• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: ټي ټي پي او د پاکستان حکومت یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو، خو اسلام اباد شا تګ وکړ

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۰ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون د پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید په حواله چې په تهران کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي، لیکلي چې متقي ورته ویلي؛ د افغان طالبانو په منځګړیتوب ټي ټي پي او د پاکستان حکومت یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو؛ خو د پاکستان حکومت شا تګ وکړ.

پاکستاني سناتور مشاهد حسین سید چې په تهران کې د فلسطین د ملاتړ په کنفرانس کې برخه اخیستې وه، پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې د کنفرانس په څنډه کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره مفصلې غیر رسمي خبرې کړې دي، چې تمرکز یې د افغانستان او د پاکستان د اړیکو د اوسني وضعیت او د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دغه پاکستاني سیاستوال ته ویلي، چې طالبان غواړي له اسلام اباد سره خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

متقي همدا راز زیاته کړې، چې په کابل کې د پاکستاني چارواکو او د پاکستاني طالبانو د تحریک د مرکچي ډلو تر منځ له یو لړ لیدنو وروسته ډېری مسایل حل شوي وو او دواړه لوري د افغان طالبانو په منځګړتوب یوې هوکړې ته نېږدې شوي وو.

افغان طالبانو په ځانګړي ډول حقاني ډلې پر افغانستان له واکمنۍ سره سم په لومړیو میاشتو کې په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی و؛ خو دا خبرې بالاخره بې پایلې پاتې شوې.

اسلام اباد په دغو خبرو کې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره پاکستاني طالبانو ته یو لړ شرطونه ایښي وو، چې له مخې به یې پاکستاني طالبان به د حکومت حاکمیت او اساسي قانون مني.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان قبایلي سیمې پخوا د پاکستان د حکومت تر کنټرول لاندې نه وې او په خپلواکه توګه یې فعالیت کاوه.

د پاکستاني طالبانو د سولې په خبرو کې یو شرط دا و، چې پاکستان به قبایلي سیمې د پخوا په څېر خپلواکه کوي او خپل نظامیان به له دغو سیمو وباسي.

د معلومات به مخې؛ د پاکستاني طالبانو بل شرط دا و، چې دوی به په قبایلي سیمو کې شریعت نافذوي.

افغان طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوږدې او نېږدې اړیکې درلودې؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شدت دغه اړیکې په ظاهره ترینګلې کړې دي.

پاکستان په دغه هېواد کې له څو ترهګریزو بریدونو وروسته په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړ او افغان طالبانو ته یې خبرداری ورکړی، چې په خپله خاوره کې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې طالبان خپله یوه ترهګریزې ډله ده، چې په تېرو شلو کلونو کې یې د پاکستان تر ملاتړ لاندې وده وکړه او بالاخره په افغانستان کې واک ته ورسیدل.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په بغلان کې هره ورځ زر ټنه د ډبرو سکاره استخراجيږي

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۷ GMT+۰

په بغلان کې د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ مسولین وایي، چې د دولتي او خصوصي ډبرو سکرو له کانونو څخه هره ورځ شاوخوا زر ټنه سکاره استخراجوي. د مسولينو په خبره، چې پر همدې مهال نېږدې ۲۰ زره کسان په دې کانونو کې په کار بوخت دي.

په بغلان کې د طالبانو د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مشر عبدالله حامد وايي، چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ۱۰۲۸ کانونه شته، چې له جملې يې ۳۳ دولتي او نور خصوصي دي.

د هغه په خبره، چې له دولتي کانونو څخه د تصدۍ تخنيکي او مسلکي کسان سکاره اخراجوي.

د ډبرو سکرو د کانونو د طالبانو دغه ولايتي مسوول وایي، چې له دې کانونو څخه هره ورځ شاوخوا زر ټنه سکاره استخراجيږي.

حامد زياتوي، چې د شمالي ولایتونو د ډبرو سکرو په دې کانونو کې شاوخوا ۲۰ زره کسان په کار بوخت دي. « عموماً په شمال کې زموږ په دې معدنونو کې ۲۰ زره کسان کار کوي او هره ورځ زر ټنه سکاره استخراجوي».

