاته کړې، چې په کابل کې د پاکستاني چارواکو او د پاکستاني طالبانو د تحریک د مرکچي ډلو تر منځ له یو لړ لیدنو وروسته ډېری مسایل حل شوي وو او دواړه لوري د افغان طالبانو په منځګړتوب یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو.

افغان طالبانو په ځانګړي ډول حقاني ډلې پر افغانستان له واکمنۍ سره سم په لومړیو میاشتو کې په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی و؛ خو دا خبرې بالاخره بې پایلې پاتې شوې.

اسلام اباد په دغو خبرو کې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره پاکستاني طالبانو ته یو لړ شرطونه ایښي وو، چې له مخې به یې پاکستاني طالبان به د حکومت حاکمیت او اساسي قانون مني.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان قبایلي سیمې پخوا د پاکستان د حکومت تر کنټرول لاندې نه وې او په خپلواکه توګه یې فعالیت کاوه.

د پاکستاني طالبانو د سولې په خبرو کې یو شرط دا و، چې پاکستان به قبایلي سیمې د پخوا په څېر خپلواکه کوي او خپل نظامیان به له دغو سیمو وباسي.

د معلومات به مخې؛ د پاکستاني طالبانو بل شرط دا و، چې دوی به په قبایلي سیمو کې شریعت نافذوي.

افغان طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوږدې او نېږدې اړیکې درلودې؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شدت دغه اړیکې په ظاهره ترینګلې کړې دي.

پاکستان په دغه هېواد کې له څو ترهګریزو بریدونو وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړ او افغان طالبانو ته یې خبرداری ورکړی، چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان خپله یوه ترهګریزې ډله ده، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د پاکستان تر ملاتړ لاندې وده وکړه او بالاخره په افغانستان کې واک ته ورسیدل.