ددې تصدۍ مسوولين سږ کال د ډبرو سکرو استخراج د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زيات بولي.

په کانونو کې بوخت انجينران او کارکوونکې وايي، چې اوس مهال د معدنونو د ايستلو لپاره مسلکي کسان او تخنيکي وسايل لري او له همدې امله په کانونو کې د کارکوونکو مرګ ژوبله نه شته.

د يادوني وړ ده، چې د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت د ډبرو سکرو استخراج د عوايدو په لوړوالي کې مهم بللي.

دغه وزارت ويلي؛ هېچاته به اجازه ور نه کړې، چې افغانستان کې د کانونو غيري قانوني کيدنې وکړي او يا يې قاچاق کړي.

افغانستان د کانونو له اړخه په سیمه کې د نورو هېوادونو په پرتله شتمن هېواد بلل کېږي؛ خو اوږدو جکړو او د دوامداره حکومتونو نه شتون په هېواد کې په معیاري او پراخه توګه د کانونو د استخراج چاري په ټپه درولي دي.

طالبان: ‏د افغانستان-ترکمنستان تخنیکي ډلو له تورغونډۍ سټیشنه لیدنه وکړه

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې په اېکس پاڼه لیکلي، چې ‏د افغانستان-ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارو تخنيکي ډلو د تورغونډۍ بندر د ظرفيت لوړونې، د سوداګريزو انتقالاتو په چټکوالي، منظموالي، ټرانزيټ او يو شمېر نورو اړونده موضوعاتو بحث وکړ.

دغې ادارې لیکلي، ‏ ‏د غونډې په پیل کې په هرات کې د دغې ډلې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې په دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وکړ او د اوسپنې پټلۍ له لارو څخه د انتقالاتو د زیاتوالي لپاره يې ژمنتیا څرګنده کړه.

‏دغه ادارې زیاته کړې، چې له غونډې وروسته ټاکل شویو ډلو د تورغونډۍ سټیشن له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د سټیشن د ظرفیت لوړونې په پار د تخلیې او بارګیري لپاره د نویو هنګرونو او فرعي ګواښونو د جوړېدلو لپاره یې ساحې مشخصې کړې.

‏ ‏د دې تر څنګ په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به د ترکمنستان د سرحد اباد سټیشن په تورغونډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند چارې د اوسپنې پټلۍ ادارې له کارکوونکو سره تنظیموي او د قطارونو مانورینګ او ټرافیکي چارې به هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکي مخته وړي.


‏له غونډې وروسته ګډ پلاوي د تورغونډۍ -هرات پروژې د لارې په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ سټیشن او د هرات ولایت هوایي ډګر او صنعتي پارک ته څېرمه د یادې پروژې له وروستي سټیشن څخه هم لیدنه وکړه.


څو ورځې وړاندې هم د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی له افغان لوړپوړو چارواکو سره په ګډه له تورغنډۍ سټیشن او اړوند تاسیساتو لیدنه کړې وه.

سرچینې: د سوېلي وزیرستان اعظم ورسک کې د یوه قومي مشر په موټر چاودنه کې د هغه ورور وژل شوی

۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۵ GMT+۰

پرون دوشنبه ماښام د (مرغومي څلورمه) د سوېلي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې د ملک عالم جان په نوم یو قومي مشر په موټر پسې د سړک غاړې بمي چاودنه شوې چې له امله یې د هغه ورور اکبر جان پکې وژل شوی او د ملک عالم جان په ګډون دوه تنه پکې ټپیان دي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل چې چادونه د ملک عالم جان د سورلۍ په موټر شوې چې ټپیان یې په سیمه کې نږدې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي.

هغه وايي، ملک عالم جان په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په وزیرستان کې د مېشتو ازبک وسله والو په وړاندې د جګړې مشري هم کړې وه. او اوس د زلېخيل په نوم قبېلې د نهه کسیزې شورا غړی و.

دغه چاودنه د سوېلي وزیرستان له مرکز واڼه څخه لوېديځ لور ته په ۱۶ کیلو مترۍ کې د ملک عالم جان د کور خواته شوې.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د سرچینې په خبره څو ورځې وړاندې هم د ملک اسلم نور په نوم یو قومي مشر له خپلو دوو زامنو سره په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی و.

خبریال لال وزیر وايي، ملک اسلم نور او ملک عالم جان دواړو قومي مشرانو په سیمه کې له ځايي حکومت او پوځ سره نږدې اړیکې لرلې.

ویل کیږي په دې وروستیو کې په وزیرستان کې یو ځل بیا د قومي مشرانو د په نښه کولو او وژلو پیښې زیاتې شوې او ځايي حکومت یې په امنیت ساتلو کې پاتې راغلی.

د افغانستان کرېکټ بورډ په درېیو ملي لوبغاړو بندیز لګولي او مرکزي قرارداد یې ترې اخیستی

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې له مرکزي قرارداد محروم شوي او د دوو کلونو لپاره به په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازه نه لري.

کرېکټ بورډ وايي؛ دغه پریکړه یې وروسته له هغه کړې چې دغو لوبغاړو د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه کړې.

د بورډ په وینا؛ د لوبغاړو دغه کار”د ادارې او ملي ګټو خلاف دی.“

په اعلامیه کې راغلي، چې دغو لوبغاړو ځکه د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو ټينګار کاوه، چې غوښتل یې په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي.

دغو لوبغاړو غوښتل چې د افغانستان په استازیتوب له لوبو څخه چې د بورډ په وینا یو ملي مسوولیت دی، ځان وباسي او ځکه بورډ دغه انضباطي پرېکړې وکړي.
په اعلامیه کې د کرېکټ بورډ د یوه چارواکي له قوله لیکل شوي، چې فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او نوین الحق د برېښنالیکونو له لارې کرېکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې د راتلونکي زېږديز کال له پیل وروسته له مرکزي قرارداد څخه وځي او باید د ملي لوبډلې په راتلونکو ټولو لوبلړیو کې له دوی سره مشوره وشي چې ایا په لوبو کې ګډون کوي او که نه.
کرېکټ بورد وايي؛ د دغې ستونزې د هواري لپاره یې یو باصلاحیته پلاوی ټاکلی و او هغوی پرېکړه کړې، چې دغو درې لوبغاړو ته به تر یو کاله پورې مرکزي قرارداد نه ورکول کیږي، تر دوو کلونو په بهرنیو لوبې کې د ګډون اجازه نه لري. کرېکټ بورډ به خپله دغه پرېکړه د کرېکټ له نړۍوالې شورا او اسیايي شورا په ګډون له ټولو ښکیلو اړخونو سره شریکوي چې په جدي توګه عملي شي.

کرېکټ بورډ وايي؛ دغه پرېکړه یې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کړې، ځکه د دوی د ادارې د اصولو او ټولو قوانینو پر بنسټ باید ملي ګټې لومړيتوب واوسي او شخصي ګټو ته پرې هیڅوک لومړیتوب ورنه کړي.

تر اوسه د کرېکټ بورډ د دغې پرېکړې په اړه د ملي لوبډلې دغو درېیو لوبغاړو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ازادۍ جبهې په پنجشیر کې څلورو وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۸ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پنجشیر د عبدالله خېلو په ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو رینجر موټر برید شوی دی. د ازادۍ جبهې ویلي، چې په پېښه کې یې څلورو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یوې سرچینې ویلي، چې د طالبانو پر موټر د "لاسي بم" برید شوی او لږ تر لږه "دوه کسان" پکې وژل شوي دي.

د دغې پېښې مسوولیت د افغانستان د ازادۍ جبهې پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

افغانستان انټرنشنل نه دی توانیدلی، چې په خپلواکه توګه د سیمه ییزو سرچینو دا څرګندونې تایید کړي.

طالبانو لا د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.